Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, May 4, 2011

په اختلافي مسایلو کې تحمل په کار دی




په اختلافي مسایلو کې تحمل په کار دی


که چیرې په اتفاقي مسایلو کې تعاون او مرسته واجب ده نو په اختلافي مسایلو کې تحمل او تسامح واجب دی.
په همدې سره هغه طلایي قاعده په خپلو دواړو اړخونو سره پوره عملي کیدای شي، کومه چې علامة سید محمد رشید رضا رحمه الله (د مجلة المنار) او (تفسیر المنار) مصنف د دې امت لپاره ایښې ده.
دا قاعده وايي: (نتعاون فیما اتفقنا علیه، و یعذر بعضنا بعضا فیما اختلفنا فیه) په اتفاقي مسایلو کې به یو د بل مرسته کوو او په اختلافي مسایلو کې به یو او بل معذور ګڼو.
امام شهید حسن البنا رحمه الله د دې قاعدې د عملي کولو سخت حریص وو، په خپل فکر او عمل دواړو به یې د دې قاعدې خیال ساته، تردې چې ډیرو د ده ملګرو او شاګردانو داسې وانګیرله چې د دې قاعده بنسټ خپله حسن البنا ایښی.
له تسامح او تحمل څخه مقصود دا دی چې: په اختلافي مسایلو کې د هیڅ رایې لپاره د بلې رایې په وړاندې تعصب ونکړو، د بل مذهب په وړاندې تعصب ونکړو، د بل امام په وړاندې تعصب ونکړو، بلکې د تحمل او معذور ګڼلو شعار پورته کړو کله څرنګه چې د منار څښتن رحمة الله علیه پورته کړی وو (په اختلافي مسایلو کې به یو او بل معذور ګڼو).
تسامح او معذور ګڼل د ځینو اساساتو په عملي کولو سره منځته را ځي چې د هغو نه ځینې دلته یادوو.
الف: د نورو د رایې احترام:

یو د اساسي او مهمو ټکو څخه شمیرل کیږي ترڅو سره ښکیل اړخونه نیږدي شي او د اختلاف تیزوالی یې پڅ شي، د مخالفې رایې احترام، د نورو د نظریاتو تقدیر، د نورو نظریاتو او اجتهاداتو ته اعتبار ورکول او په اړه یې اهتمام کول.
دا خبره په یوه اصل او قاعدې ولاړه ده چې وايي: هرهغه احکام چې قطعي نه دي قابل د اجتهاد دي، نو کله چې قابل د اجتهاد وي اختلاف هم مني.
هغه څه چې اجتهاد نه مني هغو ته (قطعیات) وايي لکه څرنګه مې چې په څو ځایونو کې د دې یادونه کړې دا قطعیات د دې امت فکري یووالی را منځته کوي په شعوري او عملي اړخونو کې یې وحدت را ولي، مناسب نه ده چې څوک دا قطعیات په ظنیاتو واړوي، او مجادله خوښونکي یې په اړه مجادله او منازعه وکړي ځکه ثابت دي هیڅ د شک او شبهې ځای په کې نشته، ښکاره ده چې په عملي احکامو کې د قطعياتو برخه ډیره کمه ده، ډیری د احکامو ظنیات او قابل د اجتهاد دي.
پرته له شکه دا د الله له لوري په خپلو بنده ګانو یو لوی رحمت دی، پراخي او وسعت دی، که چیرې رب تعالی جل جلاله غوښتی نو پرموږ به یې د اجتهاد لاره بنده کړې وی، په هرڅه کې به نص وو او هر نص به قطعي وو پرته له یوې وجې څخه به یې د نورو احتمال نه درلود.
خو رب تعالی پرموږ رحم کړی او موږ ته یې وسعت را کړی، له ډیرو څیزونه څخه پرته له نسیانه چوپ پاتې دی، ډیر داسې کارونه شته چې نه په قرآن او نه هم په سنتو کې د هغه حکم څرګند دی، دا د رب تعالی رحمت دی او زموږ رب تعالی هیڅ وخت هیروونکی نه دی، د کومو کارونو په هکله چې نصوص راغلي ډیر یې قابل د دې چې په مختلفو لارو تفسیر او توضیح شي، ځکه دا رنګه نصوص د یوې نه زیاتې معنا ګانې لري او د خلکو فهم او درک هم سره مختلف دی چې په پایله کې مختلف احکام ترې استنباطیږي ترڅو په نړی کې خواره واره خلک را ټول کړي، په دې خلکو کې داسې کسان شته چې د نص په ظاهر عمل کوي، داسې کسان شته چې د نص روح او مفهوم ته ګوري، داسې کسان شته چې په طبیعت کې متشدد دي، داسې کسان شته چې آساني خوښوونکي دي، په همدې سره ټول خپل ځانته غوره حکم له دې نصوصو څخه پیدا کولی شي.
نو که چیرې زه د دې حق لرم چې د نصوصو په فهم او درک کې اجتهاد وکړم خپل نظر څرګند کړم، یا په هغه څه کې اجتهاد وکړم چې په اړه یې نص نشته لازمي ده چې بل چا ته هم د دې حق ورکوم چې په همدغه مورد کې خپل نظر څرګند کړي اجتهاد وکړي، که داسې نه وی نو زما او د هغه توپیر به چا څرګندولو.
کله چې زما نه پرته نور هم د اجتهاد حق لري، نو اجتهادي موضوعات خو ټول د یوې نه د زیاتو معناګانو احتمال لري او د انسانانو فهم او درک هم په یوه شان نه دی همدا لامل دی چې په اړه یې نظریات او افهام سره مختلف کیږي که داسې نه وی نو اجتهادي به نه وو.
دا څرګنده نه ده چې کوم نظر د نظریاتو حق او صواب دی موږ په خپل فکر سره عمل کوو د هغه چا په قول او نظر عمل کوو چې هغه راته حق ښکاري، د رب تعالی حکم خو یو دی کیدای شي ځینو کسانو هغه په خپل اجتهاد کې را نغښتی وي سره د دې چې موږ نه پوهیږي چې څوک ورته رسیدلي، کیدای شي ځینې په کې خطا او اشتباه شوي وي سره د دې چې موږ دا کسان هم نه پیژنو چې څوک خطا شوي، خو یوه خبره معلومه ده چې په اجتهادي مسائلو کې هیڅوک هم ګنهکار نه دی، خطا شوی عالم هم اجر لري ځکه اجتهاد یې کړی، لکه څرنګه چې همدا خبره په حدیث شریف کې واضح ده که چیرې حق ته د رسیدو له ثواب څخه محروم دی خو د اجتهاد له ثوابه نه دی محروم.
امام شافعي رضی الله عنه د فرعي او جزئي (اجتهادي) مسایلو په هکله خپل نظر داسې ښيي، (زما نظر حق دی خو د خطا احتمال لري، د نورو نظر خطا دی خو د حق احتمال لري). د دواړو لوریو خبره احتمالي ده، د هر مجتهد نظر د خطا او صواب احتمال لري، دا خبره د دواړو لوریو فاصلې را لنډولی شي.
دا د امام شافعي رضی الله عنه د انصاف څرګندونه کوي، د هغه په پراخ علم او وسیع نظر دلالت لري.
یو نظر داسې هم دی چې اجتهادي نظریات کله چې د اهل الاجتهاد څخه صادر شي ټول حق دي، او د خدای جل جلاله حکم په یوه مسأله کې کیدای شي متعدد وي نو صواب ټول هغه څه دي چې مجتهدین یې بیانوي همدې خبرې ته په راتلونکې بحث کې اشاره کوو.
د حق د تعدد امکان:

دا خبره هم په تسامح او معذور ګڼلو کې ډیره مرسته کولی چې ووایو امکان لري صواب او حق متعدد وي په همدې بنسټ د نورو رایې او نظر ته احترام وکړو.
دلته یو سوال واریدیږي او ځواب یې ضروري دی چې وايي: آیا په یوه موضوع کې د حق او صواب تعدد امکان لري؟ حال دا چې صواب او حق تل یو وي د تعدد احتمال یې نشته.
ځواب: د اصول فقې د علماوو څخه یوه ډله په دې نظر ده چې حق او صواب د احکامو په فروعو کې متعدد کیدلی شي، په هره مسأله کې حق او صواب هغه څه دي چې د مجتهد فکر ور رسیدلی، په هر رنګه اجتهاد کې دا خبره د دوی په نظر امکان لري چې حق او صواب متعدد شي، باک نلري چې د اجتهادونو نتایج او پایلې مختلفې وي، ټولې سمې دي، آن تردې که د دوو مجتهدینو نظریات یو د بل سره ضد هم وي لکه یو مجتهد په مساله کې د حرمت حکم مني بل همدا خبره حلال او مباح کار بولي، یو یې واجب بولي بل یې نه بولي، دا ډله د اصولیینو د اصول فقې په علم کې د (مصوبة) په نامه سره شهرت، دوی خپل دلایل لري، او د دې نظر مخالفین هم خپل ردود او دلایل لري.
بلکې دا موضوع د ځینو سلفو علماوو څخه هم په غیر اساسي اعتقادي مسایلو کې نقل شوې، هغه مسایل چې دې امت يې په هکله اختلاف کړی، هغه مسایل چې په اړه یې قطعي نص او دلیل نه وي وارد شوی لکه د بنده ګانو افعال، د ګناهونو اراده او دیته ورته نور، د عبدالله بن الحسن العنبري څخه روایت دی چې وايي: هغه کسان چې د دارنګه موضوعاتو په هکله یې اختلاف کړی داسې یو قوم وو چې د الله عظمت او لويي یې ساتلې وه، داسې قوم وو چې د رب پاکي یې منلې وه.
دا خبره په ډیره دقیقو مسایلو کې قابل د قبول ده چې بشر یې په اړه د قدیم الایام څخه اختلاف لري، مجتهد انشاء الله مأجور دی اګر که خطا هم شي، امام ابن تیمیة او ابن القیم هم په همدې نظر دي.
خو هغه کسا چې وايي مجتهد په اطلاق سره حق ته رسیدونکی نه دی جمهور علماء د دې امت دي، وايي چې مجتهد کیدای شي حق ته ورسیږي کیدای شي خطا شي، د قرآن او سنتو ظاهر نصوص هم د همدې خبرې تایید کوي دلایل یې قوي کوي، خو د دې ټولو سره سره بیا هم ځینې داسې حالات شته چې حق او صواب پکې متعدد کیدلی شي.
د شارع د حکیمې ارادې له مخې ځینې موارد په مختلفو لارو را رسیدلي، چې هره طریقه منل شوې او حق ده.

د دې خبرې ښکاره مثال د قرآن کریم د قرائتونو تعدد دی، کوم چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت په قطعي تواتر سره روایت شوي او موږ یې تاثیر په اوو یا لسو مشهورو قرائتونو کې ګورو، دا قرائتونه مسلمانان په هر ځای کې آوري، خو په خپل دین کې یې کوم حرج نه بولي، د همدې قرآئتونو په بنسټ مختلف قرآنکریمونه هم چاپ شوي، د ختیځو هیوادو لپاره د حفص په روایت قرآنکریمونه چاپ شوي او د لودیځو هیوادو لپاره د ورش په روایت قرانکریمونه دي.
د دې تعدد اصل همغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تعلیم دی چې اصحابو کرامو ته یې ورکړی، په مختلفو وجهو او ډیرو لهجو یې د قرآن زده کړه ورکړې، تردې چې په لمړي سر کې اصحابو کرامو یو د بل سره اختلاف هم وکړ خو بیا وپوهیدل چې ټول په حقه دي او دا کار د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مقصود دی، نو ځکه یې ابن مسعود ته هغه وویل چې د بل صحابي سره یې د قرآن په کوم آیت اختلاف راغی: (دواړه یې سم وایۍ) لکه چې مخکې دا موضوع په څه نا څه تفصیل سره تیره شوه.
ځینې نورې داسې قضیې هم شته چې په اړه یې کیدای شي حق او صواب متعدد شي خو په ځینو شرایطو او قیودو سره.
په دې معنا چې کیدای شي صواب او حق د یوه مجتهد سره په یوه وخت کې وي خو د بل مجتهد سره په بل وخت او زمانه کې.
یو مجتهد کیدای شي ځای، ټولنې او چاپیریال ته په کتو په یوه قضیه کې په خپل نظر حق ته رسیدلی وي، خو کیدای شي د بل مجتهد په نسبت نه وي رسیدلی، ځکه دار اسلام د دارالکفر څخه توپیر لري، دارالسنة د دارالبدعت سره توپیر لري، صحرا د ښار څخه توپیر لري، نو کیدای شي یو مجتهد یادو شوو ځایو ته په کتو په یوه ځای کې په حق وي، خو په بل ځای کې بل مجتهد په حق وي.
همداسې حالات هم مختلف دي کیدای شي په یوه حالت کې یو مجتهد په حق وي او په بل حالت کې بل مجتهد، نو د ضعف او کمزوری حالت د قوت له حالت څخه توپیر لري، متزلزل حالت د مطمئن حالت څخه توپیرلري، همداشان د ضرورت حالت د پراخی له حالت څخه مختلف دی، نوی د اسلام منونکی کس د هغه کس سره توپیر لري چې په اسلام کې پوخ وي.
یادو شوو ټکو ته په کتو محققینو دا ویلي چې فتوا د زمان او مکان، حالت او عرف په تغیر سره ضرور تغیر خوري.
دا یوه مشهوره قاعده ده، او الله جل جلاله ماته د دې توفیق راکړ چې دلایل یې د قرآن او سنتو، د صحابه وو او امامانو د لارښوونو په رڼا کې را جوت کړم. چې زما د هغو درسونو په لړی کې چې د (شریعت په پراخی او آسانی) مې وړاندې کړي موجود دي.
د حقیقت او واقعیت تغیر د زمانې د تغیر په اساس سره هم کیدلی شي، وینو چې اصحابو کرامو داسې احکام تایید کړي کوم چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې نه وو، ځکه همدا د زمانې او وخت غوښتنه وه لکه عمر رضی الله عنه چې د سواد عراق ځمکې د فاتحینو ترمنځ تقسیم نکړې دا کار خلاف د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کړنې وو ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خیبر ځمکې تقسیم کړې وې.
همدارنګه عثمان رضی الله عنه د ټولو قرآني ټوټو څخه یو قرآن ولیکه او نور یې ټول وسیځل، تر څو د اختلاف سبب ونګرځي.
همدا شان علي رضی الله عنه د جوړوونکي د لاس لاندې متاع د هلاکت ضمانت په جوړوونکې ایښی دی په خلاف د هغه څه چې مخکې یې جریان درلود، ځکه همدا د وخت غوښتنه وه، کله چې چا پوښتنه ترې وکړه نو ورته ویې ویل: (همدا کار د خلکو په ګټه دی).
ګورو چې د فقې امامانو هم د خپلو استاذانو او شیخانو سره د زمانې په تیریدو اختلاف کړی، د فقې تاریخ دا خبره ښکاره ثبت کړې لکه چې په ځینو اختلافاتو کې د ابوحنیفة، ابویوسف او محمد ترمنځ ویل کیږي چې دا اختلاف د وخت او زمانې دی نه اختلاف د حجت او برهان.
همدغه د زمانې ضرورتونو امام ابن ابي زید القیرواني د (الرسالة) مصنف دیته ودار کړ چې د حراست لپاره د سپي ساتلو اجازه ورکړي او دا فتوا خلاف د امام مالک صیب د مذهب ده کوم چې د ده امام دی، ځکه د مالک صیب په مذهب د سپي ساتل مکروه دي، کله چې ځینو خلکو په دې کار سره ملامت کړ نو ورته ویې ویل: که چیرې امام مالک زموږ په زمانه کې ژوندی وی نو د ځان لپاره به یې داړونکی زمری ساتلی وو.
په همدې بنسټ کله نا کله د مکان په اعتبار هم صواب او حق تعدد مومي، د فتوا او حکم په ټاکلو کې تاثیر پیدا کوي، همدغه نظر فقهاء دیته متوجې کړي چې د داراسلام لپاره جلا احکام وښيي او د دارالکفر او دارالعهد لپاره جلا، آن تردې چې امام ابوحنیفة په فاسدو عقدونو معامله د داراسلام خارج جایزه بللې، لکه ربا، خو چې په رضایت سره وي نه په کراهیت سره، خیانت په کې نه وي له غدر څخه لرې وي.
فقهاء وایي چې له فرضو څخه منکر ته مرتد ویلی شو، همداشان له هغه څه څخه منکر ته مرتد ویلی شو چې د دین له لحاظه معلوم وي، خو که چیرې یو کس د ښار، تعلیم او تربیې څخه لرې وي او له یادو شوو شیانو څخه منکر شي هغه معذور ګڼل کیدلی شي، یو بل چانس ورته ورکول کیدلی شي ترڅو د علم زده کړه وکړي. چې دا حکم هم د مکان په تغیر سره تغیر شوی.
همدارنګه حق او صواب د حالاتو په تغیر سره هم تغیریدلی شي، دغه حالات کیدی شي فردي یا اجتماعي وي، په دې اړه ډیر مثالونه او احکام لرو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم به یو سؤال په مختلفو ځوابونو سره ځوابولو د سوال کوونکو حالات به یې په خپل ځواب کې مراعاتول، لکه یو ډاکټر چې دواء د مریضانو د حالاتو سره سمه توصیه کوي، همدارنګه به هغه مبارک د ځینو خلکو اشتباهات منل او د ځینو نورو نه به یې همغه اشتباه نه منله د بیلګې په توګه کله چې اعرابي په جومات کې بولې وکړې اصحابو کرام ورته په غوصه شول خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم په نرمی سره خپلو اصحابو ته امر وکړ چې(بولې مه پرې قطع کوي اوبه پرې ورواچوئ، تاسې اساني غوښتونکي مبعوث شوي یاست نه سختي کوونکي) هغه مبارک په ضمني توګه اصحاب کرام په دې وپوهول چې اعرابي لا تر اوسه د اسلام په ادب نه دی پوهیدلی نو ځکه مخکې له دې چې پوه شي تأدیبول یې ښه نه دي.
په همدې بنسټ په شخصي حالاتو کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له فتوا څخه د عام حکم اخیستل لازمي نه دي، ځکه کیدای په دا رنګه فتوا کې حکم خاص وي یوازې د سوال کوونکي د حال مراعات په کې شوی یي، همدې ټکي ته په کتو د اصولو علماء وايي: معین حالات عموم نه لري.
همدا شان اصحابو کرام رضی الله عنهم هم د خلکو حالاتو ته په کتو فتوا ورکوله، په هغه څه به یې معالجه کوله چې د حالاتو سره به مناسب وو.
همدا لامل دی چې د دوی حکمونه په ځینو قضیو کې مختلف دي لکه د شرابو د څښونکي په مورد کې، ابوبکر رضی الله عنه به څلویښت دورې ورته کافي بللې، خو عمر رضی الله عنه څلویښت نورې هم پرې زیاتې کړې اتیا دوري یې ورته مناسب وبللې، عمر رضی الله عنه ځینې خلک لیدل چې شرابو ته میلان لري نو ځکه یې د حالت سره سم په جزاء کې زیاتوالی راوستلو.
عمر بن عبدالعزیر رضی الله عنه وايي: (د خلکو د ګناهونو په پایله کې د مجازات ګراف لوړیږي). یعنې هر څومره چې ګناوې زیاتیږي همدومره دوی ته د جزاء سنګیني په نظر کې نیول کیږي.
هغه د خپلو والیانو لپاره د هدیې منل رد کړل، کله چې ورته وویل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم هدیه قبوله کړې، هغه مبارک په ځواب کې ورته وویل: (د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره هدیه وه خو د موږ لپاره رشوت دی)!!.
یو ښه مثال چې په دې اړه یې دلته ذکر کول لازمي دي هغه دا چې ابن القیم د شیخ الاسلام ابن تیمیة څخه حکایت کوي چې په دمشق کې د تتاریانو په یوه ډله وربرابر شو، هغوی ټول نیشه وو شراب یې څښلي وو د ابن تیمیة ځینو ملګرو د تتاریانو په دې کار غوصه ښکاره کړه او ورته ویې ویل چې دا خو لویه ګناه ده، خو شیخ الاسلام د خپل فقاهت او بصیرت په رڼا کې ورته وویل: (دوی په خپله نیشه او شرابو کې پریږدی، ځکه شراب او نیشه انسان د خدای له ذکر څخه منع کوي، خو شرابو او نیشې دا ډله د خلکو د وینو تویولو او د خلکو د مالونو د خوړلو څخه منع کړي)! دا د ابن تیمیة د ژورې فقهې څخه سرچینه اخلي چې تر کومې اندازې یې د مصالحو او مفاسدو ترمنځ موازنه په ذهن کې ساتله.
دا حقیقي فقه ده چې په یوه حالت یې حکم جامد نه پاتې کیږي، بلکې عللو او مقاصدو ته ګوري همداسې احکام پرې را چاپیر کوي.
لکه څرنګه چې موږ فقهې قضیو ته داسې ګورو، همداسې باید سیاسي حالاتو ته هم وګورو، ټولنیزې قضیې همداسې حل کړو، اصلاح او تغییر په همدې توګه منځته راولو، له وسایلو څخه ګټه واخلو.
کیدای شي په یوه هیواد کې دا خبره غوره وې چې خلک په انتخاباتو کې اشتراک وکړي، پارلمان ته داخل شي، ځکه په دې سره په حکومت کې د مسلمانانو تاثیر ډیریږي په قوانینو کې یې رول پیدا کیږي، په دیموکراتیکو نظامونو کې همداسې په کار ده، لږ تر لږه خو به د اسلام غږ اوچت وي دوی ته خو به څه عذر او بانه نه وي پاتي ځکه چې ټول پارلمان اسلامي شي یا ډیری د پارلمان اسلامي شي تاثیر یې زیاتیږي.
دا په داسې حال کې چې انتخابات او پارلمان به په بل هیواد کې هسې عبث کار وي، اشتراک به په کې د ځان غولول وي، ګټه به نلري، کیدای شي په دا رنګه انتخاباتو کې اشتراک د امت د ګمراهی سبب وګرځي، استبداد او ظلم ته لاره هواره کړي. نو ځکه حالاتو ته په کتو باید علماء فتواوې صادرې کړي.
جـ: اختلاف د حالاتو د کیفیت په هکله نه د حکم د موجودیت په هکله
دا فکر هم ترډیره کیدی شي فاصلې را لنډې کړي، نن ورځ ډیری اختلافات چې په اسلامي چاپیریا کې یې ګورو د حکم شرعي د موجودیت په هکله نه دي، بلکې ډیری یې د هغو حالت او وضعیت په هکله دي چې حکم شرعي پرې تطبیقیږي، چې فقهاء دیته د (تحقیق المناط) اصطلاح ورکوي.
هغه پاچا چې د الله له احکامو څخه منکر شي، یا یې کم وګڼي، یا د بشر قانون پرې لوړ وشمیري پرته له شکه کافر دی او په دې باندې ټول متفق دی، دا پاچا نشي کیدی د مسلمانانو په ډلې کې شامل شي، او د الله د دې قول لاندې راځي چې وايي: (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) المائده ۴۴. او څوک چې د الله له نازل کړي قانو سره سمې فیصلې نه کوي نو همغوی کافران دي.
پرته له دې چې څوک تأویل په کې وکړي، یاد شوي کسان تردې آیت لاندې راتلی شي، خو دا په خلاف د هغه چا چې د کمزوری له وجې د خدای حکم پریږدي، یا د خارجي قوتونو له ډاره نه توانیږي او یا خو په منصب او چوکی ډاریږي…
اوس سوال دا دی چې د فلاني هیواد مشران په کومه ډله کې راځي، په لمړی که په دوهمه کې؟
ځینو ویلي چې منکرین دي کم ګڼونکي دي، نو ځکه مرتد کافران دي.
خو بله ډله وايي چې کمزوري دي، د مناصبو او چوکیو بندګان دي، نه د دین قوت لري نه د نفس ترڅو په ډګه خوله چاته د (نه) ځواب ووايي.
بله ډله په دې ځان خلاصوي چې دا اوسني حکمتونه د خلا د قدرت له ویرې پر ځای پاتې دي، ځکه نشي کیدی چې په اړه یې څه وویل شي، ښه دي د خارجیانو په وړاندې تر یوه حده ځواب ویلی شي، تراوسه موږ د خارجیانو تر مستقیم تاثیر لاندې یو، اګر که عسکر یې نشته خو کولی شي په پرمختللیو وسلو سره خپل مردار لاسونه زموږ ملک ته را اوږده کړي، یا دا چې په ډیرو قرضونو مو را لاندې کړي او یا هم په ډیرو کمکونو سره مو له حرکته وغورځوي.
دیته ورته بله مساله په قوت سره د منکر د تغیر ده، په دې کې شک نشته څوک چې ځواک او قوت لري، د چا له اذیت او ضرر څخه ونه ډار شي او له دې ونه ډار شي چې کیدای زما په تغیر بل لوی منکر را منځته شي، نو په دې حالت کې کولی شي په لاس سره د منکر مخنیوی وکړي، که نه توانیږي نو بیا د منکر تغیر په ژبه باید وشي، بیا په زړه او دا د ایمان کمزوري ده.
اوس اختلاف د دې په څرنګوالي کې دی چې آیا فلانی په دې قادر دی چې په لاس سره د منکر تغیر را منځته کړي کنه، په دې کې اختلاف نشته چې منکر باید تغیر شي بلکې اختلاف په دې کې دی چې آیا هغه شرایط پوره دي چې اجازه ورکوي په لاس سره منکر تغیر شي.
دلته نظریات مختلف دي او فکرونه سره ورته نه دي.
ځینې خلک خپل ذاتي قوت ته غرور اخیستي ځانونه داسې انګیري چې د هر منکر مخنیوی په اسانه کولی شي، کولی شي کلپونو ته اور ورته کړي، د شرابو بوتلونه مات کړي، په محافلو را باندې کړي ټول له منځه یوسي، خو دوی له دې غافل دي چې کیدی شي د همدې کارونو په سبب څو چنده لوی لوی نور منکرات را منځته شي، د دې پرځای چې یو ووړ منکر تغیر کړو نور لوی منکرات مو رامنځته کړل.
خو د دې په مقابل کې بل لوری بیا ځانونه ډیر زیات کمزوري بولي، آن تردې چې منکر ته په ژبه او خوله هم منکر نشي ویلی.
دریمه ډله د دې دواړو لوریو په منځ کې موضوع ته د هر لوري نه شامل نظر کوي، دوی مخکې له مخکې د خپل کار نتایج ارزوي، فکر کوي چې زموږ په دې کار سره ګټه او تاوان څومره دی، زموږ ملګرو ته به څه ضرر ور ورسیږي، زموږ کورنی به په خطر کې پریوزي، د اسلام منظر ته څومره ګټه څومره تاوان دی، د مصالحو او مفاسدو موازنه په نظر کې ساتي، د مفاسدو منع کول مخکې شمیري تردې چې مصالح را جلب کړي، په وړوکیو مصالحو پسې نه ګرځي، واړه واړه شرونه مني ترڅو لوی لوی شرونه را منځته نشي.
شبهات:

ځینې مخلص او احساساتي مسلمانان وايي: څنګه د مبتدعینو سره مرسته وکړو، څنګه ورسره یو ځای شو، آیا د بدعت نه یې سترګې پټې کړو، حال داچې موږ ته امر شوی ترڅو ځانونه لرې ترې وساتو، هیڅکله په یوه لاره ورسره ولاړ نشو.
او موږ وایو چې بدعت خپل مراتب او انواع لري، داسې بدعت شته چې څښتن یې ښکاره پرې کافر کیږي، او د ځینو بدعتونو اندازه کفر ته نه رسیږي…
ځینې کسان داسې دي چې ټول خلک د هغه په بدعتیت اتفاق لري، ځینې داسې دي چې د هغه په اړه خلک مختلف دي، ځینې داسې دي چې اجتهاد یې کړی خطا شوي، نو خطا کوونکی باید معذور وګڼل شي، او کیدای شي اجر یې هم په برخه وي که یې اجتهاد کړی وي او په اجتهاد کې خطا شوی وي…خو چې اهل د اجتهاد وي.
داسې مبتدعین شته چې په بدعت کې د بل چا متابعت کوي، ځینې داسې دي چې خلک خپل بدعت ته را دعوتوي، ځینې آساني غوښتونکي دي، ځینې هم سخت او شدید.
نو لازمه نه ده چې د ټولو سره یو شان معامله وشي، کیدای شي هغوی ته نیږدیکت او ورسره ښه معامله د دې سبب وګرځي چې د خپل بدعت څخه مخ واړوي او په خپله خطا قناعت وکړي، مستقیمې لارې ته را لنډ شي.
موږ ګورو چې امام بخاري په خپل صحیح کې د اهل بدعت څخه روایات لري، آن تردې چې ځینې د دارنګه بدعت خوښوونکو څخه داسې دي چې خپل بدعت ته به یې بلنه هم کوله، امام بخاري احادیث ترې نقل کړي ځکه هغوی یې ریښتینې او د ښه یاد څښتن ګڼلي، هغه د عمران بن حطان څخه هم روایت کړی چې د خوارجو غوښتونکی او شاعر وو، کوم چې په خپل شعر کې د ابن ملجم صفت کوي او ابن ملجم د حضرت علي کرم الله وجهه قاتل وو.
موږ باید د شریعت د قاعدو سره سم ځان برابر کړو چې وايي باید د دوو ضررونو ترمنځ هغه ضرر ومنو چې تاوان یې کم دی، هغه شر ومنو چې سپک وي که چیرې ورسره مخ کیږو، نو ځکه د داسې مبتدع سره مرسته په کار ده کوم چې بل ترهغه لوی مبتدع له منځه وړلی شي، او د هغه کافر سره مرسته په کار ده چې د بل داسې کافر ضد وي چې ملتونه له منځه وړي.
بلکې جواز لري چې د بې ضرره کافر سره مرسته وشي ترڅو د ضرر رسوونکي کافر مخه ونیسي، داسې کافر چې د مسلمانانو سره دوښمني نلري باید د هغه کافر په ضد تقویه شي چې د مسلمانانو سره زړې دوښمنی لري په چل او فریب ورسره مخکې ځي.
ګورو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حدیبیې د سولې نه وروسته د خزاعة د قبیلې سره تړون وکړ، ترڅو د قریشو په ضد تقویه شي ځکه قریشو د مسلمانانو سره سخته دوښني درلوده.
د فارس او روم د جګړې پر مهال د مسلمانانو او مشرکینو ترمنځ سخته مجادله راغله مسلمانانو ویل چې روم کامیابیږي ځکه د فارس په نسبت روم مسلمانانو ته نیږدې دی، فارسیان د اور عبادت کوي او رومیان د آسماني دین متابعت، تردې چې ابوبکر صدیق په باور سره دا خبره ټولو ته وکړه چې روم به ضرور کامیابیږي، سره د دې چې په لمړي سر کې فارس په روم څه نا څه غلبه هم موندلې وه، د ابوبکر صدیق دلیل دا وو چې کفار ځینې ترځینو نورو غوره دي، ځینې کفار مسلمانانو ته ترځینو نورو نیږدې دي.
په دې خبره په مکه کې هر مشرک او مسلمان پوهیده، همدا علت وو چې مشرکینو د فارس لپاره تبلیغات کول ځکه چې دې کار مسلمانان ځورول، فارسیان مجوس وو د اور عبادت به یې کولو، رومیان خو اهل کتاب وو، آسماني دین یې درلود.
همدا وو چې قرآن مسلمانانو ته زیری ورکړ چې په فارسیانو به کړی را تنګیږي او رومیان به کامیابیږي او دولت به د رومیانو وي.
(الم 1 غُلِبَتِ الرُّومُ 2 فِي أَدْنَى الأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ 3 فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ 4 بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ 5) الروم. ا، ل، م، رومیان مغلوب شول په نیږدې هیواد کې او هغوی به وروسته له دې مغلوبوالي څخه برلاسي شي، په څو کلو کې د ننه، یوازې د الله واک دی مخکې هم او په وروسته کې هم، او هغه به هغه ورځ وي چې مسلمانان خوشحالي وکوي، د الله په نصرت، نصرت ورکوي هغه چاته چې خوښه یې شي او الله برلاسی او رحیم دی.


منبع :اصلاح انلاين



  1. دښآر نه ديو ميل په فاصله كې يوه علاقه ده په هغې كې دجمعې لمونځ جائزده اوكه نه ؟
  2. دګران نبی عليه السّلام خواږه سنونه
  3. دینی اسلامی معلومات
  4. راځي د بادموله ګټوڅخه ځان خبرکړو
  5. راځي دخپلوویبلاګونوادرسونوته په خپله خوښه تغیرورکړو
  6. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  7. زمونږ هدف اومقصد
  8. زمونږ ويب پانی په اړه
  9. زړه او غم
  10. زړه حمله او نښې
  11. ستاسوتبصری ستاسوخبرې
  12. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  13. سوال اوجواب: پشتو :اردو:
  14. سورة الرحمن{په شعر کښې}
  15. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  16. سگریٹ تمباکو نوشی کے بدنی نقصانات
  17. سیلاب راغى
  18. شاہ اسماعیل شہید رحمہ اللہ
  19. شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟
  20. شکری ناروغي
  21. عبدالرحمان بابا
  22. عبدالقادر جیلانی
  23. عمر بن الخطاب
  24. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
  25. غبرګې نښتې نجونې وزېږدې
  26. غلا شوی موبایل څنګه له کاره غورځولای شی؟
  27. فیس بوک په پام کاروئ ، کنه ستونزې درته جوړولی شي
  28. قهوه څښل د ځيګر سرطان
  29. كتابونه مطالعة كه دلته
  30. كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي
  31. لمانځ فرضونه
  32. لمانځه نه غافله مسلمان
  33. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  34. له نکا ح څخه مخکې وويل که دسې وشو نوزما ښځه دې طلاقه وګڼله شي څه حکم دى ؟
  35. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  36. لويې ګناوې
  37. لوې اخترمسائل
  38. لیپ ټاپ بیټری مو ددوه ساعته پرځای څلور ساعته کار وکړي
  39. ماشوم اوجیب خرڅی
  40. ماشوم چاته ويل کېږي؟
  41. ماشومان او مطالعه
  42. مثنوی مولانا روم صاحب
  43. مسافر;مريض احکام
  44. مسنون دعاګانې
  45. مسواك او ساینس
  46. ملت فيس بک
  47. ملك الموت نه تپوس
  48. موږ ولي تږي کيږو؟
  49. مکه او مدېنه جدید منصوبه او آبادی
  50. مکه مکرمه په راتلونکې کې
  51. نبوي ژوندليک
  52. نجم الدين اخند زاده
  53. نصيحت : اسلام ومنئ
  54. نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور
  55. نوح علیه سلام متعلق معلومات
  56. هډاوال ویب نقشه
  57. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  58. يو سړى ٢٣ کاله نه دى ويده شوى
  59. يو نوجوان
  60. يوسړي دنکاح کولوپه وخت کې ښځې ته دااختيارورکړ،
  61. يوعالم د يودهري پوښتنه جوابوي
  62. يوه حيرانونكي پيښه یوه حیرانونکي معجزه، ځوړنده ډبره
  63. يوه عجيبه قصه
  64. يوه ښځه
  65. يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو
  66. ټيليفونو زيات اورېدو ناوړه اغېزه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User