Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 6, 2011

دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟


دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟


لیکنه:  محمد الیاس عـادل

ژباړه: ام سمیه نائـب

له جلال اباد څخه
الله عزوجل او د هغه رسول محمد صلی الله علیه وسلم د انساني فطرت د غوښتنو مطابق د بدکاریو د دروازو دبندولو په هدف ښځـو ته دپردې او حجاب حکم کړی دی.
د پردې فـرضیت او دهغې اهمیت له قـرآن کریم او احادیثو مبارکو څخه ثابت دی ، قـرآن کریم کی الله تعالی پر ښځو باندی حجاب فرض کړی او فرمایلي یې دي چی: (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى…) [سورة الاحزاب 33] تاسې په خپلو کورونو کی دننه اوسئ او بې پردې دباندې(بیرون) مه وځئ لکـه څنکه چې پخوا دجهالت په زمانه کې ښځـې بې پردې دبانــدې وتلې .
په دې آیه کې الله عزوجل په ډیر واضح ډول پر ښځـو دحجاب (پردې) حکم فرض کړی دی او دا یې ورته ویلي دي چې په کورونو کې دننه اوسئ او دجهالت د زمانې دبې حیایۍ، بې پردګۍ او رواج پریږدئ.
دجهالت په زمانه کې دمشرکانو دا رواج ؤ چې دهغوی ښځو به سینګار کړې او بې پردې له کوره وتلې او په بازارونو او میلو کې به له نارینه وو سره اوږه په اوږه ګرځیدلې، اسلام له داسی بې پردګۍ او بې حیایۍ نه منع کړې او حکم یې ورته وکړ چې ښځې دې په کـورونو کې اوسـي او بې له ضرورته دې بهر نه ځي او د کوم ضرورت له مخې که هغوی له کـوره وتلو ته اړ شوې، نو د جاهـلیت دزمانې په څیر دې له کـوره نه وځي، بلکـې په پرده کې دې خپل حـاجت پوره کړي.
په یو حدیث کې رسـول الله صلی الله علیه وسلم فـرمایلي دی چې:- ” المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان ”

صحيح الترمذي رقم 936
ښځـه په پرده کي د ساتلــو شـي دی، کوم وخت چې هغه  بې حجابه له کوره وځي نو شیـطان ورته ګوري او د(استشرفها) معنی داهم ده چې شیطان هغه د نارینه وو په نظر کې ډیره ښکلې کړي.
دبل حدیث مفهوم دی چې د سینګار کړې او په ناز ناز تګ کوونکې ښځـې مثال د هغې تیارې کومه چـې هیڅ رڼا نه لــري. ترمذی
همــدارنګـه ابوموسی الاشعـري رضي الله تعالی عنه نه روایت دی، چې رســول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (إِذَا اسْتَعْطَرَتْ الْمَرْأَةُ فَمَرَّتْ عَلَى الْقَوْمِ لِيَجِدُوا رِيحَهَا فَهِيَ كَذَا وَكَذَا قَالَ قَوْلًا شَدِيدًا- يَعْنِي : زَانِيَةً) رواه أبو داود (4173) والترمذي (2786)
کومه ښځه چې عطر ووهي او نامحرمو نارینوو څنـګ کـې تیره شي تردې چې خلکــو ته ددې خوشــبویي ورسیـږي نو هغه داسې او داسې ده ، ډیره سخته خبره یې وکړه (یعنې زنا کاره ده).
درنو خویندو!
نن سبا چې کومې ښځې سینګار وکړي، نازکه لباس واغوندي، عطر ووهي او بې حجابه په بازارونو اوپارکونو کې ګرځي راګرځي هغوی دې ددې احادیثو په ړنا د ځان په هکله فیصله وکړي چې څوک دي، په کوم حالت کې قرار لري او په څومره ګناه کې واقع دي؟
اې دالله عزوجل بندګانو!
تاسې د الله تعالی په فضل سره مســـــلمانان یاست او الله جل جلاله تاسې د ایمان په دولت ښایسته کـــړي یاست نو ستاســــود ایمان تقاضا داده چې تاســـې د الله تعالی او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم حکمــــونه واورئ او عمل پرې وکړئ، لکه څنګه یې چې درته امر کړی په هماغه طریقه په پرده کې واوسئ.
دخپل خاوند، پلار او دنیکــــونو عزت او ناموس مــــه بربادوئ، دا د فانی دنیا څو ورځنی ژوند دی، یاد وساتئ یوه ورځ خامخا مـړه کیدل دی او د قیامت پر ورځ به دالله تعالی او دهغه رســــول صلی الله علیه وسلم مخامخ کیږو اودقبر او جهنم عذابونه رایاد کـــــړئ او له هغو نه دخلاصون لـــپاره په دنیا کې خپل اعمال دالله تعالی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم په طــــریقه جوړ کړئ.
د ښـــــــځې عــــــــــزت د هغـــــې په پــــــــرده کې دی !
نــــن ســــبا د اســـلام دښـــمنان د مسلمانانو ښځـې راپاروي او دا ورته وائي چې اســلام ښـځې په پرده کې ســــاتلې او دا ستاسې بې عـزتي ده، نو ددې لپاره ښــــځې باید لــــه پردې څخه را وویستل شي او په هر ډګر کې د نارینوو ســــــره اوږه په اوږه ودریږي.
قدرمنو مسلمانو خویندو! تاسې ښه غـور وکـړئ چې ددوی دا خبرې او تهمتونه دومره ذلیلــــه، پست او د چــل او دهـــوکې نه ډک دي چــې شاید شیطان هم سوچ پرې نه وي کـــــړی.
ای دالله عزوجل بندګانو! تاسې انصاف او مقایسه وکړی چې په دنیا کې ټـول کتابونه بې پردې پراته وي، مګر قـرآن کریم تل په غلاف(پرده) کې ساتل کیــږې، نو تاسې ووایی چې په قـــرآن کریم باندې غلاف خورول د هغه عزت دی که بې عزتي؟ او همدارنګه دالله پر کور کعبه باندی هم غلاف خپور دی چې دا غلاف او پرده دهغې دعزت او احترام نښه ده .

منبع : اصلاح انلاين

1 comment:

  1. الله تعالی دی تا ته جنتونه نصیب کړي د داسی مقالی په لیکلو سره مونږ او زمونږ مسلمانو خویندو ورونو ته دی الله تعالی هدایت نصیب کړي. کور دی ودان خدای دی نور هم توفیق درکړي.

    ستاسو ورور مزمل شاه وطندوست

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User