Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 16, 2011

د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه

د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه


ژباړه :مجيب الرحمن لحاظ

زما اسلامي چلند د ګاوندي کورنۍ مسلمانه کړه
د امريکا د الينوي ايالت په روکفورد ښار کې چې زه اوسيدم له گاونډي سره مې هيڅ اړيکې نه وې.
زموږ تر منځ د پېژندګلوۍ کوم راز هم نه و، زه ترغوږونو په خپلو درسونو او څېړنو کې بوخت وم
ګاونډيان مي لويديځ وال وو نه  يې غوښتل چې څوک يې په چارو کې مداخله وکړي هغوى  وګړيزې ازادۍ ته د عبادت ترکچې په درنه سترګه کتل.
د يوځاى کېدو،ناستې پاستې او تګ راتګ لپاره داسې تار نه و چې موږ دي ورباندې وتړل شو،خو غيبي پېښې بيا بېل څه وي دا فکر چا کاوه چې همدغه ګاونډى به يو وخت زما نيږدې دوست او کلک ملګرى وي؟ زه به په ده کې مينه ،اخلاص، صداقت، نيکي او ډېرې نورې ښېګڼې وينم؟
زما دګاونډي د وره مخې ته به  د شيدو شرکت هره ورځ د شيدو ډبي ايښودل، ورځې تېرېدې او د شيدو د ډبيو ايښودل مخ په زياتېدو و، خلکو ته مې پام شو چې په لار تېريږي سترګې يې زما د ګاونډي په کور کې خښې وي او ورځ تر بلې دغه سپين سترګي په زياتېدو وه غوږونه به يې څک نيولي وو په لار چې به تېريدل نو ورمېږونه به يې شاته را تاو کړل او ډېرو خو لا تيندکونه هم خوړل.
د شيدو شرکت ته دا مهمه نه وه چې هغوى ډبي اخلي او که نه؟ بلکې د هغوى دنده يوازې د شيدو را رسول وه، زما د ګاونډي د وره په مخ کې د شيدو د ډبيو له زياتېدو څخه داسې څرګندېده چې هغوى په کور کې نه وو او هير کړي وو تر څو د شيدو شرکت ته و وايي چې زموږ تر راتلو پورې موږ ته شيدې مه راوړئ .دې کيسې زه په يو ډول کشمکش کې اچولى وم ځکه د شيدو د ډبيو زياتېدو هر غله ته دا ورښووله چې په دې کور کې څوک نشته او په ډاډه زړه يې غلا کولاى شواى.
خو دا ورځې تيرې شوې الله جل جلاله د غلو سترګې ړندې کړې وې، خو د دې ضمانت چا کاوه چې غله دي د فرصت په انتظار نه وي؟  او څه چې  يي خوښ وي نو له کوره دې غلا نه کړي؟ بس وخت و تيرشو.
ما هڅه کوله چې له دغه سرخوږي څخه ځان خلاص کړم، زما يې د هغه په کور څه ؟ هغه سړى چې نه يې پېژنم او نه مې پېژني آن تردې که يي له کورڅخه څوک غلاهم وکړي ماته يې هيڅ زيان نه رسي، خو ونه توانېدم چې د خپل ګاونډي د کور په اړه فکر کول پرېږدم دا ماته خپله دنده ښکارېده چې يو څه وکړم سره له دې چې د کور خاوند مې هيڅ نه پېژانده خو لږ ترلږه  ګاونډى مې و.
له ځان سره مي فکر وکړ چې که زه د شيدو ډبي راواخلم او ويې ساتم هيڅ زيان نه را رسيږي، او کله چې هغوى راشي که شيدې دګټې وړ وي نو ښه خبره ده  او که خرابې شوې وې نو په دې کې خو زما کومه نيمګړتيا نشته.
نيژدې دوه اونۍ تېرې شوې ما دګاونډي دکور له مخې د شيدو ډبي را اخيتسل او له ځان سره به مي ساتل زما يخچال يې هم را ډک کړ نور نو زما په يخچال کې هم ځاى نه و مجبور شوم چې حقيقت ورته و وايم ځکه چې نوره د تېښتې لار نه وه پاتې د خپلې مسلمانې مېرمن له خولې مې هغه څه واورېدل چې مايې تمه درلوده
د بيلتون ديوال ونړيد
ماښام چې له پوهنتون څخه کور ته راغلم ګاونډيان مو راغلي وو، زه کور ته ورغلم او ټوله کيسه مې ورته په زور او زير وکړه ، ورته مي و ويل چې د شيدو ډبيو مو زما يخچال ترخولې پورې ډک کړى دى.. کټ کټ په خنداشو.
راته يي و ويل چې  دا نو تا ولې وړل؟
ما ورته و ويل ويرېدم هسي نه چې څوک دې له کوره غلا وکړي.
ګانډي و ويل  ډېره مننه.. ستره ښېګڼه دې کړې.
د شيدو ډبيو زما او دګاونډي ترمنځ د بيلتون ديوال ونړاوه،او په يوه نري تار يې سره وتړولو، څو ځله يې په خپل کور کې ميلمه کړم له خپلې ميرمنې(ماري) سره يې معرفي کړم و يي ويل چې دا د قديس (پاک) يوحنا په مدرسه کې ښوونکې ده.
د دې خبرې په اورېدو سره مې غوني زيږه شول نه پوهېږم چې ولې؟ خو دا هغه څه و چې پېښ شول زه په خپل ژوند کې له کوم راهب سره نه وم مخ  شوى، هيڅ دلچسپي مې نه ورسره درلوده، تردې چې زما په ژوندکې داسې ورځ راغله او راهب راته ښه راغلاست ووايه.
ګاونډې را ته و و يل چې ګرانه ډېر ښه او نېک کاردې کړى
ما ور غبرګه کړه چې دا پر موږ مسلمانانو لازم ده چې د ګاونډيانو خيال وساتو.
ګاوندى پرموږ حق لري..موږ ته خپل دين امرکړى چې دا کار وکړو..هو موږ ته يې د ټولو ښو کارونو په کولو امرکړى.. موږ ته امر شوى چې هغه ومنو او په خپل ژوندکې يې پلي کړو، موږ بايد د خپل ګاونډي احترام وکړو له زيان او ستونزو څخه يې وژغورو تر خپلې وسې مرسته وسره وکړو.. په ريښتيا هم زه به درديدم کله چې به را په ياد شول چې هسې نه غل راشي او ستاسو د کور ټول توکې له ځان سره يوسي.
د ګاونډي ميرمن ماري خپل خاوند ته سترګې ور واړولي او په تونده لهجه يې ورته وويل:
سميثه! دا ستا تېروتنه ده،ښه کار دې نه دى کړى.
هغه په ځواب کې ورته و و يل چې ښځې اوس مې پرېږده غوږونه مې مه راخوره دا زما له ياده وتلي و چې چې د شيدو شرکت ته و وايم تر څو چې موږ نه يو راغلي موږ ته شيدې مه راوړه.
کله چې د هغوى خبرې ختمې شوې نو ماته د قران کريم دا ايت را په ياد شو چې الله جل جلاله فرمايي:
(والجار ذي القربى والجار الجنب والصاحب بالجنب وابن السبيل)
او له خپلو او پردو ګاونډيانو سره، د څنګ او سفر يا د لارې له ملګري سره ښه چلند او نيکي وکړئ،
او بيامې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دا حديث  ورته روښانه کړ چې وايي (څوک چې په الله جل جلاله ايمان لري نو د خپل گاونډي اکرام او عزت دي وکړي، نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي چې جبرائيل عليه السلام راته دګاونډي په اړه دومره نصيحت وکړ چې ماګومان وکړ هسي نه ميراث به يې يوسي)
زړه راښکونکي خبري
ما چې له ګاونډي سره د ښېگڼې مرستې مينې تګ اوراتګ په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم، صحابه کرامو اونورو ښوخلکو څخه اوريدلي وو هغه مې ورته بيان کړل، په خپلو خبرو کې مې د دوى زړه راښکون ليده چې زما لپاره لا په زړه پورې وه او د خبرو کولو جرئت مي نوره هم زياته شو چې بيا د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرې د روښانه کولو غوره وخت راته ښکاره شو چې وايي: په الله قسم چې مسلمان نه دى… والله چې مسلمان نه دى..والله چې مسلمان نه دى
پوښتنه وشوه چې يارسول الله څوک مسلمان نه دى؟
ويې ويل هغه څوک چې ګاونډى يې له زيان څخه خوندي نه وي.
خپلې خبرې مې په دې ټکو پاى ته ورسولې.
که تاسو زما د دې کار په اړه کوم بل فکر کړى وي نو زه بښنه غواړم، خو ما دا کار په پاک نيت کړى.
راهبې ماري مخ راواړوه .
نه دا ته څه وايې؟ دا زما لپاره پوره نوې خبره ده..دا څه عادي ټکي  نه دي زه په دې باوروم چې يوازي مسيحيت د مينې دين دى، او همدا دين خلکو ته نيکبختي ،سوکالي،او ښه ژوند ور بښي.
د ماري خاوند سميث په خبرو کې ور ولوېده:
دا دين ډېر غوره دين دى.
بيا يې سترګې ماري ته ور واړولې او زياته يې کړه:
ماري که له ګاونډي غوښتنه وکړو چې د خپل دين په اړه نورمعلومات راکړي نو غوصه کېږې خو نه؟
ماته  داسې ښکاري چې موږ د اسلام په اړه سم تصور نلرو.
هغې ورته و ويل چې دا ته څه وايې سميثه!
که يې ومني نو ډېره به خوشاله شم…خو بيا هم دا خبره په تاپورې اړه لري.
ما د دغوخبرو اغېزه د هغوى په مخ کې وليده د الله په ستر نعمت اسلام مې شکر وکړ، ځکه د يوې بلې عقيدې منل څه اسانه کارنه دى.
له سميت  او ميرمن سره مې د اسلام په اړه  د کتابونو د راوړلو ژمنه وکړه .
په راتلونکې ورځ کله چې زه له پوهنتون څخه کور ته تلم لومړى  اسلامي مرکز ته ولاړم ترڅو هغه کتابونه چې د اسلام په اړه يې ښه او کره معلومات درلودل را واخلم او خپل عيسوي ګاونډي ته يې ورکړم.
زه ډاډه وم چې په دغه اسلامي مرکزکې د اسلام او اسلام بلنې په اړه ښه پوره کتابونه شته خو کله چې هلته ورغلم لکه څنګه چې په دې وروستيوکې د دغوکتابونو لوستونکې زيات شوي وو، د مرکزمشر راته وويل د استعارې لپاره هيڅ کتاب نه دى پاتې ټول خلکو د مطالعې لپاره وړي خوڅنګه چې ما د کتاب وړلو ژمنه کړې وه او د دې ترڅنګ يوه ستره هيله هم راسره پيدا شوې وه د مرکز له مشر سره مې ټوله کيسه شريکه کړه او بيامې ورڅخه د کتابتون اړوند کتابونه وغوښتل  خو د بېرته راوړلو کلکه ژمنه مې ورسره وکړه چې ان شاالله بېرته به يي راوړم.
د خپل ګاونډي د وره ټالۍ مې وټنګوله يو په عمر پوخ سړى مې په ډېر احترام مخې ته ودرېده له (هاى) ويلو وروسته يې راته کورته د تلو بلنه راکړه خو ما خپل لاسي بکس خلاص کړ او له سميث او ماري سره د کتابونو کړې ژمنه مې پوره کړه، هو د اسلام په اړه د لا زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مې داسلامي مرکز پته ورکړه.
ورځ په ورځ زموږ او دګاونډيانو ترمنځ تګ راتګ ډېرېده يو له بل سره مو مينه پيداشوه تر دې چې دومره سره خواږه شو لکه له کلونو راهيسې چې زما دوستان وي، خو لا څومياشتې نه وې تېرې چې له اسلامي مرکزڅخه يو چا را ته تليفون وکړ او راته ويې ويل چې موږ ستا د هغوګاونډيانو چې تايې په اړه له موږ سره خبرې کړې وې د مسلمانېدو غونډه لرو،  تاته د مرکز ټول امکانات معلوم دي له تا څخه هيله کيږي چې د غونډې په برابرولوکې راسره مرسته وکړې
له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځايېدم سترګې مې له اوښکو ډکې شوې… ځان راته ډېرښه ښکاره شو سره له دې چې ما کوم د يادونې وړ کار نه وکړى خو زما په هماغه کم څه کې الله برکت واچوه او په خپل توفيق سره يې هغه  ديو چا د مسلمانېدو  لامل وګرځول.
ما ورته و ويل: سبا له پوهنتون څخه رخصت اخلم د دې غونډې ټول لګښت زما پر غاړه دى دا چې الله پاک دومره ستر احسان راباندي وکړ د الله د رضا لپاره به  خپلو ګاونډيانو ته يوه شانداره اومناسبه غونډه جوړوم. !!



مننه داصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User