| حضرت بايزيد بسطامي او د مور خدمت |
|
|
|
| ژباړه :: محيب رحمتي |
حضرت بايزيد بسطامي د الله تعالى نیک انسان و، ده د خپلي مور خدمت تر ټولو لوى عبادت او د دې رضا د دنيا تر ټولو لوى نعمت باله.يوه شپه يې مور اوبه ترې وغوښتې،حضرت بايزيد پياله واخيسته په اوبو پسې و لاړ، منګى يې وكوت چې خالي دى،په كوم بل لوښي كې هم اوبه نه وې، په اوبو پسې د رياب ته لاړ، په دې شپه كې سخت يخ و، كله چې يې له درياب څخه راوړې مور يې ويده شوې وه. حضرت بايزيد پياله په لاس د مور ښۍ خوا ته ودرېد،د يخ له امله ډېر په تكليف و، خو د تكليف كومه پروا يې ونه كړه، پټه خوله ولاړ و، څه موده وروسته يې مور ويښه شوه، ګوري چې حضرت بايزيد له پيالې سره ورته ولاړ دى، مور يې پورته شوه اوبه يې وڅښلې او وېې ويل : - زويه! تا ولي دومره تكليف وكړ،اوبه به دې زما له څنګ سره ايښې وى، كله چي راپورته شوې وى، خپله به مې څښلې وى . حضرت بايزيد ورته و ويل : - تا له ما څخه اوبه غوښتې وې، له ما سره د دې خبرې وېره وه، داسي نه چي ته راكېنې ا و زه ستا مخې ته نه يم . مور چي يې دا واورېدل ډېره خوشحاله ، دعا يې ورته وكړه.
منبع :سپین غر
|

حضرت بايزيد بسطامي د الله تعالى نیک انسان و، ده د خپلي مور خدمت تر ټولو لوى عبادت او د دې رضا د دنيا تر ټولو لوى نعمت باله.