مستفتي : احمد خان
محترم مولوی صاحب:الله جل جلاله تاسی ته کامیابی د دواړو جهانو په نصیب کړی. امید دی چی روغ او جوړ صحت په جامه اوسی.
زما پوښتنه داده چی آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای (یعنی قسمت یی بندیدای شی) او که وی نو د حل لیاره یی څه ده. په درنښت: ستاسی د جواب په هیله
زما پوښتنه داده چی آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای (یعنی قسمت یی بندیدای شی) او که وی نو د حل لیاره یی څه ده. په درنښت: ستاسی د جواب په هیله
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم . محترمه وروره ! سحر او جادو د سليمان (عليه السلام) له زمانې څخه ، بلکي تر هغه له مخکي وخت څخه بيا تر اوس مهال پوري د ظالمو او فاسدو انسانانو له لوري ډير ګرم (تود) راچليدلئ دئ ، حتی د اسلام په پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي هم يوه يهودي سحر او جادو وکړ .
سحر او جادو پخپل ذات کښي خورا ډير قسمونه لري چي ځيني يې پدې شرح دي :
(۱) : دښځي او خاوند د تفريق دپاره .
(۲) : د ښځي او خاوند له يوه او بل څخه د نفرت پيدا کيدو لپاره .
(۳) : ددې دپاره چي يوه ښځه وچه (شنډه) سي او اولاد يې نکيږي .
(۴) : ددې دپاره چي يوې ښځي ته ميړه ورپيدا نسي ، يا وښځي ته ميړه نه ورپيدا کيږي ، يعني نکاح يې بنده سي .
(۵) : ددې دپاره چي يو متعلم علم ايزده نکړي ، په تحصيل کښي ناکامه سي .
(۶) : ددې دپاره چي يو معلم او استاذ په تعليم او تدريس کښي پر مخ ولاړ نسي .
(۷) : ددې دپاره چي په يو چا کښي بدني مرضونه پيدا سي .
(۹) : ددې دپاره چي يو څوک ليونئ سي .
(۱۰) : ددې دپاره چي يو څوک بد أخلاقه سي ، او وبدو کارو ته يې مخ سي .
حتی مفسرینو ذکر کړيدي چي د سحر او جادو په وجه د انسان شکل د حيوان په شکل هم بدليدلائ سي ، او په موجوده زمانه کښي دا کار بيخي مخته تللئ دئ .
مسلمانانو ته پکار ده چي له سحر او جادو څخه د ساتني او حفاظت پخاطر هغه اياتونه او ذکرونه ايزده کړي ، او وايي يې کوم چي په شريعت کښي علماوو د جادو او د سحر د دفع دپاره مُشخص کړيدي ، چي يو له هغو څخه د «قل أعوذ برب الفلق» او د «قل أعوذ برب الناس » مبارک سورتونه دي .
پدې بايد کفايت وکړې ، شکرانه دي نه ده راليږلې چي تر دغه زيات حل دروليږم .
والسلام .
دارلافتآء أبوالفضل .
منبع : بینو
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.