Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, August 30, 2011

آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه



آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
{2}
!...السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

زما دقدر وړ او عزتمنده الله (ج) دی وکړی روغ اوجوړ اوسې!
قدرمنده زما پوښتنه دلمانځه په اړه داسي ده چي :( دماښام ،دماسخوتن او دجمعي مبارکي فرض لموځ ولي په جهر سره او پاتی نور لمونځونه په خفیه سره کيږي؟ 

 
زما ېوه بله پوښتنه داده چې آیا داسې کوم آیت یا حدیث شته چې ترې دهر وخت دلمانځه رکعتونه ثبوت شی چې څو څو رکعاته دی؟
امید لرم چې زما دا مشکل حل کړي .

والسلام


{1} 
 
پوښتنه :  له دې آيت ( اقم الصلوة طرفى النهاروزلفامن الليل(4) ) څخه دلمانځه درې وختونه يعني دسهار،ماښام اوماخوستن وختونه ثابتوي آيادقرآن شريف څخه دپنځه واړو لمونځونووختونه ښكاره ثابتيږي ؟
ځواب : په دې آيت شريف ( اقم الصلوة طرفى النهار وزلفا من الليل ) كې دپنځوواړولمونځونوفرضيت هم ثابتيږي په دې ډول چې دورځي په يوه طرف كې دسهارلمونځ دى اوپه دوهم طرف كې دزوال څخه وروسته دلمردپريوتلو تر اخره پوري درې لمونځونه دي يعني دماسپښين ،مازديګراوماښام اود(زلفامن الليل ) څخه دماخوستن لمونځ مراد كيداى شي ځكه چې دورځي اوله نيمه برخه د زوال پوري ده او دوهمه برخه د زوال څخه وروسته دلمرترپريوتلو پوري ده كه په دوهمه برخه كې د لمرپريوتوپوري دوه لمونځونه ماسپښين اومازديګر راشي نود ماښام اوماخوستن له (زلفامن الليل ) څخه مرادكيداى شي اوديوبل آيت څخه هم مفسرينوپنځه واړه لمونځونه ثابت كړي دي چې هغه دادى ( فسبحن الله حين تمسون وحين تصبحون وله الحمدفى السموات والارض وعشياوحين تظهرون (1)) .

لمونځ دمعراج په شپه فرض شوى دى اوهمدا دصحيحوحديثوڅخه ثابته ده (مظاهر حق دمشكوة شريف اردو شرحه وګورئ ) (2). 



د دوهم سوال ځواب :

د قرائت دوه حالته دي جهري او خفيه :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :
( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .
او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې :( وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل مستحب دی او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ).

 خلاصه داشوه
 
نو د حديث د اختلاف په وجه علماء هم په دې کې مختلف دي، امام شافعي رحمه الله وايي چې په جهري او خفيه دواړو لمونځونو کې بايد مقتدي قرائت ووايي 

او امام مالک رحمه وايي چې په جهري لمونځ کې به يې نه وايي
 او په خفيه لمونځ کې به وايي

 او امام ابوحنيفه رحمه الله وايي چې نه به يې په جهري لمونځ او نه په خفيه کې لمونځ به مقتدي فاتحه وايي

 او امام محمد رحمه الله چې د امام ابوحنيفه شاګرد دى هغه هم سير کبير کې نقل کړي دي چې په خفيه لمونځ په امام پسې قراءت ويل بهتر دى.

 نو د ټولو مذاهبو او احاديثو په منځ کې توفيق دا دى چې: ښه خبره دا دى چې په جهري لمونځ کې په امام پسې قرائت ونه ويل شي ځکه چې د الله تعالى امر هم دى کله چې قرآنکريم لوستل کېږي نو هغه واورۍ او خاموش اوسئ او فاتحه هم قران ده.
او په خفيه لمونځ کې بهتره خبره دا ده چې په امام پسې فاتحه ولوستل شي ځکه چې د فاتحې لوستل د لمانځه د تکميل په معنى ده او د ټولو احاديثو په او د قرآن کريم په ايت شريف به عمل هم راشي.

والله اعلم



(4)  سورة هود ركوع ۱۰ .
(1)  سورة الروم ركوع ۲ ، ( فسبحان الله حين تمسون قيل المراد بالتسبيح ههناالصلوات الخمس فقوله حين تمسون صلاة المغرب والعشاء وقوله حين تصبحون صلاة الفجروقوله عشيا صلاة العصروقوله وحين تظهرون صلاة الظهركذاقال الضحاك وسعيدبن جبيروغيرهما الخ (فتح القدير للشوكانى  ص ۲۱۱ ج۴ ) .

                           

(2)  هى فرض عين على كل مكلف بالاجماع فرضت فى الاسراء ليلة قبل السبت سابع عشر رمضان قبل الهجرة بسنة ونصف وكانت قبله صلاتين قبل طلوع الشمس وقبل غروبهاشمسى (درمختار) انهم اختلفوا فى اى سنة كان الاسراء بعداتفاقهم على انه كان بعدالبعثة الخ ( ردالمحتار كتاب الصلواة  ص ۳۲۵ ج۱ ) دمعراج سره متعلق ديوه اوږد حديث په پاى كې داسې راغلي دي ( ثم فرضت على الصلوة خمسين كل يوم فرجعت على موسى عليه السلام فقال بما امرت قلت امرت بخمسين صلوة كل يوم قال ان امتك لاتستطيع خمسين صلوة كل يوم وانى والله قد جربت الناس قبلك وعالجت بنى اسرائيل اشدالمعالجة فارجع الى ربك  فسله التخفيف لامتك فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى عليه السلام فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى u فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فرجعت الى موسى فقال مثله فرجعت فوضع عنى عشرا فامرت بعشر صلوات كل يوم فرجعت الى موسى عليه السلام  فقال مثله فرجعت فامرت بخمس صلوات كل يوم الخ متفق عليه ( مشكوة با ب المعراج  فصل اول  ص ۵۲۸ ) .

 

  1. په زړه پوري پروګرامونه ددې ځاى څخه ډاونلوډ كى
  2. په زیارتودګنبدوجوړولواوکټاری لګولوحکم
  3. په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
  4. په شریعت کی ددوهم واده حکم
  5. په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده ؟
  6. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  7. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  8. په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
  9. په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
  10. په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
  11. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  12. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  13. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  14. په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
  15. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  16. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  17. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  18. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  19. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  20. په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
  21. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  22. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  23. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  24. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  25. په مسجد کې سوال غوښتل
  26. په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
  27. په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
  28. په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
  29. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  30. په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
  31. په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
  32. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  33. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  34. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  35. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  36. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  37. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  38. پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
  39. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  40. پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
  41. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  42. پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
  43. پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  44. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  45. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  46. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  47. ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
  48. ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
  49. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  50. څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
  51. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  52. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  53. چنده غير مسلما ن در مسجد
  54. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  55. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  56. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  57. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  58. چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
  59. چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
  60. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User