Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 15, 2011

د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام

 

 

د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام

 
زه کله نا کله وروسته د سهاردلمانجه نه او یا لږ مخکی د ماشام نه د یو جید او خوش آوازه قاری په اواز باندی دتیپ او یا رادیونه د قرآن عظیم الشان قراءت اورم په جگ آواز باندی ددی نه زه دوه مطلبه لرم اول دا چی د قرآن کریم د اوریدو نه زیات لذت اوخوند اخلم دیو جید قاری په غژ دوهم دا چی وایم چی د قران کریم غژ په دی کورکی واوریدل شی او خپورشی تر چو شیطانان له دی کوره ولارشی او وتشتی اوداکار په داسی وخت کی کوم چه نه چا ته مزاحمت وشی او نه چوک خبری وکری دتلاوت په وخت کی نوزماسوال دادی چی آیا دی قرآن کریم په زوره اوریدل دتیپ یا رادیو له لاری ددی سبب کیژی چی شیطانان دی دکوره ولارشی او وتشتی
په احترام او مننه – ساحل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
د ټيپ ، تلويزيون کمپيوټر اوکومې بلې وسيلې څخه د قرآنکريم آوريدل جايز دي او همغه آداب يې دي لکه څنګه چې د قاري د خولې نه آوريدل کيږي .
د احناف په نزد په لمانځه کې او د لمانځه د باندې د قرآنکريم قرائت ته غوږ نيول واجب دي دليل دغه آيت کريمه دی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (اعراف 204 ) .
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت شريف دا ؤ چې کله به يې کوم صحابي ته ويل چې ته ماته قرآن وايه زه غوږ درته نيسم : عَنْ عَبْدِاللَّه رضی الله عنه قَالَ: قَالَ لِي النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «اقْرَأْ عَلَيَّ». قُلْتُ: آقْرَأُ عَلَيْكَ وَعَلَيْكَ أُنْزِلَ؟ قَالَ: «فَإِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَسْمَعَهُ مِنْ غَيْرِي». فَقَرَأْتُ عَلَيْهِ سُورَةَ النِّسَاءِ حَتَّى بَلَغْتُ )فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا( قَالَ: «أَمْسِكْ». فَإِذَا عَيْنَاهُ تَذْرِفَانِ. (بخارى)
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي ماته رسول الله صلی الله وسلم وويل (د ما د پاره قرآن ووايه ) ومې ويل : څنګه تاته قرآن ووايم حال چې قرآن پر تا نازل شوی دی ؟ ويې فرمايل : زه دا خوښوم چې هغه له نورو واروم بيا مې د النسآء سورت ورته تلاوت کړ کله چې دې آيت ورسيدم چه : ( فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا) يعنې څرنګه به وي هغه وخت چې د هر ملت څخه يو شاهد راولم او تا د هغوی د پاره شاهد راولم . رسول اکرم صلی عليه وسلم وفرمايل نور بس دی پس ومې ليدل چې د مبارکو سترګو نه يې اوښکي روانې وې .
نو که سړی يوازې وي يا نور خلک وي د ټيپ ،کمپيوټر يا بلې وسيلي څخه قرآن واروي او په هغه کې تدبر او فکر وکړي ډير د اجر کار دی .
مګر که نور خلک وي او هغوی خبرې کوي د آوريدلو د پاره اشتياق نه وي نو بيا په زوره نيول صحي نه دي ځکه چې هغوی ګناه کاريږي ځکه چې دا د کفارو صفت ؤ چې کله به قرآن لوستل کيده دوی به خبرې او مزاحمتونه پيل کړل لکه په دغه مبارت آيت کې :
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآن وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت 26 )
دوهم : ستاسې د پوښتنې په ارتباط قرآن چې په هر ځای کې لوستل کيږي له هغه ځای څخه شيطانان لري کيږي
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ كَانَ يَقُولُ إِنَّ الْبَيْتَ لَيَتَّسِعُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَحْضُرُهُ الْمَلاَئِكَةُ وَتَهْجُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَكْثُرُ خَيْرُهُ أَنْ يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ وَإِنَّ الْبَيْتَ لَيَضِيقُ عَلَى أَهْلِهِ وَتَهْجُرُهُ الْمَلاَئِكَةُ وَتَحْضُرُهُ الشَّيَاطِينُ وَيَقِلُّ خَيْرُهُ أَنْ لاَ يُقْرَأَ فِيهِ الْقُرْآنُ
کوم کور کې چې د قرآن قرائت کيږي هغه کور د کور د اهل د پاره فراخه کيږي ملائکې حاضريږي او شيطانان لرې کيږي خير يې زياتيږي او په كوم کور کې چې د قرآن قرائت نه کيږي هغه کور په اهل كور باندې تنګيږي هغې کور نه ملائکي لري کيږي شيطان ورځي خير يې کميږي . (رواه دارومي۳۳۷۲  ) .
دريم : کله چې سړی خپله د قرآنکريم له مخې تلاوت کوي نو اودس به لري .
مګر کله چې له کمپيوټر ،تلويزيون وغيره څخه قرآن ته غوږ وي اوداسه ته ضرورته نشته اونه هم د تلاوت د سجدې په تلاوت سره سجده تلاوت واجبيږي .  
ځکه چې دا د قاري اصل تلاوت نه وي او د څه ذريعو په وسيله د ننه آواز صوت شوی وي (جديد فقهی مسايل ج۱ ص ۷۳ )
وأما سجود التلاوة إذا كنت تستمع آية فيها سجدة من الكمبيوتر أو جهاز التسجيل ، فالذي يظهر أنه لا يشرع السجود لذلك . وقد نص العلماء المتقدمون على قريب من هذه المسألة . فمن ذلك : ما جاء في “الفتاوى الهندية” (1/133) وهو من كتب الأحناف :
” إن سمعها ( يعني آية السجدة ) من الصَّدَى ( وهو ارتداد الصوت من مكان بعيد ) لا تجب عليه ” انتهى .
فمثله : إذا سمعها من جهاز تسجيل ونحوه .
وقد سئل الشيخ ابن باز رحمه الله :
إن كان الإنسان يستمع إلى تلاوة القرآن الكريم بواسطة جهاز التسجيل ، ومر القارئ بآية فيها سجدة تلاوة ، فهل يسجد ؟
فأجاب :
” لا يشرع للمستمع أن يسجد إلا إذا سجد القارئ ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم قرأ عليه زيد بن ثابت رضي الله عنه سورة النجم ولم يسجد ، فلم يسجد النبي صلى الله عليه وسلم ، فدل ذلك على عدم وجوب سجود التلاوة ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم لم ينكر على زيد تركه ، كما دل الحديث أيضا على أن المستمع لا يسجد إلا إذا سجد القارئ ” انتهى .
“مجموع فتاوى ابن باز” (11/415) ونحوه في “الشرح الممتع” (4/133) .
 
 
موقع افغانية الاسلامية (آن لاين اسلامې لارښود)
 

  1. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  2. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  3. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  4. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  5. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  6. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  7. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  8. احرام درطياره [هواپيما]
  9. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  10. احكام رويت هلال
  11. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  12. ادويه مسدود كننده حيض
  13. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  14. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  15. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  16. استنجا كردن همراه كاغز
  17. اسلامي او مذهبي کتابونه
  18. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  19. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  20. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  21. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  22. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  23. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  24. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
  25. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
  26. الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
  27. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  28. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  29. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  30. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  31. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  32. اوقبله کوم طرفته ده
  33. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  34. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  35. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  36. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  37. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  38. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  39. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  40. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  41. ایا انسان خواره مو ليدلي
  42. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User