Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه

صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه



دکتور عزت الله مدقق*
له روژې وروسته د سرسايې يا صدقة الفطر ورکول د هر په شرايطو پوره مسلمان له وجايبو څخه ده. له لويه سره، په ټوله روژه کې بايد مسلمانان د سخاوت روحيه ولري او زياتې صدقې ورکړي، خو په اخر کې يې د يوې معينې اندازې صدقه ورکول واجب شوي چې دا په اسلامي ټولنه کې د اقتصادي تړون او همبستګۍ په خاطر ده.
د سرسايې فلسفه
که څه هم د روژتي لپاره د صدقة الفطر د ورکولو حکمت په روژه کې دممکن نقصان جبيره کول ښوول شوي، خو ټولنيزه فلسفه يې د بې وزلو او نېستمنو خلکو سره مرسته او لاسنيوى دى. رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) ټينګار کړى چې د اختر په مناسبت بايد له بې وسه او مسکين سړي سره مرسته وشي او هغه له سوال او احتياجه خلاص کړ شي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي:  (( اغنوهم عن المسالة في مثل هذا اليوم)) يانې په دغه شان ورځو کي فقيران او مسکينان له سوال کولو څخه مستغني ( بي پروا) کړئ .
او همدارنگه وکيع بن الجراح رحمه الله وايي: ( د رمضان مياشتي صدقة الفطر    (سرسايه) داسي ده لکه سجده سهوه په لمانځه کي چي د لمانځه ټول نقصان      ختموي همدارنگه سرسايه د روژي ټولي نيمگړتياوي له منځه وړي.
صدقة الفطر (سرسايه) اصلا د هجرت په دوهم کال په کوم کال چي روژه هم فرض شوي لازمه شوې ده د حکم له مخې، د فطر صدقه واجب ده. د وجوب له دلايلو څخه يي د ابن عباس (رضي الله عنه) خبر دي  چي فرمايي: (( فرض رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) زکاة الفطر طهرة للصايم من اللغو والرفث وطعمة للمساکين …)) رواه ابوداود.. ترجمه : فرض (واجب) کړي ده  رسول الله د فطر صدقه چي  د روژه  نيوونکي  د بي هوده خبرو او چټياتو پاکونکې ده اود مسکينانو لپاره طعام دي.
په چا باندي واجب ده؟
د احنافو ( زمونز په مذهب ) کي په هر مسلمان,آزاد ,صغير ,کبير,نارينه ,زنانه,عاقل,او ليوني چي د کور له حاجت نه علاوه د نصاب مالک وي واجب ده. سړي به د خپل ځان ,کوچنيانو (ځامنواو لورگانو) او هغه غلام چي د خدمت لپاره وي سرسايه ادا کوي . او که چيرته دمشرانو ځامنو , ښځي ,مور ,پلار او وروڼو صدقة الفطر (سرسايه) د هغوي له امره پرته ادا کړي استحساناً صحيح کيږي.
څه وخت به يي ورکوي؟
د اچي صدقة الفطر (سرسايه) د اختر د ورځي په سهار ختلو سره واجبيزي خو جايزه ده چي د رمضان په مياشت کي له واجب کيدو څخه مخکي ورکړل شي. او له خپل وخت څخه په تاخير سره نه ساقطيږي بلکه ورکول يي حتمي دي .
له کوم جنس څخه څومره ورکول کيږي؟
په حنفي فقه کي د ثعلبه (رضي الله عنه ) دحديث له مخي په څلورو شيانو(غنم ,خرما,اوربشي او مميز(کشمش) کي واجبيزي چي فرمايي: خطبنا رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) فقال :    (( ادوا عن کل حر وعبد نصف صاع من بر او صاعا من تمر او صاعا من شعير…)) رواه ابوداود .  يعني په غنمو کي نيمه صاع (پيمانه) او په باقيمانده شيانو کي يوه صاع واجب ده.  د امام ابوحنيفه او محمد (رحمهما الله ) په نزد نيمه صاع غنم څلور (4) عراقي رطله چي (1900) گرامو سره مساوي کيږي يعني سل گرامه کم دوه کيلو کيږي , او يوه صاع اته عراقي رطله چي (3800) گرامو سره مساوي ده. په حنفي مذهب کي د نوموړو شيانو قيمت ورکول جايز دي ځکه د صدقة الفطر (سرسايي) حکمت دادي چي مسکينان له سوال کولو څخه منعه شي فلهذا قيمت ورکول له اجناسو څخه بهتر او ښه دي. او جمهورعلماء وايي : بايد ذكر شوي اجناس په (سرسايه) كي وويستل شي.
30 افغانۍ
نن سبا د يوه سړي صدقة الفطر (سرسايي) قيمت تقريبا ( 30) افغاني  کيږي خو بهتره داده چي د قيمتونو داختلاف له كبله د صدقة الفطر (سرسايي) ورکولو په وخت کي د (1900) گرامو غنم يا قيمت ورکړل شي.
غوره طريقه کومه ده؟
ټول فقها‌ء په دي متفق دي چي د اختر په ورځ وروسته له سهاره, مخکي د اختر له لمانځه څخه صدقة الفطر (سرسايه) ورکول مستحب او بهتر دي تر څو فقيران په اطمنان سره په عبادت کي شريک شي او د سوال کولو د تشويش څخه خلاص شي.
څوک مستحق دي؟
دا د نورو صدقو په شان فقيرانو , مسکينانو , قرضدارانو ,د الله په لاره کي طالب علمانو مجاهدينو,  مسافرينو ( اگر که په وطن کي غني وي) ورکول کيږي , اوکه دا فقيران يي خپل خپلوان هم وي بلکه په خپلو خپلوانو چي مستحق وي ډير ثواب لري.
يواځې مور، پلار، نيا او نيکه او همداسي پورته نياگانې او نيکو ته به يي نه ورکوي که فقيران هم وي په همد ي توگه زوى , لور, او د هغوي اولادونو ته به يي نه ورکوي او ښځه به يي خپل خاوند (ميړه) ته او خاوند خپلي ښځي ته نه ورکوي نورو ټولو خپلوانو ته چي مستحق وي صدقة الفطر (سرسايه) ورکول کيداي شي.

* د دعوت پوهنتون د شرعياتو پوهنځی استاد

سرچينه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User