Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 16, 2011

۱۵ کلنه امريکايي پېغله څنګه مسلمانه شوه؟

 د ۱۵ کلو امريکايي پېغله څنګه مسلمانه شوه؟

 



 
الحمدلله د الله ډېر شکر دی، چې ماته يې داسلام لارښوونه وکړه او هغه هم په هغه وخت کې چې  زه د ۱۵ کلو وم.
زما مور د سوريې  د حلب د سيمي څخه ده، چې په ډیټريوټ کې زېږېدلې ده، پلار مې امريکايي دی، چې له پولینډ څخه له خپل مور ا و پلار څخه راغلی دی.
زه هم په د امريکا د ميشيګان ایالت په ډيټريوټ سیمه کې زېږېدلې يم، زما نيا ده او مور او پلار مې کاتوليک عيسويان دي.
کله چې پڼځلس کلنه وم غوښتل مې د کليسا راهبه شم

د ليسې به دوران کې مونږ په خپل صنف کې د نړۍ تاريخ لوست او په همدې لړۍ کې مو د نړۍ غټ اديان هم مطالعه کول، کله چې مو د اسلام په اړه مطالعه پيل کړه، نو زما ورسره ډېريه مينه پيدا شوه،  کله چې به استاد په صنف کې درس ورکولو، نو زمونږ يو مصري همصنفي به د استاد غلطۍ نيولې، د دې مصري ورور دې کار زه ډېره حيرانه کړم، ما ويلې چې دا به پر اسلام پوره باور لري او پرې پوهېږي به نو ځکه د استاد غلطۍ نيسي.
په همدې ترڅ کې مې له همدې مصري ورور څخه يوه ورځ پوښتنه وکړه، چې د اسلام او عيسويت توپير په څه کې دی؟ نو هغه وويلې دومره ډېر فرق نه لري. خو زه د هغه په دې ځواب قانع نه شوم، نو د هغه له مور څخه مې يو قرآن کریم چې په انګليسي ژباړه يې لرله وغوښت، نو هغې هم قرآن کریم راکړ،  ما هم له همغې لومړۍ ورځې د قرآن کریم ډېر احترام کاوه، هېڅکله مې هم په ځمکه نه دی غورځولی، ما به قرآن کريم لوستلو او په دې هم پوه شوم، چې دا کتاب خامخا د الله تعالی له لوري دی، ځکه هېڅ انسان داسې معجز کتاب نه شي ليکلی، او زما په ډول يو انسان چې له شعر او شاعرۍ سره يې ډېره مينه وي، نو د قرآن کريم په لوستلو سره مې له دې کتاب سره ډېره علاقه پيدا شوه، نو له همدې ورځې په زړه کې مسلمانه شوم.
د کورنۍ غبرګون
له دې وروسته مې د ژوند سختې شېبې پيل شوې، ما لمونځ کول، روژه نيول او داسې نور عبادتونه پيل کړل، کورنۍ او په ځانګړي ډول مور مې راسره ډېر بده رويه پيل کړه، زه هم ځوانه وم، ګومان مې کاوه چې اسلام به د دوی هم خوښ شي، مګر د هغوی لپاره دا د زغملو وړ نه و، هغوی را څخه حجاب، جای نماز، قرآن کريم او نور اسلامي شيان اخستل او لرې به يې اچول، پلار به مې هره ورځ زما کوټه پلټله،ما هم حجاب په المارۍ کې پټ ساتلو، مور مې هڅه کوله، چې له خپلو مسلمانو ملګرو سره د ليدو څخه مې منع کړي، او د هغوی پلرونو او ميندو ته به يې شکايت کولو چې خپل  اولادونه مو زما لور ته د اسلام په اړه له بحثونو کولو څخه منع کړئ، مګر هغوی به همېشه منفي ځواب ورکاوه.
پلار خو مې له ځان سره کليسا ته بېولم، زه به هم چې هلته لاړم په ارام سره به ناسته وم، او فکر مې کاوه، چې دا خلک خو هم ښه ګمراهان دي، يوه ورځ زما مور يو کانفرنس ترتيب کړ او په هغې کې يې زه او يو پادري سره بحث ته راوبللو، ما ورته وويل، چې اسلام زما خوښ دی، او تاسو ولې هغه څه ته چې ډېر ښه دی ډېر بد وايئ؟ هغه به دا او هغه غر ويشتل او د انجيل نه به يې هم ځيني شيان را اخستل بيا يي ويل چې ستا خوب ( ما خوب ليدل و، چې زه يو مسلمان هېواد ته تللې يم او هلته په يوه دښته کې محجبه روانه یم) هم شيطاني خوب دی، ما هم د نوموړي په دې خبره نعوذ بالله وويلې، کله چې دې سړي دا خبره وکړه نو ما هم فکر وکړ، چې شيطان دده په سينه کې ننوتلی دی  چې دا ډول خبرې ترې راوځي.
په الماريو کې د قرآن کریم پټول

مور به مې د خوګ غوښه پخه کړه بيا به يې ماته ويلې چې دا خو د حلال مال غوښه ده، خو ما به چې د هغه جامې او نور شیان وليدل نو پوه به شم، چې د خوګ غوښه ده، پلار مې چې پولنډي الاصل و، ويل يې چې که په دې کور کې اوسېږې نو يا به عيسوي يې او يا به کور پرېږدې. زما د کوټې قلف يې مات کړی و نو ځکه پټ لمونځ کول هم ډېر سخت و او هر وخت کوټې ته راننوتلی شول،خو که کله به يې هم زه په مونځ وليدلم نو ملنډې به يې راباندې وهلې، مونځ مې له يوه وړوکي کتاب څخه ياد کړی و، هغه دردوونکې شېبې، احساس او غبرګون ،زه په خپلو الفاظو کې نشم بيانولی، چې مور ا و پلار به مې زما او داسلام  په اړه درلود.
خپلې کشرې خور ته مې د اسلام بلنه ورکول پيل کړل، او هغې ته به مې د اسلام ښه والی بيانولو، مور او پلار مې راته وويلې چې يا خو دا کارونه پرېږده او يا کور! ما هم له هغې سره بحث پرېښود، مګر بيا هم ډېر شيان مې ورته ويلي و، هغه اوس هم د عيسويت په اړه ډېرې پوښتنې کوي او وايي چې عيسويان ولې يو خدای ته عبادت نه کوي؟ ولې د ټولو خلکو ګناه عيسی عليه السلام په ځان منلې ده؟ او داسې نور ګڼ شمېرپوښتنې… ما هم الله تعالی ته دعا وکړه، چې خدایه زما د عمر په زياتېدو سره ماته ددې توان راکړه، چې ټول اسلام عملي کړم.. په هغه وخت کې مې د لنډې مودې لپاره  مونځ کول پرېښودل (الله تعالی دې راته د هغې بښنه و کړي) ځکه هيڅوک نه و، چې زما ملاتړ وکړي ټول مې مخالف و، مګر هغه د مسلمانو ملګرو مور او پلار چې هغوی به هم  راته له خپل مور او پلار سره دغوره سلوک کولو توصيه کوله،  زما مسلمان ملګري خو زما له حالت څخه هېڅ خبر نه و چې پر ما څه تېرېږي؟  هغوی هم د اسلام په اړه ډېر معلومات نه لرل، چې ماته څه راوښيي او يا د يو شمېر سوالونو ځوابونه چې په ذهن کې به مې ګرځېدل را ځواب کړي.
د پوهنتون د دورې پر مهال

کله چې په پوهنتون کې وم (په دې وخت کې زه د ۲۰ کلونو وم) له هغې مېرمنې سره مې خبرې وکړې، چې ماته يې قرآن کريم راکړی و، له هغې څخه مې د يو نزدې جومات به اړه پوښتنه وکړه، دغه جومات تقريباْ په يو ۴۵ دقيقو او يا نزدې يو ساعته مزل فاصله کې پروت و، هغې مېرمنې راته وويلې چې بېګاته مونږ په جومات کې د روژه ماتي پروګرام لرو، کله چې له هغې سره جومات ته لاړم او په لمړي ځل مې اذان واورېد بې ا ختياره ژړا راغله، او چې کله ټول خلک سره راټول شول نو د ټولو په مخکې مې د شهادت کلمه وويلې، له کلمې وروسته مې له ځان سره ووېلې، چې بايد اوس د هيچا پروا ونه کړم، او په اسلام پوره ثبات ولرم، له ځان سره مې احساس وکړ، چې ستا حالت هم د یونس عليه السلام په شان دی، چې د ماهي په خېټه کې يې ژوند کولو او ما هم په همداسې سختو حالاتو کې له خپلې کورنۍ سره ژوند پيل کړی، له دې ورځې وروسته مې ټول خراب عادتونه پرېښودل او اسلام مې پوره ومنلو.
حجاب اغوستل مې پيل کړل، خو مور او پلار به مې راته وېلې چې له حجاب سره به دا ډول بېرون نه وځي، مګر ما بیا هم د دې خبرو پروا نه کوله او حجاب به مې په موټر کې له ځان سره پټ بيرون ويستلو، نو هغوی به هم نه ليدلم او د هغوی په مخکې مې ځکه نه په سر کولو، چې مور به مې راته ويلې چې ا سلام خو وايي چې د مور او پلار خبره منئ نو زمونږ خبره خو منه کنه. مونږ درته وايو چې دا اوږد شی مه اغونده دا لنډ لنډ شیان او د ا وسني او نوي مود شیان اغونده، دا تور اوږده شیان چې واغوندې سمه زړه ښځه په کې ښکارې، يوه ورځ زما د خور نورې ملګرې راغلې وې نو مور او خور مې له هغوی سره د لیدو څخه منع کړم او په زوره يې زما له سر څخه حجاب لرې ګوزار کړ، ما هم له ځانه دفاع وکړه او په دفاع کې رانه مور هم ولګېده (ان شاء الله چې الله تعالی به راته دا ګناه وبښي)
هغې راته ووېلې چې ته په دې خپل حجاب ډېره نازېږې خو خپله خور او کورنۍ پرې د نورو خلکو په مخ کې شرموې،  ځکه نو به په عامه ځايونو کې له ماسره هېڅکله يوځای نه ګرځېده چې څوک فکر ونه کړي،چې دا يې لور ده.
له خپلې نيا څخه مې هم ښه ورځ نه لرله، کله به مې چې لمونځ کولو، نو هغې به راته چغې وهلې  او بيا به يې وېلې دا زما غږ نه اورې؟ چې هېڅ ځواب نه راکوې او غلې ولاړه يې؟
يوه ورځ خو هغې راته وويلې چې ته چې وايې عيسی عليه السلام الله تعالی په خپل امر سره پيدا کړی دی، دا هيڅ د منلو وړ نه ده، کله به مې چې قرآن کريم اورېدلو نو هغوی به يې د هر ټکي پورې خندل او کنځلې به يې کولې. نيکه خو مې راسره بېخي خبرې نه کولې مو او نيا خو به مې راته ويلې چې ته به خامخا دوزخ ته ځې.
په هغه لومړي وخت کې مې مور يو ډاکټر ته هم بوتلم چې دا مريضه ده او مسلمانه شوې ده، او هغه هم يو ډول دوا راکړه، ما هم هغه دوا پټه ګوزاره کړه، د کورنۍ د دې سخت حالت په شتون کې په مکتب کې زده کړې کول هم راته ډېر سخت شوي و، ماغوښتل چې اسلام دومره مطالعه کړم لکه يو عالم او يا مسلمانه عالمه شم،  نو ځکه له دې ټولو تکليفونو څخه د خلاصي لپاره مې واده وکړ.
د الله تعالی ډېر شکر دی، چې د سوريې د دمشق يو مسلمان ځوان مې پيدا کړ او له هغه سره مې واده وکړ، او له هغه سره يوځای له اتلانتا څخه هوسټن ته کډه شو، يو کال وروسته الله تعالی يو ځوی راکړ او يوسف نوم مو پرې کېښود، اوس له خپل ژوند څخه ډېره خوشحاله يم او په هر حالت کې د الله تعالی شکر اداء کوم،  او ان شاء ا لله چې د مديني منورې په لور به هم يو سفر وکړو ، ځکه الله تعالی ډېر غني دی هغه به زمونږ مرسته وکړي.
په دې نزدې ورځو کې مې يوه اردنۍ خور ولیده، چې نوې مسلمانه شوې وه، او پر هغې هم زما په ډول سخت حالت تېر شوی و،  له دې پرته مې د ډېرو کسانو قيصې اورېدلي دي، چې له اسلام راوړلو وروسته پرې سخت تکليفونه تېر شوي دي لکه  هغه يهودي  دچې مراکشي يهودۍ مېرمنې او بچيانو سره بيت المقدس ته لاړل او مسلمانان شو،  او له هغې وروسته اوس کوم اسلامي هېواد ته تللي دي.
په آخره کې بيا هم د الله تعالی ډېر شکر اداء کوم، چې ماته يې داسلام سپېڅلي دين د منلو لاره اسانه کړه

ليکوال: نورالسمن
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي
سرچينه: آن اسلام.نټ
اسلام ته د نورالسمن د راتګ قيصه


مننه داصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User