Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, July 17, 2011

ایا انسان خواره مو ليدلي؟

ایا انسان خواره مو ليدلي؟

bsnc
ليكنه: شیخ موسی بازماندگان
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي
سرچينه: د نوار اسلام وېب پاڼه

 
یاأیها اللذین آمنوا اجتنبوا کثیرا من الظن إن بعض الظن إثم ولا تجسسوا ولا یغتب بعضکم بعضا أیحب أحدکم أن یأکل لحم أخیه میتا فکرهتموه واتقوا الله إن الله تواب رحیم. حجرات/12
عَنْ أَبِى بَرْزَةَ الأَسْلَمِى رضی الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّه ِصلی الله علیه وسلم « يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الإِيمَانُ قَلْبَهُ لاَ تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ وَلاَ تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ فَإِنَّهُ مَنِ اتَّبَعَ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعِ اللَّهُ عَوْرَتَهُ وَمَنْ يَتَّبِعِ اللَّهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِى بَيْتِهِ ».
اِنَّ الْحَمدَ لِلَّهِ نَحمَدُه وَ نَستَعِينُه وَ نَستَغفِرُه، وَ نَعُوذُ بِاللهِ مِن شُرُورِ اَنفُسِنَا، وَ سَيِّئَاتِ اَعمَالِنَا، مَن يَهدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَه، وَ مَن يُضلِل فَلاَ هَادِيَ لَه، وَ اَشهَدُ اَن لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللهُ وَحدَه لاَ شَرِيكَ لَه، وَ اَشهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبدُه وَ رَسُولُه.
پېغمبر صلی الله عليه وسلم د ژبې او شرم ځاى د سمې ساتنې په صورت کې د جنت ضمانت ورکړی دی، نو اوس تاسې ژبه څومره په واک کې ساتلې ده؟
ژبه ستاسې شخصيت او په جنت او دوزخ کې ستاسو موقعيت تعينوي.
ایا كله هم ستاسې ژبه د الله تعالی په ذکر بوخته شوې ده؟
آیا ملايکو ستاسې خوا و شا نيولې ده؟ او كه هم له هغو غيبت کوونکو څخه ياست، چې غاښونه يې د خپلو مسلمانانو ورونو او خويندو له غوښو څخه ډک دي؟

كه په ميلمستيا كې در ته مرداره غوښه كيږدي څه به كوئ؟

اوسمهال غیبت د خلکو د خولې خواږه ګرځېدلي دي او په دې هم ښه پوهېږي چې غيبت يو خطرناک کار او د کبيره ګناهونو له جملې څخه دی، مګر لدې سره سره هم له هغې څخه ځان نه ساتي.
د مثال په ډول که چېرته مو څوک مېلمه کړي، او په خوراک کې يې درته مردارې غوښې تيارې کړې وي، نو د دا ډول مېلمستيا په وړاندې به ستاسو غبرګون څه وي؟ ایا تر اوسه مو هم دا ډول فکر کړی دی، چې هره ورځ د څومره انسانانو مردارې غوښې خورﺉ؟
د ورځې لس يا يوولس بجې چې دفتر، موسسه، مدرسه، مکتب، شرکت او يا د کار ځای کې سره راټولېږﺉ، تر څو د ستړيا د لرې کولو لپاره چای، کیک او نور څه خوراکي مواد وخورﺉ، دا ډېرې خوږې شېبې وي، خو مخکې له دې چې هغه خوږ کېک او خواږه شيان وخورﺉ د هغې لاندې د انسانانو مردارې غوښې خورﺉ؟
حيرانېږه مه! هو! غوښه خورﺉ! هغه هم د خپل مسلمان ورور او خور غوښه، هغه مزه دار او خوږ کېک په زهرجن او مردار کېک بدلېږي او له ستوني مو تېرېږي؟

دلته هم انسان خوړونكي شته

ایا د غيبت په اړه، هغه ټو احادیث چې ليدلي دې دي، کله هم په دې توانېدلې يې چې د هغې په نظر کې نيولو سره له غيبت څخه ځان وساتې؟ ایا د غيبت له مجلسونو څخه کله هم پاڅېدلی او يا دې په کې له ګډون څخه ځان ساتلی دی؟ آيا د دا ډول مجلسونو په له منځه وړلو او يا بدلون راوستلو کې دې هڅه کړې ده؟ ایا د مړي د غوښې له خوراک څخه دې کله ځان ساتلی دی؟ یا دا چې له مردار خورو څخه يې!؟ایا د غيبت له مجلسونو څخه کله هم پاڅېدلی او يا دې په کې له ګډون څخه ځان ساتلی دی؟ آيا د دا ډول مجلسونو په له منځه وړلو او يا بدلون راوستلو کې دې هڅه کړې ده؟ ایا د مړي د غوښې له خوراک څخه دې کله ځان ساتلی دی؟ یا دا چې له مردار خورو څخه يې!؟
که څوک درته ووايي، چې په دنيا کې انسان خوړونکي شتون لري، نو د هغه له له دې خبرې په حيران نه شئ؟ ولې حيرانېږﺉ؟ داخو د حيرانتيا ځای نه دی؟ ځکه ډېر انسانان په يو بل ډول خپله شپه او ورځ د انسانانو د غوښو په خوراک تېروي مګر دې خبرې ته يې هېڅ فکر نه دی.
هيله ده چې مونږ له دا ډول انسانانو څخه نه اوسو


د غيبت تعريف


غيبت یواځې دا نه دی، چې د يو سړي پسې بدې خبرې وکړو، بلکې غيبت د خپل يو مسلمان ورور په غياب کې داسې خبره کول، چې په هغه کې وي خو مخامخ پرې هغه خفه کېږي


يو څو يادونې


ښايي ځيني خلک ووايي چې زه خو غيبت نه کوم بلکې دا ټول صفات خو په هغه کې شته، هو! د دې صفتونو شتون د هغه غيبت دی، خو که په کې نه وي او په غياب کې يې ويل کېږي نو بيا تهمت دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په يو حديث کې د غيبت تعريف داسې کوي:
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا پوهېږﺉ غيبت څه شی دی؟ خلکو وويل: الله او رسول صلی الله عليه يې ښه پوهېږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل ورور داسې يادول چې د هغه نه خوښېږي، خلکو ورته وویل: که په هغه که هغه خبرې موجودې وي او مونږ يې يادونه وکړو نو بيا؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که هغه خبره، چې ته ورپسې کوې په هغه شخص کې موجود وي غيبت دي، او که هغه صفت په کې شتون ونه لري نو بيا دې پرې تور (تهمت) تړلی دی.
ځيني خلک بيا وايي، چې د هغه د ګټې او د هغه د اصلاح کېدو لپاره يې وايم، ددې خلکو په ځواب کې بايد وويل شي: که چېرته د نوموړي د اصلاح غم درسره وي، نو مخامخ ورته په ډېر ښکلي ډول ووايه چې وروره دا غلطي دې سمه کړه.
ځينو خلکو ته بيا که وويل شي، چې غيبت مه کوه نو وايی، چې زه خو يې مخامخ هم ورته وايم، مګر په حقيقت کې يې د مخامخ ويلو جرات هم نه لري.
ځيني خلک د دې لپاره چې ځانونه ډېر خبر لوڅ او چالاکه وښايی نو هر څه وايی او هر ډول غیبت کوي، او بيا ورسره دا هم وايي، چې څه دروغ خو نه وایم دا خو په کې شته دی، له دې نه دی خبر، چې دا د ابليس خولۍ يې پر سر کړې او د شيطان نمايندګي کوي، لاندې روايت ته په ځير سره متوجه شئ.
له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دی، چې فرمايی: د عربو دود و، چې په سفر کې به يې له ځان سره يو خدمتګار هم ساته، له حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عمر فاروق رضي الله عنه سره به هم په سفر کې خدمتګاران موجود و، يوه ورځ له خوبه راپاڅېدل، ګوري چې ډوډۍ يې نه ده تياره، نو يو بل ته يې وويل، لکه چې خوبونه وهي؟ خدمتګار يې را ويښ کړ او ورته يې وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورشه او ورته ووايه، چې ابوبکر او عمر خوراک غوښت (هغه خدمتګار لاړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې هغه خبره ور ورسوله) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې هغوی خو خوراک کړی دی، ابوبکر او عمر د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خبره ډېر حيران شول او دواړه هغه صلی الله عليه وسلم ته راغلل ورته يې وويل، چې هغه کس مې درته رالېږلی و چې له تاسو څخه خوراک وغواړي او تاسو ورته ويلي و چې هغوی خوراک کړی دی، مونږ څه شی خوړلی دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د خپل ورور غوښه! په هغه ذات مې د قسم وي، چې زما نفس د هغه لاس کې دی، چې زه د هغه کس غوښه ستاسو په غاښونو کې ګورم، دواړو ورته وويل، چې ای د الله رسوله! مونږ ته بښنه وکړه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې هماغه کس بايد درته بښنه وکړي




د غيبت په هكله احاديث


•    رسول الله صلي الله علِه وسلم د ژوند په اخري کال، د ذالحجې په مياشت کې د منی په ځمکه او د اختر په ورځ د مسلمانانو يوې سترې غونډې ته يوه خطبه او ګڼې توصيې وکړې او د خلکو عزت او ابرو يې د خلکو له مال او وينې سره برابره وګڼله.
له ابن عباس رضي الله عنهم څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی اختر په ورځ خلکو ته په خطاب کې وفرمايل: ای خلکو! نن د څه شي ورځ ده؟ خلکو ورته وویل: د حرام ورځ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا کوم ښار دی؟ خلکو وويل: حرام ښار، بيا يې وفرمايل: دا کومه مياشت ده؟ خلکو ورته وويل د حرام مياشت. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ستاسو وينې، مالونه او ستاسې عزت او ناموس پر يو بل باندې حرام دي، لکه ددې ورځې په شان، په دې ښار او په دې مياشت کې، بيا يې دا جمله څو ځل تکرار کړه، بيا يې د اسمان په لور وکتل او ويې فرمايل: ای خدايه! ایا ما ستا دين دې خلکو ته ورساوه؟ ایا ما ورساوه؟.
په دې حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو عزت او ابرو د هغوی له وينو او مال سره برابره ګڼلې ده، ايا بيا هم غواړو، چې د مسلمانانو غوښې وخورو؟!
رسول الله صلی الله عليه وسلم، خبرې کولې، دومره په لوړ اواز يې خبرې وکړې، چې حتی د خلکو کورونو ته یې غږ رسېده، خه يې غوښتل چې ويې وايي؟ ولې هغه صلی الله علیه وسلم دومره په لوړ اواز خبرې کولې؟چې حتی ښځو هم په کورونو کې اورېدلې؟ کومه داسې مهمه پېښه واقع شوې وه؟
•    د ابي برزه اسلمي رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په لوړ اواز خبرې کولې، تر دې چې ښځو هم اورېدې و يې فرمايل: ای هغه ډلې، چې په ژبه مو ايمان راوړی دی، او زړونو ته نه دی ښکته شوی، د خپل مسلمان ورور غيبت مه کوﺉ، او د هغوی په رازونو پسې مه ګرځئ،څوک چې د چا رازونو پسې ګرځي، الله تعالی د هغه رازونه را لوڅوي، او الله پاک چې د چا په رازونو بسې شو، تر دې چې په خپل کور کې يې رسوا کړي.
اورېدلي به مو وي، چې د سود خوړونکو سره الله پاک د جنګ اعلان کړی دی،نو د انسان د عزت سود اخستل، د هغه د پيسو د سود اخستلو څخه ډېر بد دي،سبحان الله؟ ولې لږ له ځان سره فکر نه کوې او د ژبې پړي دې دا ډول شکولي دي؟؟اورېدلي به مو وي، چې د سود خوړونکو سره الله پاک د جنګ اعلان کړی دی،نو د انسان د عزت سود اخستل، د هغه د پيسو د سود اخستلو څخه ډېر بد دي،سبحان الله؟ ولې لږ له ځان سره فکر نه کوې او د ژبې پړي دې دا ډول شکولي دي؟؟
•    له براء بن عازب څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: سود ۷۷ ډولونه لري، چې د هغې تر ټولو کمه چې هغه د خپلې مور سره زنا کول، او تر ټولو لويه يې د خپل ورور پر عزت تيری دی.
•    د سعيد بن زيد څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې تر ټولو بد ترين سود هغه د خپل مسلمان ورور عزت او ابرو له منځه وړل دي.
که روژه دې نيولي وي، او د خوراکي توکو وړې وړې ټوټې په غاښونو کې پاتې وي او هغه دې د ژبې له خوځولو سره تېرې شي نو د عالمانو پسې ګرځې، چې د روژې حکم به مې څه وي؟
ايا تر اوسه دې داسې هم فکر کړی دی، چې غيبت کوې ، د خپل مسلمان ورور غوښې دې په غاښونو کې نښتې دي، او په ډېر ارام سره يې له ستوني تېروې او په اړه يې هېڅ فکر هم نه کوې! که ته يې په خپله نه وينې نو رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د معجزې په ډول ويني.که روژه دې نيولي وي، او د خوراکي توکو وړې وړې ټوټې په غاښونو کې پاتې وي او هغه دې د ژبې له خوځولو سره تېرې شي نو د عالمانو پسې ګرځې، چې د روژې حکم به مې څه وي؟
كه څه هم چې ته يې نه وينې، مګر په باوري توګه وایم، چې د غيبت بد اثار په په خپل زړه، او روح کې احساسوې، البته که چېرته ژوندی زړه ولرې (وقال قرینه ربنا ما أطغیته ولکن کان فی ضلال بعید) ق/27
•    له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی، چې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په يوه مجلس کې وو، چې يو سړی له مجلسه پورته شو او لاړ، وروسته ورپسې يو کس څه خبره وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې غاښونه دې خلال (په اوسنۍ اصطلاح ډکی په کې ووهه) کړه هغه کس وويل، چې له څه شي، يې خلال کړم؟ غوښه خو مې نه ده خوړلې ! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د خپل ورور غوښه دې خوړلې ده


پوه شه، چې مرګ، قیامت، او حساب کتاب شته دی

څومره زر، به ملک الموت درپسې راشي، له دې نړۍ به دې پورته او په برزخ کې به دې کوز کړي، قیامت به شي او د حساب او کتاب په ورځ به الله ستاسو له ټولو خبرو او کړنو پرده پورته کړي.
په دې هم پوه شه! چې غيبت کوونکي، په برزخ کې هم سم حالت نه لري، د هغوی اوږده نوکان به له مسو او فولادو څخه جوړ شوي وي، چې د څيرونکو حيوانانو له نوکانو به ډېر قوي او خطرناک وي، ايا په لامل يې پوهېږې؟ دا ددې لپاره چې خپل بدن پرې وتوږي او له دې لامله ورته سخت درد ورسېږي.
•    له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: څه وخت چې پورته يوړل شوم (د معراج په شپه) د يوې ډلې له څنګ څخه تېرېدم، چې له مسو څخه جوړ شوي اوږده نوکان يې لرل، او په هغې يې خپلې سينې ګرولې، له جبريل عليه السلام نه مې پوښتنه وکړه: دا څوک دي؟ هغه وویل: دا هغه کسان دی، چې د خلکو غوښې يې خوړلې او د خلکو عيبونه به يې لټول.
يادونه: که دا د عامو انسانانو د غيبت سزا وي، نو د علماؤ دغيبت سزا به څه وي؟ د عالم غيبت مه کوه، ځکه د عالم غوښه زهرجنه ده، او له دې لامله به دې دين او دنيا دواړه خراب کړې




د غيبت کوونکو پر وړاندې زمونږ وظيفه څه ده؟



الف- د هغه مسلمان ورور له عزت او ابرو څخه دفاع
د اسماء بنت يزيدل رضي الله عنها څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د خپل مسلمان ورور په غياب کې د هغه له ابرو څخه دفاع وکړي، نو د دوزخ له اور څخه خلاصون يې د الله په ذمه دی.
ب- غيبت کوونکی شخص ته نصيحت وکړو او ګوت څنډنه ورته ورکړو.
له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل: چې ستا لپاره همدومره بس دی، چې په صفيه (مېرمن) کې دا او دا خبرې شته دی (راويان وايي چې مطلب يې له دا او دا څخه د هغې لنډ قد و) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا سې څه دې په ژبه وويل، چې که د درياب له اوبو سره ګډ شي نو د درياب او به به ترخې او بدبويه کړي، عايشه رضي الله عنها وایي، چې بيا مې ورته د يو کس قيصه وکړه نو ويې فرمايل چې، زما دا نه دي خوښ، چې د بل چا قيصې وکړم او خپله هم داسې او هسې يم.
له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د صفيې بنت حيي اوښ مريض شو، نو له حضرت زينب رضي الله عنها سره بل اضافي اوښ و، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل چې ته دې خپل اضافي اوښ ورکړه، هغې ورته وفرمايل، چې: هغه يهودۍ ته خپل اوښ ورکړم؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر په غوصه شو، او د ذی الحجی، محرم او د صفر مياشتې يو څه برخه يې له هغې څخه لرې تېره کړه


ج- که چېرته د غيبت کوونکي شخص د منع کولو وس نه لرو، نو مخکې له دې چې په غيبت کې ورسره شريک شو، بايد له مجلس څخه پاڅېږو


عمرو بن شعيب رضي الله عنه له خپل څخه روايت کوي، او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي، چې دوی يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې ياد کړ، چې تر هغې خوراک نه کوي، چې ورته تيار شوی نه وي، او تر هغې سفر نه کوي، چې خلک ورته د سفر وسايل برابر نه کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د هغه غيبت مو وکړ، نو خلکو ورته وويل: ای د الله رسوله! مونږ هغه څه درته ياد کړل چې په هغه کې شته دی! رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: همدومره دې بس دی، چې د خپل ورور هغه څه يادوې چې په هغه کې شته دی



د غيبت يو شمېر اسباب او لاملونه


الف: په غوصه کېدل: کله چې څوک د څه شي په واسطه له چا سره په غوصه شي
له معاذ بن انس رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، څوک چې د غوصې په حالت کې ځان کنترولولی شي او بيا په عملي ډول ځان کنترول کړي، نو د قيامت په ورځ به الله تعالی د غټو غټو خلکو په وړاندې هغه ته اواز وکړي او ددې واک ورکوي، چې د حور عين څخه هر يوه د ځان لپاره غوره کوي غوره کړي.
ب- له خپلو ملګرو سره د موافقې لپاره
ولې د خلکو خوښه د الله پر خوښې وړاندې کوﺉ؟!
ج: د نورو د خندولو او د مجلسونو د ګرمولو لپاره
بهز بن حکيم له خپل پلار او له خپل نيکه څخه روايت کوي، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم خخه مې اورېدلي دي، چې څوک چې د خلکو د خندولو لپاره دروغ وايی، هلاکت دی د هغه لپاره، هلاکت دی د هغه لپاره.
د- د نورو سره حسد، مګر خپل نېک اعمال له منځه وړي


د غيبت د اورېدو حکم


الله تعالی فرمايی:
تقف ما لیس لک به علم إن السمع والبصر والفؤاد کل اولئک کان عنه مسئولا) إسراء/36
نو دواړه په ګناه کې برابر دي


د غيبت په اړه پخواني اقوال

۱- وایی، چې يو تن حسن بصري رحمه الله ته وويلې چې اورېدلې مې دي، چې زما غيبت کوې؟ حسن بصري رحمه الله ورته وويل: ته ددې ارزښت نه لرې، چې خپلې نېکۍ تاته درکړم
۲- غيبت د فاسقانو مېلمستيا ده
۳- يو کس د يو عالم پر وړاندې د یو تن غيبت کولو، عالم ورته وويل: له روميانو سره دې جهاد کړی دی؟ هغه وویل نه! ايا له ترکانو سره دې جهاد کړی دی؟ هغه وویل نه! نو عالم ورته وویل: روميان او ترکان درنه روغ ګرځي مګر خپل مسلمان ورور درنه په امن کې نه دی؟
۴- که د روژې نيولو وس نه لرې نو د خلکو غوښې مه خوره.
۵- له عمرو ابن العاصيب څخه روايت دی، چې دی له خپلو ملګرو څخه له يوه ځاي څخه تېرېده، چې يو مردار قچر په کې پروت و، نو خپل ملګرو ته يې وويل، له دې چې څوک د يو مسلمان ورور غوښه وخوري دا ډېره غوره ده، چې دا مردار قچر وخوري


له غيبت څخه توبه

دا به ډېره غوره وي، چې له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسو؟ ځکه کېدی شي، مرګ ډېر زر راپسې راشي، خپلوان او کليوال به يو څو ورځې را پسې وژاړي، مګر پس له څو ورځو به مو بېرته هېر کړي، ځکه په خپله همدا اوس وګورﺉ، چې خپل تر ټولو نزدې ملګري او خپلوان مو په خپله خاورو ته سپارلي دي، نو راځئ چې توبه وکړو


د توبې شرطونه


۱- له ګناه څخه ځان ژغورنه،۲- د ګناه له عمل څخه په رښتيني ډول پښېماني، ۳- په زړه کې پخه اراده کول چې بيا به داسې ګناه نه تکراروي.۴- د بندګانو حقوق اداء کول.
د هغه کس چې غيبت يې شوی دی، علماء دوه ډول نظرونه لري.
الف: دا چې هغه ته ووايو، چې ستا غيبت را څخه شوی دی، او خپل حق دې راته وبښه
ب: د همغه شخص نېکۍ بيان کړو، او د خير دعا ورته وکړو.
ځکه که چېرته هغه کس ته وويل شي چې ما دې غيبت کړی دی، کېدی شي په زړه کې يې کينه پيدا شي، او اسلام د انسانانو تر منځ محبت او دوستي غواړي، مګر دا هم ددې دليل نه شي، کېدی چې څوک دې غيبت وکړي او بيا ورته دعا وکړي، چې ګناهونه يې بښل شوي دي، له همدې لامله سړی بايد غيبت ونه کړي، مګر که کله يې وکړ، نو سمدستي دې، پورته کار وکړي


څنګه غيبت پرېږدو؟

۱- هغه آيت او احادیث چې د غيبت په اړه دي په ياد ولرو.
۲- د ژبې د کنترولولو لپاره د صحابه و، تابعينو او پخوانيو نېکو خلکو ژوند ولولو.
له اسلم څخه روايت دي، چې يوه ورځ عمر رضي الله عنه د ابوبکر رضی الله عنه سره په داسې حال کې مخ شو، چې ژبه يې را کش کوله، نو عمر رضی الله عنه پرې غم وکړ چې مه کوه دا څه کوې؟! نو ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل:دې ژبې خو زه هلاک کړم، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اورېدلي دي، چې چې د بدن هېڅ غړی داسې نه دی، چې پر ځان د ژبې له تېزوالي څخه شاهدي ورنه کړي.له عبدالله بن وهب څخه روايت دی چې وايي ، هڅه مې وکړه، چې غيبت پرېږدم مګر ونه توانېدم، د هر غيبت لپاره مې يوه يوه روژه ونيوله مګر څه ګټه يې ونه کړه، تر دې، چې د هر غيبت پر ځای به مې صدقه ورکوله، چې ددې لارې د مال مينه ددې سبب شوه، چې غيبت پرېږدم.
له عبدالله بن وهب څخه روايت دی چې وايي ، هڅه مې وکړه، چې غيبت پرېږدم مګر ونه توانېدم، د هر غيبت لپاره مې يوه يوه روژه ونيوله مګر څه ګټه يې ونه کړه، تر دې، چې د هر غيبت پر ځای به مې صدقه ورکوله، چې ددې لارې د مال مينه ددې سبب شوه، چې غيبت پرېږدم.
۳- د غيبت په وخت ځان ته ووايه:
آیا د مردارو د غوښو خوراک دې خوښ دی؟
آیا غواړې چې نور خلک ستا غيبت وکړي؟
آيا غواړې، چې په قبر کې په عذاب کړی شي، او د قيامت په ورځ تر ټولو غريب شخص ته يې؟
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې ايا پوهېږﺉ، چې مفلس څوک دی؟ نو خلکو ورته وویل، زمونږ تر منځ هغه څوک مفلس دی، چې پيسې او جامې ونه لري، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما په امت کې مفلس (غريب) هغه څوک دی، چې د قيامت په ورځ به له روژې او زکات سره يوځای راشي، مګر په داسې حال کې، چې ده ته يې کنځلي کړي، په دې بل يې د زنا تهمت تړلی، د هغه بل يې مال خوړلی، دده يې وينه توی کړې، او دا يې وهلی دی، ده ته يې هم نيکۍ ورکول کېږي، او دې بل ته يې هم نېکۍ ورکول کېږي، که مخکې له دې، که نېکۍ يې مخکې له دې چې هغه څه چې پر غاړه يې دي خلاص شي، نو د هماغه خلکو ګناهونه دده پر غاړه واچوي. او له دې وروسته د دوزخ اور ته واچول شي.
ددې او دا ډولو نورو په زرګونو سوالونو ځوابونه خامخا منفي دي، نو ولې بيا هم غيبت کوې؟ لږ سر په ګرېوان کې ښکته کړه او له ځان سره فکر وکړه…!
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په دې ښکلې خبره خپله خبره لنډوو ، چې وايي:
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی، چې : قسم په هغه ذات چې له هغه پرته بل خدای نشته، چې د ځمکې پر مخ د ژبې له زندان څخه پرته بل اوږدمهاله زندان نشته


دا هم په پايله کې يو مجلس

د غيبت ناسته= شيطاني ناسته
د مجلس موضوع: د خپل مسلمان ورور ابرو له منځه وړل
د مجلس رييس: شيطان
د مجلس مدير: نفس اماره
د مجلس منشي: هوا او هوس
د مجلس وخت: فارغ وخت
د مجلس ځای: هر چېرته چې خدای هېر وي
د مجلس ګډونوال: د کمزوري ايمان خاوندان
د مجلس د هرکلي مواد: د خپل مسلمان ورور غوښه
په دې مجلس کې له ګډون څخه په جدي توګه ځان وساتئ



منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User