Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

د روژې روغتيايي ګټې



د افغانستان اسلامي طبي ټولنه (ايما)
د علمي څېړنو څانګه
ژباړه او راټولونه: ډاکټر عزت الله حامد ايم.ډي
په نړۍ کې نژدې يو نيم مليارد مسلمانان هر کال روژه نيسې، دوى دورځې له خوا اوبه او خواړه نه خوري، دوى دا کار د وزن د کمولو او يا نورو طبي ګټو په خاطر نه کوي بلکه دا دوى ته د هغوى په مقدس کتاب (قران) کې ويل شوي چي وايي:
يا ايها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون.
د عمان د پوهنتون روغتون ډاکټر سليمان په يوه څېړنه کې چې ٤٢ نارينه او ٢٦ ښځو پکې ونډه لرله او د تهران د طبي پوهنتون استاذ فريدون عزيزي په يوه څېړنه کې چې نهه تنه نارينه ؤ پکې ونډه لرله دا ويلې چې اسلامي روژه هيڅ طبي او روغتيايي تاوان نه لري او سربېره پردې د دوزن پرکنټرول او د شحمو په استقلاب مثبته اغېزه لري.
د الله رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: قوي مؤمن له ضعيفه مؤمن څخه غوره دى، او په دواړو کې خيردى، نو ايا الله جلت عظمته به وغواړې چې په روژې سره دهغه صلى الله عليه وسلم ګران امتيان ضعيفه او کمزوري کړي، نه بلکه هيڅکله نه.! روژه چې د دوهم هجري کال د شعبان له دوهمې نېټې څخه فرض شوې تراوسه يې چا په فرضيت او ګټه کې شک نه دى کړى.
تاريخي شواهد:
يونانيان د دې لپاره چې د روژې په ګټه پوه شې د قديمو مصريانو ښارونو ته راغلل تر څو هغه څه چې اوريدلې يې ؤ له نژدې وڅاري، په دوى کې دا دود ؤ چې له جنګ څخه مخکې به يې روژه شروع کوله او تل به بريالي و.
روميان چې له يونانيانو څخه يې په هيڅ شي کې ځان وروسته نه باله په افسانه پوهنه اوتاريخ کې هم له هغوى ځان وروسته کول يې نه منل، هغوى به هم چې کله پرې چا حمله وکړه نو روژه به يې شروع کړه تر څو فتحه د دوى په نصيب شي. هغوى عقيده لرله چې روژه د دوى صبر او حوصله لوړوي کوم چې په جنګ کې د داخلي غريضو او خارجي خطرونو په مقابل کې مهم شيان دي. لرغونو چينايانو هم په خپل مقدس کتاب کې روژه ځاى کړې او د هغو خلکو لپاره يې روژه نيول ضرروري بلله چې له کوم کړاو يا ناورين سره مخ وي. په پېړيو پېړيو هندوانو اوبودايانو د روژې نسبتا يو خشن ډول مانه او عملي کاوه. يهوديان او عيسويان هم د روژې يو خاص قسم مراسم (چې ځيني غذا ګاني پکې خوري يا کم ترکمه او يوازې اوبه پکې څښي) تر سره کوي. يهوديان او س هم چې له کوم غم او کړاؤ سره مخ شي روژې ته مخه کوي. see Exodus 24:18
د روژې د روغتيايي ګټو په اړه لمړنى علمي سيمينار په ١٩٩٤ ميلادې کال د مراکش (Morocco) په (Casablanca) ښار کې جوړ شو چې د نړۍ دمختلفو برخو دډاکټرانو نژدې پنځوس(٥٠) تحقيقي مقالې؛ چې درمضان روغتيايي ګټې پکې په ګوته شوې وې د مسلمان اوغيرمسلمانو څېړونکو له خوا تر غور لاندې ونيول شوې.
مخکې له دې چې اصلي بحث ته ورننو ځو داخبره ضروري ده چې دروژې طبي فائدې يوازې هغو خلکو ته رسېږي چې په ريښتيا روژه ونيسې، داسې نه چې يوازې دخپل خوراک وختونه بدل کړي او دسبانارې او غرمې ډوډۍ غچ په روژه ماتي او پېشمني کې واخلي.
ساينسدانانو دا معلومه کړې چې اسلامي روژه د ژغورنې او معافيت يا دبدن دمقاومت يو ډول دى چې د رنګارنګ ناروغيو څخه مخنيوى کوي. روژه ممکن د زياتو هغو بې درمانه (incurable diseases) ناروغيو لپاره يو ازينى علاج وي چې طب يې له علاج څخه عاجز دى، لکه
(acute stomach inflammation, persistent vomiting during pregnancy, some kinds of diabetes,high blood pressure, failure of kidneys, angina pictoris,chronic digestive inflamation, and gallbladder calculus and some other skin diseases.)
او داسې نور.
د روژې له روغتيايي گټوڅخه په لاندې توګه يادونه کولا‌ى شو:
هضمي سيستم يا جهاز ته دمه او استراحت ورکول.
هضمي سيستم چې دغذايي موادو استقلاب (مصرف او ګټه اخستنې ته د غذايي موادو آماده کول) يې مهمه دنده ده د روژې مبارکې په مياشت کې پوره دمه او استراحت کوي. همدارنګه ځګر هم چې د استقلابي پروسې مهمه پايګاه ده او له شتون پرته يې انسان له درې ساعتو څخه زيات ژوند نشي کولاى هم په همدې مبارکه مياشت کې استراحت کوي.
ددې لپاره چې درمضان المبارک دغه ګټه مو په ښه توګه ترلاسه کړې وي، اړينه ده چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه ښوونو عمل وکړو چې په کې په پېشنمي کې دلږ خوراک توصيه شوې ده.
دطب له نقطه نظره دا غوره ده چې په پېشمني کې دې خرما استعمال شي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم هم همدغه توصيه کوي دا ځکه چې خرماد ګلوکوز او فر کتوز زيات مقدار لري کوم چې زياته کالوري توليدوي خصوصا د د ماغي فعاليتونو لپاره، همدارنګه فرکتوز په وينه کې دګلوکوز دمقدار د تدريجي لوړېدو سبب ګرځي چې دايې بله ګټه ده چې د لوږې احساس کموي او د ډېر خورۍ مخه نيسي.
دعمر او ږدېدل:
په روژې سره متوسط ډيهايدډريشن پيداکېږي چې د بدن conservative يا ساتونکى ميخانکيت فعالېږي چې په هر څه باندې لاس ږدي او ضايع کېدو ته يې نه پرېږدي، دغه حالت د نباتاتو د عمر په او ږدولو کې مرسته کړې چې په انسانانو کې هم همدغه تمه ترې کېداى شي.
د رغونکې پروسې (healing process) چټکتيا:
په روژه کې هغه انرژي چې بايد دغذا په هضم او جذب مصرف شوي واى دنورو استقلابي عمليو او معافيت پورې اړوندې کارونو لپاره خوندې ساتل کېږي چې په دې سره معافيت ته پوره توجه کېږي، له بلې خوا څرنګه چې په روژه کې دانرژۍ ذخيرې کمېږي بدن کوشش کوي چې ځان ته دانرژۍ ذخيرې پيداکړي چې په لمړي قدم کې اضافي نمو ګانې لکه کانسرونه (Cancers) او نور د وچو لرګيو په څېر له ځانه قربانوي. په دوهم قدم کې څرنګه چې اضافي نمو ګانې او سرطانونه قوي غذايي بېس نه لري له همدې امله د غذايي انفلاسيون په حالت کې تر ټولو لمړى په همدوى باندې اعاشه بنده او له منځه وړل کېږي.
همدارنګه لکه څرنګه چې مونږ ګورو په مرضي حالت کې د يو دفاعي ميکانيزم په توګه اشتهاء له منځه ځي چې دا په خپل وار د زخم او مرض په رغېدو کې د تشې ګيډې رول ښيي.
د زړه او رګونو د سيستم استراحت او روغتيا:
روژه دبدن شحم کموي او په دې تو ګه له يوه وژونکې مرض (ارټيريو سکلريوسز) څخه مخنيوى کوي. په يوه مقاله کې دا هم راغلې چې د زړه کار او سلامتيا د انسان د خوړو د نوعې او اندازې پورې نېغه اړيکه لري. يا په بل عبارت دزړه سلامتيا او صحيح کار کول دانسان دخوراکي توکو له ډول او اندازې څخه ټاکل کېږي. له همدې امله الله متعال فرمايي: ((کلوا واشربوا ولاتسرفوا… الاية)). خوراک او څښاک کوئ او اسراف (له حده زياتى) مه کوئ ! بېشکه الله جل جلاله اسراف کونکې نه خوښوي. هغوى چې په خوراک او څښاک کې ترې اسراف کېږي روژه د هغوى لپاره زرينه موقع ده چې ځان په اعتدال عادت کړي.
د زړه ارامي، دحافظې قوت، او د سږو صفايي:
چې د قران کريم په زيات تلاوت سره تر لاسه کېږي.يانې چې کله هم انسان د قرآن کريم تلاوت کوي نو نسبتا زيات تنفسي کار کوي (په ځانګړې ډول بهر ته سا ويستل ((ضفير))) چې په دې سره په وينه کې د مضره ګازاتو کچه کمېږي او د وينې صفايي رامنځ ته کېږي، چې دا په خپل وار د ټول بدن دصفايي سره انډول کېداى شي.
د بندونو د درد څخه مخنيوى:
روژه دبدن د يوريک اسيد سويه ښکته بيايي او په دې توګه دبندونو دالتهاب (ارترايټس) ه مخنيوى کوي.
د وزن متوسطه ضياع:
چاغ خلک چې په بدن کې زيات شحم لري په هغوى کې دانسولين اخذې خپل مؤثريت له لاسه ورکوي او د ګلوکوز په مقابل کې عدم تحمل يا شکر(Diabetes mellitus esp Type 2) ته لاره هوارېږي. دانساني فزيولوژي له مخې semi starvation or (ketogenic diet)) دچاغښت دمخنيوي لپاره مؤثره ښودل شوې ده. روژه دلوږې احساس له منځه وړي او په دې توګه په سرعت سره وزن کمولاى شي.
په روژه کې څرنګه چې دګلوکوز خوراک او اخستنه کمېږي چې په پايله کې يې دوينې د ګلوکوز کچه هم کمېږي او بدن دې ته مجبورېږي چې د استقلابي پروسې لپاره اړينه کالوري په بدن کې د ذخيره شحم (وازګي) د مصرفولو له ليارې پوره کړې.
په ځګر کې ذخيره ګلايکوجن (د قند يو ډول دى) اوپه انساجو کې ذخيره شحم د انرژۍ دضرورت دپوره کولو لپاره تجزيه او په کار وړل کېږي. چې دا په خپل وار دبدن دوزن منځنۍ کچې دکمښت لامل ګرځي. چې په دې توګه روژه د) چاغو خلکو او شکر(overweight and stable non insulin dependent diabetes ( ناروغانو لپاره زياته ګټوره او دالهي رحمت يوه بيلګه ده.
د وينې د کلسترولو د کچې کموالى:
ګڼ شمېر مطالعو داښوولې چې دروژې په مبارکه مياشت کې دوينې دکلسترولو کچه او همدارنګه په وړو شريانونو باندې د غوړينو څاڅکو رسوب اوناسته کمېږي. چې دا په خپل وار د قلبي او دماغي سکتو اودرېدنو د حملو دکموالې سبب ګرځي او د وينې دفشار له لوړېدا څخه هم مخنېوى کوي.
د صفراوي تېږو مخنېوى:
په وينه کې شحمو يا غوړو د کچې کموالى د صفرا د کڅوړې او صفراوي کانال د تېږو دجوړېدو په مخنيوي کې مرسته کوي. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم څخه فرمايي: (روژه ونيسئ ؛ ترڅو روغتيامو په برخه شي!)
د کليوي نظام دمه او استراحت:
ځېنو مطالعو ښوولې چې له لسو څخه تر دولسو ساعتونو پورې له اوبو څخه پرهېز نسبتاَ بې خطره دى، بلکه په ځينو حالاتو کې بدن ته ګټه رسوي. په بدن کې دمايعاتو لږه اندازه کمښت او يا دوينې لږه اندازه غلظت زياتېدل د لږه اندازه ډيهايډريشن سبب ګرځي چې بدن يې له توانه وځي او کومه صدمه نه ورته رسوي، څرنګه چې بدن په دغه وخت کې دمايعاتو کافي ذخيره لري، که شخص د پښتورګي د تېږو تکليف ونه لري، نو په دغه حالت کې پښتورګي د اضافي موادو له اطراح څخه دلږ وخت لپاره اوږې سپکوې او دمه کوي. لکه څرنګه چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د پېشمني په وروسته کولو او دروژه ماتي په مخکې کولو تاکيد کوي فرمايي: (ثلاث من اخلاق المرسلين: تعجيل الافطار و تاخير السحور ووضع اليمين على الشمال في الصلوة).
ژباړه: درې شيان درسولانو له خويونو څخه دي:په روژه ماتي تلوار، په پېشمني کې وروسته والى او په لمانځه کې ښى لاس په چپ اېښودل.)
فائده يې دا ده چې د زيات ډيهايډرېشن مخه نېسي او په دې توګه څومره چې ممکنه وي ژر بدن ته اوبه رسېږي.
سربېره پر دې کمه اندازه ډيهايډرېشن د وينې دفشار د څه ناڅه کموالي سبب ګرځي چې د لوړ فشار ناروغانو لپاره هم يو څه ګټه رسوي.
د بدن ورزش او دزياتې کالوري ضياع:
په هغه لمانځه کې چې له روژه ماتې وروسته اداء کېږي نژدې دبدن ټول بندونه کافي تمرين کوي او نرمښت تر لاسه کوي، د يوه عالم دڅېړنې له مخې د تراوېحوپه هر رکعت کې لس کالوري انرژي په مصرف رسېږي چې په ټولو تراويحو کې ٢٠٠ کالوري انرژي په مصرف رسېږي او له دې سربېره د خوړو په هضم او استقلاب کې مرسته کوي.
تربيوي او روحي ګټې:
د روژژې مبارکه مياشت که دنبوي سنتو مطابق ونيول شي يوه ښه روحي درملنه ده، روحي قوت زياتوي او انسان له فزيکي خنډونو او عاداتو (لکه نسوارو، سګرټو…) څخه بې پروا کوي، همدا وجه ده چې ځينې هوښياران وايي چې: ښه عادت دادى چې هيڅ عادت ونه لرې. روژه دانسان اراده مضبوطوي او په انسان کې دخپل رب په وړاندې د عاجزۍ او وفادارۍ احساس قوي کوي، ځکه هغه په قصدي توګه له خوراک او څښاک څخه ځان اېساروي په داسې حال کې چې په مخ کې يې پريمانه د خوراک او څښاک شيان پراته وي.
د رمضان المبارک د مياشتې روژه نېول د روحي تشويشونو او سوچونو مخنېوى کوي او انسان ته د دې توان ورکوي چې څنګه له بدو کړنو څخه ځان وژغوري. په خاصه توګه عمليان که څه هم د لږ وخت لپاره له خپل عمله لاس په سر کېږي د دې هيلې راټوکوي چې د دوى دغه پرهېز به تلپاتي شي او له خپل عادت او عمل سره به د تل لپاره خداى په اماني وکړي.
دغه خبره همدا راز د هغو په هکله هم صدق کوي چې د چايو او قهوې په څښلو نه مړېږي او ځان ته ضرر رسوي.
د روژې روحياتي او رواني ګټې بې شمېره دي، روژه داره سړى قانع او مطمئن تر سترګو کېږي، له رواني او فکري اړخه مسترح او دمه ښکاري، له هر هغه څه څخه چې د ده روژه زيانمنوي ځان ساتي، په دې توګه په خپل سلوک او حواسو پوره کنټرول ساتي، چې د ده دا برخورد او کړنې په ټولنه کې هم په مثبته توګه منعکس کېږي، او نور خلک هم ترې متاثره کېږي. (حضرت محمد صلى الله عليه وسلم څه ښه فرمايي: ((عَنْ ابي هريرة رضى الله عنه قال، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم… واذا کان صوم احدکم فلا يرفث ولا يصخب فان سابه احد او قاتله فليقل اني امرؤ صائم.(صحيح البخاري کتاب الصوم).
ګڼ شمېر مطالعو دا په ثبو ت رسولې چې په اسلامي هيوادونو کې د جرائمو کچه د دروژې په مبارکه مياشت کې ښکته لوېږي. په يوه څېړنه کې چې په ايام بيض شوې دپولېسو دجرايمو يوه دوسيه څېړل شوې او ليدل شوې چې د قمري مياشتې په ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم باندې ډېر جرايم سرته رسېدلي وو.
نوټ: يو سړى له خوړو پرته نژدې دوه مياشتې او له اوبوپرته نژدې يوه هفته ژوند کولاى شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذونه:
http://islam1.org/iar/services/archives/2008/10/13/medical_benefits_of_fasting.php
http://jannah.org/madina/index.php?topic=1268.0
http://www.crescentlife.com/spirituality/spiritual_and_health_benefits_of_fasting.htm
http://www.crescentlife.com/spirituality/reaping_the_benefits_of_ramadan.htm
http://www.crescentlife.com/spirituality/studies_on_fasting2.htm
http://www.crescentlife.com/spirituality

/studies_on_islamic_fasting.htm


سرچينه اصلاح انلاين 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User