د روژه ماتي اصول
ژباړه : رحمن الله رسا
خداى جل جلاله د بقرې سورت په ۱۸۷ ايت کې فرمایي: (تر هغې پوري روژه ونیسی،تر څو چې شپه شي)
پیغمبر صلى الله عليه وسلم د خداى جل جلاله دا وينا په لاندې توګه تشریح کړې ده:
کله چې ورځ لاړه شي، شپه راشي او کله چې د لمر سترګه پناه شي، نو په دې وخت کې روژه ماته کړئ.
په روژه ماتي کې تلوار
دا ډیره د اهمیت وړ خبره ده، چې په روژه ماتي کې عجله او بیړه وکړئ.
ځکه دا هغه څه وو چې د خدای پیغمبر او اصحابو به همداسې تر سره کول او دوی
به د روژه ماتي په ترسره کولو کې ډيره بیړه کوله.
يو تابعي ويلي دي: صحابه کرام رضى الله عنه په روژه ماتي كې تر ټولو
ګړندي او د پیشنامي په وروسته كولو كې وروستني خلک وو. کله به چې د روژه
ماتي وخت شو، نو دوی به ډیره بیړه کوله تر څو زر تر زره روژه ماته کړي او د
پيشنامي په خوراک کې به دوی کوښښ کولو چې تر ممکنه وخته آخرو شيبو ته
وځنډول شي
د روژې په ماتولو کې بیړه کول نوري ګټې هم لري چې په لاندې توګه ورته اشاره كوو.
په روژه ماتي كې د بيړې فضيلت
د سهل ابن سعد رضى الله عنهى الله عنه څخه روایت دی چې د خدای پیغمبر
صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: هغه خلک چې د روژې په ماتولو کې ګړندیتوب
کوي په خير كې دي- بخاری شریف.
د روژې په ماتولو کې عجله کول د پیغمبر صلى الله عليه وسلم سنت دي. که
چیرې مسلمانان د روژې په ماتولو کې بیړه کوي، نو دا به د دوی سره د پیغمبر ص
د سنتو د پر ځای کولو او د پخوانيو دینداره خلکو د لارې په تعقیبولو کې
مرسته وکړي.
دا حقیقت دی چې د پیغمبر صلى الله عليه وسلم د سنتو پر ځای کونکي به هیڅکله بې لارې نشي او هيڅ وخت به پر غلطو لارو لاړ نه شي.
د سهل ابن سعد څخه روایت دی چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي:
زما امت به زما په سنتو باندې عمل کوی او دوی به دې ته انتظار نه کوي، چې
ستوري راپورته شوي دي که نه، تر څو روژه ماته کړي یانې دوی به دې ته نه
ګوري چې د روژې د ماتولو څخه مخکې ستوري راپورته شوی دی کنه – ابن حبان.
په روژه ماتي کي بیړه کول هغه طریقه ده چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم، مسلمانان د عیسویانو او یهودیانو څخه پرې جلا کوی.
دا هغه څه دي چې خوږ نبي صلى الله عليه وسلم په لاندې حدیث کې بیان کړي دي:
د ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی چې د محمد صلى الله عليه وسلم
فرمایلي دي: څومره چې خلک د روژې په ماتولو کي بیړه کوي نو همدومره به د
دین لوړ ښکاره شي. ځکه چې عیسویان او یهودیان د روژې په ماتولو کې وروسته
والی او سیستي کوي او دوی د روژې ماتول ځنډوي او تر ناوخت پوري روژه نیسي.
ابوداوود
د ماښام د لمانځه د ادا کولو څخه مخکې د روژې ماتول
داسې ویل کيږي چې د خداى جل جلاله د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا
عادت وو، چې د ماښام د لمانځه د ادا کولو څخه مخکې به یې روژه ماتوله- احمد
او ابوداوود.
د ابودردا رضى الله عنه څخه روایت دی، چې د پیغمبرى درې نښې شتون لري.
۱- د روژې په ماتولو کې بیړه
۲- د پیشمني ځنډونه
۳- په لمانځه کې د ښي لاس پر چپ لاس ايښودل- طبراني.
روژه باید په کوم شي ماته شي؟
د خداى جل جلاله د خوږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به دا عادت
وو، چې روژه به يې په خرما ماتوله خو که خرما به موجوده نه وه نو بیا به
یې روژه په اوبو ماتوله.
د انس ابن مالک رضى الله عنه څخه روایت دی چې پيغمبر صلى الله عليه
وسلم دا عادت وو چې مخکې د دې څخه چې د ماښام لمونځ ادا کړي په تازه خرما
به يې روژه ماتوله. که چيرې به یې تازه خرما پیدا نکړه نو بیا به یې په وچه
خرما روژه ماتوله او که چیرې به یې وچه خرما هم نه کړه پیدا نو بیا به يې د
اوبو څخه څو کوچني غړپونه وکړل- احمد او ابوداوود.
د روژه ماتي په وخت کې باید څه وویل شي؟
روژتي باید پردې پوه شي، چې د روژه ماتي په وخت کې خداى جل جلاله د روژه دار سړی دعا، عذر او زارۍ اوري او هغه قبلوي.
د ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی، چې د خداى جل جلاله خوږ پيغمبر
صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: د درې ډوله خلکو سوال او زارۍ خداى جل
جلاله نه ردوي.
۱- د روژه دار دعا د روژه ماتي پر وخت
۲- د عادل امام او عادل پاچا دعا
۳- د مظلوم دعا
د دې درېو ډلو کسانو دعا خداى جل جلاله نه ردوي او د دوي دعاګانې د لوی
قدرت څښتن په خپل دربار کې قبلوي- ترمیذی ، ابن ماجه او ابن حبان.
نو روژتي ته په کار دی، چې د روژه ماتي له وخت څخه ګټه پورته کړي او د
خداى جل جلاله څخه د هغو شیانو غوښتنه وکړي، چې د ده ژوند په دینا او اخرت
کې پرې هوسا کيږي.
كله چې سړى ډوډى وخوري او موړ شي نو دا دعا دې وكړي، ځكه چې کله به چې د
خدای خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم روژه ماته كړه نو دا دعا به يې کوله:
ذهب الظماء و ابتلت العروق و ثبت الاجر ان شاء الله تعالى
تنده له منځه تللي ده او رګونه دوباره ډک شوي دي، اجر او برکت به هم که خداى جل جلاله خوښه وه په برخه شي.
روژتي ته خواړه وركول
دا هر مومن ته په کار دي چې هر وخت د نیکو او ښو اعمالو د ترسره کولو
کوښښ او هڅه وکړي. د دغو نیکو او ښو اعمالو له جملې څخه يو د روژتي مړول
دي.
خوږ نبی کریم ص فرمایلي دي: څوک چې یو چا ته د روژه ماتي له پاره څه
ورکړي، ترڅو روژه ماته کړي، نو هغه به دومره اجرونه تر لاسه کړي لکه څومره
چې دا روژتي د روژې د نیولو په مرسته تر لاسه کوي او دا به په هیڅ وجه د
روژتي اجرونه کم نه کړي- احمد او ترمیذي شریف
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.