Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, April 17, 2011

د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کمپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه

 

 

د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کمپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه


ليکواله: اناهيتا روهي

د ننۍ پر مختللې تنکالوجۍ سره ، چې څومره د ژوند سوهولتونه ډيرشوي ، په هماغه کچه يې منفي اغيزې هم مخ په ډيرويدو دي . په تيره بيا دامنفي اغيزې په ماشومانو کې د يوې ساري ناروغۍ په څير په چټکۍ سره په خوريدو دي .
دماشومانوارواه پوه ،المانی فيلسوف اودعقلي اوعصبي برخې ډاکتر(( منفريد شپيتڅير)) Spitzer Manfred  وايي  ((د تلويزيون پر شيشه. هر ډول خپريدونکې خپرونه د ماشوم د ذهن ، سر ، زړه او حتی خيټې او نس لپاره مضره ده .))  دې دا ډول ليدنيزو شيشو تر څټ ناستی  له ډيرو خواوو دماشومانو او تنکيو ځوانانو ذهن زيانمنوي .
ډيرې ميندې وينو ، چې خپل واړه ماشومان يې د تلويزيون مخته کينولې وي  او دوی په خپله د کور په چارو بوختې وي . که ترينه وپوښتو ، چې ولې دې دا ماشوم د تلويزيون مخ ته يوازې کينولی دی؟ پرته له دې ، چې کوم وخت يې هم دې ته پام کړی وي ، چې د ماشومانو دا ډول يوازې ناستي پايله به څه وي ،په ځواب کې وايي (( ښه دی غلی ورته ناست وي ، ژاړي نه ، ناولتيا  او ورانی نه کوي ، او زه هم خپلو چارو ته وزګاره وم!))

اوس به راشو دې ته ، چې تلويزيون او نورې ليدنيزې شيشې څه  منفي اغيزې لري او تر کومه ځايه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ذهن زيانمنوي  :
لومړۍ : د تلويزيون ، کامپيوټر او د ګيمونو سره بوخت ماشومان او تنکي ځوانان اکثراً د يوازيتوب خواته ځي .د خلکو سره د ناستې او وﻻړې څخه ځان لرې ساتي  . په داسې حال كې  چې زده کړه او تجربه له چاپيرياله او له خلکو سره د ناستې او وﻻړې په ترڅ کې زده کيږي .

دوهم  :  سره له دې چې ماشوم په خبرو او اترو بوخت وي خو،  مخاطب يې داسې څوک نه وي چې د ده په کړو وړو نيوکه  وکړي او يا يې هم د ترسره شوي کار په  پايله کې وستايي  . ماشوم هغه وخت د ښو او بدو تر منځ توپير زده کوي ، چې  په غير مستقيم ډول سره د نيوکې ،  او په مستقيم ډول  سره د ستاينې او هڅونې سره مخامخ شي .
دريم  :  دا چې ماشومان يا تنکي ځوانان  په اونۍ کې د ديرشو نه تر څلويښتو ساعتونو په دې لوبو بوخت وي ، دا په خپله يو نا سالم عادت دی .او دا ډول ماشومان معتادين بلل کيږي ، چې پايله يې د معتادينوکلينيکونو او تيراپيو ته رسيږي .

څلورم  :  د ماشومانو د خوراک سيستم بدلون مومي  . دوی په بې علاقګۍ  او په بيړې سره ډوډۍ  خوري ، چې دا په خپله د معدې او هضمي سيستم لپاره  تاوان لري  .

پينځم  : هغه غږونه او اوازونه چې د کامپيوټري لوبو، تلويزيون  او بيلابيلو ګيمونوپه ترڅ کې د ماشوم په ذهن کې ځان ځايوي ، ددې پايله په څه شي ختميږي؟
 د هامبورګ په پوهنتون کې د ځينوکامپيوټري لوبو له څيړلو وروسته دا خبره په ډاګه شوه ،چې  د 90 کلونو راپه ديخوا يعنې  کله چې انټيرنيټ ته ﻻس رسی اسانه شو نارينه ماشومان او تنکي ځوانان، چې عمر يې د يوولسو او اتلسو تر منځ دي  د ورځې دوه ساعته په دې لوبو بوخت وي  . که چيرې د ماشوم بدني جوړښت ته ځير شو  نود بدن د ټولو غړو  وروسته عقل تکميليږي .او دا عقل هغه وخت پخيږي ، چې په خپل چاپيريال کې ډير څه تجربه شي . ماشوم هر څه په تکرار عمل سره زده کوي . غږ پيژني او د وخت په تيريدو سره بيلابيل اوازونه له يو بل سره توپير ولی شي . خو ددې  لوبو اوازونه د اصلي شي د اواز سره توپير لري .
د بيلګې په توګه : د موټر هغه غږ ، چې موږ يې د سرک پر سر اورو ، او هغه غږ چې موږ يې د تلويزيون او يا له کامپيوټر څخه اورو ډير توپير لري  . حتی ډيری غږونه  د تصوير سره اړخ نه لګوي او په عصابو کې هغه حجرې زيانمنوي، چې ﻻ د ودې په حال کې وي . او د ژر عصبي کيدو او غصه کيدو سبب ګرځي.

شپږم :  ماشومان او تنکي ځوانان دليدنيزو لوبو په ترڅ کې بې خوځښته او بې حرکته وي دا په خپله د وزن د زياتيدو سبب ګرځي . هغه ماشومان چې وزن يې د نورمال حالت نه ډير وي ، د تنبلی او لټۍاحساس کوي . په ازاده هوا کې نه ګرځي ، حرکت يې لږ وي او ډيری يې د وينې په  لوړ فشار، شکر او نورو بيلابيلو ناروغيو ، چې اصلاً د ډيرو لوړو عمرونو خلکو کې وي ،اخته کيږي .

اووم  :  د ښوونځي له درسونو سره مينه نه ښيي . د ازادې مطالعې له نوم سره نااشنا وي . او هغه لوبې او نورې ازادې زده کړې لکه لاسي کارونه ، رسامي ، انځورګري ، خطاطي او سپورت دا خو ورته  بيخي پردي ښکاري .

نن سبا په هر هيواد کې د شلو څخه زيات تلويزيوني چينلونه دي . که چيرې دا ټول پروګرامونه يو ځل وڅيړو نو په سلو کې به يې څومره برخه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره وي؟
ايا داسې کومې روزنيږې خپرونې د ماشومانو لپاره شته ، چې هره ورځ دې  له نويو مطالبو سره خپرې شي؟ د ماشومانو لپاره په زړه پورې وي او ماشوم دې يو څه ترينه زده کړي؟
د نړۍ په پر  مختلليو هيوادونو کې لکه ، المان، انګلستان او امريکا کې  چې د ماشومانو لپاره يې په هره برخه کې ډير کار شوی دی ، بيا هم اروا پوهان د داډول مسايلو سره ﻻس او ګريوان دي  او په دې هڅه کې دي ، چې په څه ډول سره د داسو لوبو مخنيوی وکړي ، چې ډيره لوړه برخه يې  د ماشومانو په ذهن ناوړه اغيزه لري .    په امريکا کې د يوې څيړنې په پايله کې دا خبره څرګنده شوه ،چې په منځنۍ كچه مخکې له دې چې  ماشوم په امريکا کې ښوونځي ته ﻻړ شي 100000 جنايي پيښې او  8000 قتلونه يې په تلويزيون کې ليدلې وي . او بيا دا شميره په  هغه ماشومانو کې څو چنده وي ، چې دوی د تلويزيون تر څنګ  ګيمونو او انټيرنيټ ته هم ﻻس رسی ولري .

د همدې څيړنو په ترڅ کې يې ماشومانو ته يو داسې فلم وښودلو ، چې ماشومانو د نانځکو سره په زور ، زياتي چلند کولو . وروسته يې ماشومانو ته په هماغه ډول نانځکې ورکړې . هغه ماشومانو چې فلم يې ليدلی و، د څو شيبو په ترڅ کې يې کټ مټ هماغه ډول د زور ، زياتي چلند د خپلو نانځکو سره پيل کړ.او هغه ماشومانو ، چې فلم يې  نه وليدلی ، په ارامۍ سره په لوبو بوخت ول  .

  نو زموږ د هيواد په څير يو غريب هيواد کې به د ماشومانو ذهني حالت څه ډول وي؟ چې نه مو په تعليمي نصاب کې د پام وړ څه شته، نه په وړکتونونو کې مسلکي پالونکې لرو، نه د ماشومانو لپاره کتابتونونه لرو،او نه مو کورنيو په دې برخه کې  کومه خاصه پاملرنه کړې ده .

دا خبره سمه ده چې تلويزيون اوانټيرنيټ  نن سبا د ټولې نړۍ تر منځ د راکړې ورکړې ،دمهمو پيښيو د خپريدو او د ټولې نړۍڅخه د خبريدو مهمې وسيلې دي ، خو دا هم بايد هير نه کړو چې تر ټولو ډيرې منفي اغيزې هم همدا تلويزيون او انټيرنيت لري .
 دا چې زموږ هيواد هم اوس د نورو هيوادونو په څير د نوې تکنالوجۍ څخه پوره پوره برخمن دی ، نو دا به ټول خپله دنده وګڼو تر څو د خپلو ماشومانو د سالمې ذهنې ودې لپاره د دوی هره لوبه ، هر کتاب ، هره کيسه  او هر هغه څه چې په دوی پورې تړاو لري ، مخکې له دې چې دوی پرې خوشحاله کړو يو ځلې يې په خپله وګورو ، وې لولو ، منفي او مثبتې پايلې يې وڅيړو او بيا يې د يو منظم پروګرام په چوکاټ کې دوی پرې بوخت کړو.

اخځليکونه :
د  (( احتياط! ليدنيزې شيشې ))  له کتاب څخه د منفريد شپيتڅير ليکنه
Manfred Spitzer, das Buch "Vorsicht Bildschirm"
له الماني ويب پاڼې :د ماشوم  روزنه او پالنه
http://www.erziehungstrends.de/node/۵۹۷

منبع : ميرمن بهير

 

  1.  
  2. د لچسپ و عجیب او ناشنا
  3. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  4. د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کمپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه
  5. د ماشوم ستونزه چې د شپې خپله بستره لمدوي
  6. د ماشوم شخصیت څرنګه جوړ کړو؟
  7. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  8. د ماشومانو ناروغۍ
  9. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  10. د مبائل لپاره عربی اذکار او دعا ګانی
  11. د مرګ يادولو فائده
  12. د مسلمان ساتنه په قرآنی او نبوی اذکارو کی: پشتو:
  13. د مسلمانی ښځی خاصو احکامو ته یوه پاملرنه{پشتو}
  14. د مصنوعي غاښونو د ايښودلو حكم
  15. د مكي فتحه
  16. د مكي فتحه:دوهمه حصه
  17. د منډې په وخت دتشو درد
  18. د مهر يا ولور په اړه مفصل بيان
  19. د موبایل د بیټړی پټ برق/چارج
  20. د مور اوپلار سره ادب
  21. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
  22. د مونځ كوونكو دخبرولو لپاره په جومات كښې نغاره ډنګول څنګه دي؟
  23. د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  24. د ميرنى بالغ ورور او د تره په وجود كې مور لره د نابالغې د نكاح اختيار نشته او نه ميرنى پلار ته اختيار شته ځكه
  25. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  26. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  27. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  28. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  29. د نوروز لمانــځل حـرام دي
  30. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  31. د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش ا
  32.  
  33.  





No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User