Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې

د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې


په روژه کې غلط خوراک د سوء هاضمې، بې خوبۍ، بې حالۍ او قبضيت په څېر د ګڼو سختو ناروغيو سبب کېدای شي. نو روژتي ته پکار دي په رمضان کې د خپلې غذا توازن او صحي والي ته ډېره پاملرنه وکړي، تر څو يې له فايدو څخه مستفيد او د ناسم خوراک له عوارضو څخه بچ پاتې شي.
ډاکتر احمد جاويد الکوزى
قرآن د روژې په اړه وايي و ان تصوموا خير لکم –البقرة ١٨٤- (چې روژه ونيسئ په ګټه مو ده). ډېره موده کېږي چې ډاکترانو هم موندلې چې روژه نيول د انسان بدن ته ګټه لري. خو، مسلمان روژه د روغتيايي ګټې په خاطر نه، بلکې د ثواب او د خداى د امر د اطاعت په نيت نيسي، طبي ګټه يې يو حتمي اثر دى.  خو که موږ په رمضان کې په صحي ډول خپل خوراک تنظيم نه کړو ښايي له دې ګټې محروم شو. د دې لپاره چې روغتيا مو نه يوازې په روژه کې ساتلې وي، بلکې ښه شوې وي، لاندې ټکو ته بايد پام وکړو.
روژه په څه شي ماته کړو؟د روژه ماتي پر مهال ډېر زيات او په بيړه خوراک د روژې ټولې ښېګڼې له منځه وړي . لکه څنګه چې زموږ دبدن ډېره برخه اوبه دي ، او د بدن دمايعاتو د معاوضې لپاره له هرڅه نه غوره خالصې اوبه دي . اوبه او خرما د بدن لپاره يو ډېر ښه ترکيب جوړوي ، چې د بدن داړتيا ډېرى شيان په نغښتي دي . لکه سوديم ، کلسيم ، مګنيزيم ، فاسفورس ، اوسپنه ، مس ، سلفر ، کلورين او داسې نور . نو ښه ده چې روژه په خرما او اوبو ماته کړو.
له روژه ماتي وروسته: په يو ځل بايد ګېډه ډکه نه کړو، بلکې څو ځلې ډوډۍ وخورو او د هر ځل تر منځ بايد يو ښکاره واټن وي ، ځکه چې  خواړه د هضم لپاره پوره وخت ته اړتيا لري . ابن سينا خبر دارى ورکړى چي هېڅ کله خواړه مه خورئ ، مخکې له دې چې مخکې خوړل شوي خواړه مو هضم شوي نه وي .
 
 غلط خوراک کېداى شي دلاندنيو ناخوالو لامل شي:
• سؤ هاضمه: چې د ډېر زيات ، مساله دار، غوړو او کاربونېټ لرونکيو خوړو له امله رامنځته کېږي .
• قبضيت: چې د ډېرو زياتو پروسس شويو خوړو له امله ، چې کمې اوبه او فايبر ولري ، رامنځته کېږي . په فايبر لرونکيو خوړو کې حبوبات ، غله جات ، مېوې او سابه شامل دي .
• بې حالي : چې دوينې د ټيټ فشار له امله رامنځته کېږي او لامل يې هم ډېر زيات نشايسته لرونکي او غوړ خواړه دي.
• سردردي:  چې د بېخوبۍ له امله رامنځته کېږي .
بې خوبي: بې خوبي کېداى شي د عصبانيت ، سردردي او هضمي ستونزو په ډول څرګنده شي . له خوړو وروسته ويده کېدل هم د هضمي ستونزو لامل کېږي . خو ښه ده چې دشپې پر مهال وروستي خواړه يو يا يونيم ساعت مخکې له خوب څخه وخوړل شي .

سرچينه اصلاح انلاين  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User