مولانا سردار ولي ثاقب
- بدکاري انسان مصيبتونو ته راکاږي .
- په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي .
- د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .
- په زړه باندى مهر لږيږي .
- د انسان د ذلت لامل ګرځي .
- د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي.
- د انسان زړه توروي .
- انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي .
- قحطى ورسره راځي .
- د انسان علم له مينځه وړي .
- د انسان زړه سختوي .
- د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
- انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږى .
- د انسان نيک عمل خرابوي .
- که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي .
- د قرانکريم له علمونو څخه ګټه نشى اخيستلاى .
- انسان په يو پسى بلې ګناه ته هڅوي .
- د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي .
- د دنيوى عذاب سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .
- د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي .
- د انسان ژوند تنګوي .
- د مخ توروالى ورسره راځي .
- د انسان د شرميدلو لامل ګرځي .
- انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي .
- د انسان د عمر برکت له مينځه وړي .
- د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي .
- انسان د ګناه سره عادت کيږى .
- ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي .
- د رب العالمين په وړاندى انسان سپکيږي .
- نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري .
- ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي .
- د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه داقول نقل دى .
- انسان د لعنت مستحق ګرځي .
- انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه محروميږي .
- انسان پرى جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه.
- په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي .
- د انسان غيرت ختموي .
- د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي .
- انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله الله تعالى به دوى هير کړي .
- انسان د اخلاص او احسان له دايرى اوباسي .
- د انسان د غم لامل ګرځي .
- د انسان اړيکى له رب العالمين سره ختميږي .
- د نعمتونو څخه محروميږي .
- د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې وي .
- د انسان زړه د استقامت له دايرى اوباسي .
- د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي .
- انسان د ابليس عليه اللعنت په لومو کې ښکيليږي .
- د انسان جاه او عزت له مينځه وړي .
- انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً چې فلانکى زنا کار دى اويا د لواطت په عمل کې دى.
- د نفس ډاډ ورباندى کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي .
- د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى.
- انسان کم همته کوي .
- د اعمالو خوند او برکت پرى له مينځه ځي .
- انسان پرى د ملايکو د دعا څخه محروميږي.
- انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي .
- تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوى ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي .
- دايمى فقر ورباندي راځى .
- نفس پرى خبيثيږى .
يادونه: دا مضمون په دغه ويب پاڼو کې هم کتلاى شئ:
جمع او ترتيب: شيخ القران مولانا سردار ولي (ثاقب)
نشر او اشاعت: مدرسة تعليم القران والسنة جلال آباد نارنج باغ (٥) ناحيه.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.