Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

ځوانه! په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه

ځوانه! په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه


ژباړه: حزب الله ناصح



دا د يوه دوست يادښتونه دي، د يوه خواخوږي ويناوې دي او د يوه مشفق كلمات دي چې كيداى شي ستا په زړه كې ځاى ونيسي.

1 .
  
  د الله تعالى ډيره ستاينه وكړه چې روژې ته يې يو ځل بيا راورسولې، ځكه ډير داسې ځوانان وو چې په تيره روژه كې دلته راسره مله ول خو نن په قبرورو كې پراته دي، نو د خداى شكرانه ادا كړه چې تا ته يې يو ځل بيا موكه دركړه چې پدغه سپيڅلې مياشت كې بيا له هغه سره خپل كړي عهدونه له سره تازه كړې.

2 .

   د روژې مياشت د ځان لپاره د ګناهونو څخه د پاكوالي فرصت او تربيتي دوره وګڼه، شيطان ته په ډاګه د جګړې اعلان وكړه، ګناهونو، له ګناهونو او بديو سره د الله په خاطر مخه ښه وكړه او دا زيرى قبول كړه چې الله تعالى به تا ته د سمې لارې توفيق دركړي.

3 .

    روژه د قران مياشت ده. نو پدې هكله بايد ځانګړې پاملرنه وكړې، د قرانكريم تلاوت او تدبر ته حريص اوسه، په ورځنۍ توګه قرانه .

4 .  

  پام كوه د هغو خلكو له ډلې نه رانشې چې د روژې ورځ په خوب او غفلت كې او شپه د الله تعالى په نافرمانۍ كې تيروي. بايد ديته ډير ليواله وې چې چې ورځ دې په ذكر، تلاوت، نيكو اعمالو او شپه په لمانځه او قيام باندې تيره كړې.

5 . 

   په روژه كې د انفاق توصيه درته كوم، بيا په ځانګړې توګه كه ته د هغو خلكو څخه يې چې الله تعالى پرې احسان كړى او شتمن دي. خپل هغه وروڼه هير نه كړې چې د لوږې او نيستۍ سره لاس او ګريوان دي، ځكه د دوى لپاره د الله تعالى نه وروسته ستاسې په څير خلكو نه پرته بل څوك نشته، نو بخل پرې مه كوه، او الله تعالى ته سوال كوه چې ستا په مال او روزۍ كې بركت واچوي.

6 .

    پام كوه د هغو خلكو له ډلې نه رانشې چې روژه د الله تعالى په قهر او غوسه باندې ماتوي. يعني د نيشه يې توكو په كارولو سره او يا د هغو بيكاره پروګرامونو په ليدلو سره چې نه د فساد او ګناه لپاره كار كوي

7. 

  د روژې پر مهال د ډيرو دعاګانو توصيه درته كوم، ځكه رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي: د روژه دار لپاره يوه دعا ده چې هغه نه رد كيږي، نو خپل ځان او د ختيځ او لويديځ مسلمانان بايد هير نه كړې. ته څه پوهيږې، كيدى شي ستا له زړه نه يوه رښتونې دعاء راووزي چې الله تعالى پرې د اسلام او د ټولو مسلمانانو كمك وكړي.

8.

    كه توان لرې په روژه كې د بيت الله د زيارت او عمرې قصد وكړه، ځكه په روژه كې يوه عمره كول د رسول الله سره يو ځاى  د يوه حج سره برابره ده.

9.
  
  د روژې په هره شپه كې الله تعالٰى ډير داسې كسان د دوزخ له اور نه ازادوي چې روژه ونيسي، د شپې قيام وكړي،او د طاعتونو لويه توښه له ځان سره واخلي، نو له دې نه بايد غافل ونه اوسې
10. 

   د  الله تعالى د ذكر او ديني علم مجلسونو ته ډير ډير ځه. ځكه دا د مسلمانانو څړځايونه دي، او د نيكانو د بښلو ځايونه. ستا لپاره دا هم بس ده چې الله تعالى تا په لوړه ډله كې يادوي او ستاينه دې كوي. بيا چې ته له مجلس نه پاڅيږې نو الله تعالى درته ګناهونه بښلي وي، نو پداسې مجلسونو كې ډيرحاضريږه او په همدې مداومت كوه.

*


سرچينه اصلاح انلاين 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User