زما کلے


سخي ارسلا خان


د انسان ژوند لوغړن دے ددې خټو په کوټو کې
تلوسې ستړې ستومانه د لېمو په مقبرو کې
ده سړو اسوېلو ژالې د چتونو په وخکو کې
حسرتونه په سينو کې مات خوبونه په ککو کې

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے


اولنے کور

نهر نهور ماشوم دې اوليد په سلګو سلګو اودۀ شو
په جولۍ د بې وسۍ کې په زبېرګو زبېرګو اودۀ شو
غټه اوښکه ئې په سور مخ ننکۍ دمفلسۍ ده
د غريبې مور په چل ول په دهوکو دهوکو اودۀ شو

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې دے زما د ژوندون څلے

بل کور

د ډيوې تته رڼا کې وحشتونه راوريږي
د مجبورې کونډې اوښکې په خيرن بالخت څڅيږي
د ژوندون په پانسي ګاټ کې چې د مرګ لارې ته ګوري
په صليب د غريبۍ چې هره ورځ مري بيا رغيږي

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

بل کور

چې خاوند ئې د مودو نه مزدورۍ پسې باهر دے
د يو ووږد انتظار بوجهـ د سرتورې په ځيګر دے
د ساړه انغري خواته په سړه ايره کې ناسته
د غمژنې مور په غيږ کې درې کلن ماشوم نهر دے

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

يو بل انځور

دا رنځوره چې پرته ده ، دا ددې کلي ابۍ ده
په خيرن خچن ماحول کې د ارمان يوه سلګۍ ده
تش بوتل د دوائۍ ته په چاؤدلو سترګو ګوري
په زړه بړستن کې ملاسته يو قيصه د بې وسۍ ده

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې ، دے زما د ژوندون څلے

د کلي يوه کوڅه

د کتاب او د مکتب نه چې محرومه په ازل دے
چې د رزق په تکل کې په پښې ابله پښو په زغل دے
د لقمان په لاس کې لور دے ، افلاطون په سنډه سور دے
د غربت منګول کې انښتے څه مجبوره مستقبل دے

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے

د ازل تور شوکوؤمه ددې خاورې د تندي نه
بس تر پوزې پورې راغلم د ماحول د ساه ډوبي نه
د خزان ددې خپسې د منګول نه ځان اوباسم
دا د ے خپله حصه اخلم ، نن په زور د پسرلي نه

دا چې لوږه پکې پايي ، دے زما د خاورو کلے
دغه زوړند کور چې وينې د زما د ژوندون څلے