Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 31, 2011

سحر یا جادو څوډولونه دي

سحر یا جادو څوډولونه دي
 
طالب جان ستوري

تاسي خورا په زړه پوري پوښتنه مطرح کړیده دځواب له ځنډیدلو نه بښنه غواړم .

سحر یا جادوپه لغت کي د دوکې یا تیر ایستني په مانا راغلی دی، امام قدامه رحمه الله وایی چي سحر هغه منتر ته ویل کیږي چي په ویلوـ لیکلواو په عمل کولو سره یي دبل چا بدن،زړه ،یا هم عقل اغیزمن کیږي .

امام راغب رحمه الله فرمایي دجادو څوډولونه دي :

لومړی ډول یی نظر بندي یا شعبده بازي ده ددې ډول جادو هیڅ بنسټ نشته هر ډول شوخ او څالاک انسان پخپله څالاکي سره داسي څه کولای شي چي دهغه له ليدلو او په هغو باندي په پوهیدلو سره دعامو خلکو نظرونه او عقلونه پاتي راغلي وي .

د مسمریزم پوهان چي دخپل معمول په دماغ کومه اغیزه اچوي هغه هم په پورتني ډول کي ګډدی . داعراف په سورت کي د مصر د جادوگرانو په اړه ویل شوي (هغوي د خلکو په سترگو جادو وکړ) په سورت طه کي راغلي (دهغوي دجادو له امله د حضرت موسی علیه السلام په خیال کي داسي راغلل چي د رسیو ماران منډي وهي ) مانا داچي جادو گرانو چي کومي رسۍ او لاټۍ اچولي وې هغه نه خو ماران شوي وو او نه يي کومه منډه کړيوه بلکه دحضرت موسی علیه السلام قوت خیالیه دهغوي له کړو نه اغيزمن شوی وو او هغه څه ورته د منډي وهونکو مارانو په څیر ښکاريدل .

دوهم ډول جادو هغه دی چي په هغه کي له شیطانانو نه کار اخستل کيږي او دډول ډول کړو وړو په پایله کي د شیطانانو نزديکت او انډیوالي تر لاسه کيږي په سورة البقره کي راغلي چي (بلکه شیطانانو کفر وکړ چي خلکو ته يي جادو ور زده کاوه ) .

د جادو دریم ډول د کوم په اړه چي دجادو گرانو دعوا ده چي له امله يي مونږ د څيزونو ماهیت او حقیقت بدلولای شو أن تردې چي له انسان نه اس یا کوم بل حیوان جوړولای شو ، لیکن د اهل حقو څیړونکو پو هانو په اند دا له حقیقت نه لري او بې بنسټه دعوې دي .

په عام عرف کي هم هغه څه ته جادو وايي چي له شريعت نه پرته پکي له شیطانانو نه دمرستي داخیستلوپه پایله کي په نورو اغيزه کوي .

له شیطانانو نه دمرستي د تر لاسه کولو لپاره جادو گران شرعي حدودو تر پښو لاندي کوي په نجاست کي ککړ،دښه او بد،حلال او حرام ، روا او ناروا تر منځ توپیرونه له منځه وړي آن تردې چي د اړتیا په مهال خو غیرالله ته تر عبادت کولو او په ځینو مواردو کي د معصومو ماشومانو د ويني تر تويولو پوري خبر رسيږي . نعوذ باالله من ذلک .
د جادو د تعلیم او تعلم په ذرایعو کي د شتو خرابیو سربیره د جادو په موخو کي هم ډیري خرابۍ موجودي دي ،په عمومي توگه جادو د دوو زړونو تر منځ دجدايي راوستلو ، مينه په نفرت بدلولو،دوستي په دښمني بدلولو ، د خاوند او میرمني تر منځ دجدايي راوستلو ،چاته د مال او ځان تاوان وررسولواو ځینو نورو مفاسدو لپاره کارول کيږي .

په جادو کي د همدې اعتقادي او عملي خرابیو د شته والي له امله د جادو زده کړه او چا ته ور ښودل ،او په هغه باني عمل کول له یوې څیلمي حرام او ناروا دي ، بلکه دجادو ځیني داسي صورتونه هم شته چي له امله يي سړی آن کفر ته رسيږي .

په ډيریو احادیثو کي له جادو نه د ځان ژغورلو امر شوی ،په بخاري او مسلم شریف کي له حضرت ابو هریرة رضی الله عنه روایت شوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فر مایلي له اوو هلاکوونکو شیانو نه ځانونه وژغورۍ چي یو يي له هغوي نه جادو هم ښودلی ،همداراز په بخاري او مسلم کي له حضرت ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چي فرمايي (څوک چي د نجومي ،جادو گر یا کاهن په لغویاتو د یقین په بڼه د هغه خواته ورغی نو هغه کفر وکړ په هغه کلام چي په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوی ) .

په ابو داود کي له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روایت شوی (چا چي علم نجوم زده کړ هغه د جادو گري یوه څانگه زده کړه اوس نو د هغه خوښه ده چي څومره زده کوي زده دي کړي ) .

امام ابن قیم فرمايي په جادو کي دمهارت تر لاسه کولو تړاو تر کفري او شیطاني کړو وړو پوري دی ، ځکه خو هم هغه څوک چي په کفر، شرک ، نجاست او خباثت کي ککړ او له الله تعالی، رسول الله او له اهل ایمانو سره په دښمني کي څومره مخکي وي هغومره يي جادو هم اغيز من وي ، له همدې امله د بت پرستو جادو د اهل کتابو تر جادواو د یهودو جادو بیا د هغو کسانو تر جادوچي د اسلام دعوه کوي ډیر اغيزمن وي.

علامه ابن خلدون فرمايي ( له جادوگر نه د ښیگڼي صدور نا شونی دی ،او نه هم جادوگر جادو د ښیګڼي په چارو کي کارولای شي .

له قرآنکریم ،نبوِي احادیثواو دسلفو له کتابونو نه دا په ډاگه کيږي چي جادو حرام، کفر او شرک دی ،او زده کول او ور زده کول يي دپالونکي څښتن غضب ته بلنه ورکول دي او پدې کي ددواړو نړیو تاوان دی .

خو په ډیر افسوس سره ښايي ووایو چي په جادو کي سره له دې ټولودنیوي او اخروي تاوانونوځیني مسلمانان (په ځانگړي ډول ميرمني) جادو گرانو ته ځي او له هغوي نه د خپلو ناوړو کړو وړو د پوره کولو په موخه تعويذات کوي او دهغوي په خبرو یقين کوي او ددې څه په ترڅ کي جادوگرانو ته نذرونه هم ورکوي بلکه په ځينو مهالونو کي خو د ماشومانو وينه هم تويوي او هر ناروا عمل کوي آن تردې چي کله نا کله خو خپل پت ،ايمان، مال او متاع تر جادو گرانو جاروي . نعوذ باالله من ذلک .

دمبارکو حدیثو کتابونو ته په کتلو سره دجادو له اغيزونه د ځان ساتلو لپاره علماء کرامو د قرآنکريم د پاي دلوري ددوو سورتونو (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس) تلاوت ډیر ګټور بللی ، ځکه نو هر سهار او بيگا ښايي په ځانگړي ډول د نوموړو سورتونو تلاوت وشي او ځان دي خپل پالونکي څښتن ته وسپارل شي هم هغه ذات ښه ساتونکی دی له هر ډول شر او فتنې څخه. 

والله اعلم باالصواب

منبع : ټول افغان  بحث فورمونه


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User