Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 25, 2011

ماشوم اوجیب خرڅی

ماشوم اوجیب خرڅی
ډاکټر سباوون

په کومو لارو باید ولګول شي ،دهغوي خرڅ څه ډول کنټرول کړو ، په ټول کې آیا دماشوم په ژوندکې دامهمه ده چې باید یوه اندازه پيسې په جیب کې وګرځوي؟.زمونږ په ټولنې کې ډیر کسان وايي ماشومانو ته پيسې مه ورکوئ چې خرابوي ېې یا بې لارۍ ته ېې بیايي ښايي ځينې وخت دغه خبر ه سمه وي خو تل هم سمه نه ده . ځکه چې جیب خرڅي دماشوم په ژوند کې ډير مهم پړاو دی او هغه ته دخپلواکۍ حس ورکوي په بله وینا هغه به نور مجبوره نه وي چې له تاسو کوم شی وغواړي .او په دې ډول به هغه د ډيرو شیانو په برخه کې خپلواکي ولري داچې بچیانو په پیسو سره خبرابیږي دا سمه خبره نه ده بلکه غوره ده هغه ارزښتونه چې مهم دي خپلو ماشومانو ته ېې انتقال کړو او که ماشوم پر ځان متکي او له مور او پلاره ېې ښه بیلګه اخیستې وي هیڅکله به پیسې بې ځایه ونه لګوي هڅه به وکړو پردې خبرو بحث وکړو چې آیا ماشوم ته ددپيسو او جیب خرڅي ورکول ښه دي اوکه بد ترټولو مهمه پوښتنه چې دهر مور اوپلار له لوري مطژح کیږي دا ده چې آیا دا وس لرو چې خپلو بچیانو ته جیب خرڅي ورکړو ؟
که دغه وس لرئ ډير کارپوهان باوري دي چې دغه کار وکړئ او بچیانو ته دجیب خرڅی ورکړئ ځکه چې دغه ګټې به ولري :په دې کار سره خپلو ماشومانو ته دپيسو ارزښت ، دسپما چل ، دکار کولو اهمیت ، ملګرتیا ، او له سپما او لګولو دخوند اخیستلو چل ورزده کوئ البته که دغه خبرې درته مهمې وي هغه کسان که غواړي دغه خصوصیات په خپلو ماشومانو کې وروزي او وس هم لري غوره ده چې ماشومانو ته جیب خرڅی ورکړئ .په دې ډول ویلاي شو چې هغه داسې نړۍ ته چمتو کړي هغه ته په تمه ده .په دې ډول به خاصه خپلواکي ترلاسه کړي ډيرکسان اوس شته چې ترلویېنې پورې دپيسوپه لګولو او ترلاسه کولو ا واهیمت نه پوهیږي ښايي یو علت ېې همدا وي چې په ماشومتوب کې ورته چا دپيسو اهمیت نه وي ورښودلی داسې هم نه ده چې یوازې په خبرو سره هغه ته دپيسو اهمیت ورزده کړو باید ماشوم هرشی په خپله تجربه کړي ترڅوهغه درک کړي .له کوم عمره او څومره پيسو ورکړو؟


ماشوم باید دپيسو په شمیرلو پوه وي ګني څنګه به پوه شي چې مثلاُ پنځوس افغانۍ لري او ۱۵ ېې خرڅ کړي اوس څومره ورسره پاتې دي هغه څیړنه چې په لودیځ کې شوې ددې ښودنه کوي چې په متوسطه توګه له هرو دوماشومانو یو جیب خرڅي اخیستې وي او کله چې دماشوم عمر زیاتیږي ددغو پيسو فیصدي هم ورسره زیاتیږي .ددغو څیړنو په اساس له دو ترڅلورکلونو ماشومانو یولس فیصدو په لودیځ کې جیب خرڅی اخیستی دی په داسې حال کې چې کله عمر دپنځلس او اوولسو ته رسیدلی دی دغه فیصدي پنځه اویا ته رسیدلې ده که څه هم دغه څيړنه په لودیځ کې شوې ده خوزمو نږ په ټولنه کې هم داجرا وړ ده .البته زموږ په سیمو کې ماشومانو ته دپيسو ورکولو په اړه منفي ذهنیت شته دی او ډيرکسان په دې فکر کې دي چې ماشوم ته پيسې ورکول ناوړه پایلې درلودلاي شي خو داسې نه ده که ماشوم ښه وڅارل شي او له اخلاق پلوه ښه ورزول شي پيسې هغه نه شي خرابولاي .دلته به دهغوماشومان فیصدي درته بیان کړو چې په لودیځ کې دي او جیب خرڅی ترلاسه کوي :ددو او څلورو کلونو په ماشومانو کې یولس فیصده ېې په متوسط ه توګه په ورځ کې ۴/۲۷ یورو جیب خرڅي اخلي .په اروپاکې دپنځو او اوو کلونو۲۹ فیصده ماشومان په متوسطه توګه۳/۸۱یوور اخلي .داتو او لسو کلونو ۵۷ فیصده ماشومان په متوسطه توګه ۱۱/۲۸یوروجیب خرڅي اخلي .دیولسواو څوارلسو کلونو ۶۷ فیصده ماشومان په منځنۍ کچه ۱۶/۴۶ یورو ترلاسه کوي .دپنځلسو او اوولسو کلونو۷۳ په سلوکې ماشومان کابو ۳۰/۳۳ فېصده یورو دجیب خرڅي په توګه اخلي .څومره چې ماشومان واړه وي میندې اوپلورنه غوره بولي ددې په ځاي چې په منظمه توګه مثلاً په اونۍ یا میاشت کې پيسې ورکړي لږ لږ ورته پيسې ورکوي بې له شکه په دې ډول دپيسو دلګولو په ځاي ډیر ښه خبریږي او په دې ډول څومره چې ماشوم لویږي دغه چاره نوره هم منظمه کیږي په بله وینا په اوننیره توګه یا په میاشتني ډول که هغه ته پيسې ورکړو ښه به وي .غوره ده پوه شي چې نجونې دعمر له پوله ترهلکانو ژر جیب خرڅي ترلاسه کوي خو له اتلس کلنۍ وروسته دا هلکان دي چې ډيرې پيسې ترلاسه کوي .په دې برخه کې بله ډيره مهمه پوښتنه دا ده چې څه ډول زموږ ماشومان خپل جیب خرڅي ولګوي ؟
ډیرکسان باوري دي ښه خبره نه ده چې په زور واکه او مستبدانه توګه دخپلوماشومانو پيسې لګول وڅارو هغوي باید په خپله دغه تجربه ترلاسه کړي حتي که دلومړي ځل لپاره ېې خپلې پيسې بې ځایه ولګولې که وخت ورکړئ په خپله به ترې پيښمانه شي باید ماشومان آزاد پرښودل شي چې په پيسو هرڅه کوي وېې کړي له بلې خودغه عمل دهغوي په اصلاح او روزلو کې ډيره اغیزمن دی ا لبته په دې برخه کې دا خبره ډيره مهمه ده چې ماشوم ته ورزده کړاي شي څنګه اوڅومره پيسې ولګوي او خپله پسپنه څه ډول وساتي او څنګه ېې کنټرول کړي په دې برخه کې څوسپارښتنې لرو .لومړی : صبر وکړي چې ماشوم ضروري پوخوالي ته ورسیږي که دپيسو په شمیرلو نه پوهیږي دپيسو او جیپ خرڅ ورکو ل به ورته هیڅ ګټه ونه لری ځکه چې دپیسو اخیستو او لګولو په وخت ددې وس نه لري چې جمع او تفریق وکړي ږ
دوهم :له همغه پيله ځینې شیان معلوم کړئ مثلاً تاسو ژمنه کوئ چې هره اونۍ اویا هره میاشت هغه ته پيسې ورکوئ خو په بدل کې ېې پردې مه ویریږئ چې ښايي پيسې غلط ځاي ولګوي البته دا خبره باید هیره نه کړئ چې هغه ته دپیسو اهمیت او ارزښت وروښيئ او هغه پوه کړئ چې ځینې شیان دانسان تربیې او اخلاقو ته څومره تاوان رسوي .دا بیل بحث دی چې ماشوم څنګه ورزوو.که ماشوم وغواړي تل خپل پیسې په بې ځایه شیان ولګوي او خطرناکه شیان واخلي لکه سیګریټ او چاقو او یادا چې په بې ځآیه شیانو ېې ولګوي که دغه کار ېې وکړ نو حتماً باید دڅومودې لپاره دهغه جیب خرڅی وځنډوئ له دې وخته باید پوه شي چې په خپلو پيسوهرکار نه شي کولاي که ماشوم په دې برخه کې له تاسو مشوره وغوښته او حتماً ورسره مشوره وکړئ .دکورپه کارونو کې دمرستو په بدل کې اویا کله چې هغه په ښونځي کې ډيرې نمبرې واخلي پيسی مه ورکوئ دا مه ورته وایئ که ښې نمبرې دې واخیستې حتماً به ډیرې پيسې درکوم باید په دې پوه شي چې دځان لپاره او ځان په ګټه کار کوي نه دپيسې لپاره اوباید پيسې ستاسو او دماشوم ترمنځ دګواښ کرښه نه وي مثلاً مه ورته وايئ چې تا نن ښه درس نه دی ویلی نو پيسو هم نه درکوم او که خپله کوټه منظمه نه کړئ پسې نه درکوم دجیب خرڅې مسله له ټولومسلو بیله کړئ .ماشوم ته دپیسو ورکولو اصلي هدف دادی چې هغه ته دپانګونې چل ورزده کړئ او دپيسو دلګولو اوسپما مدیریت وروښيئ که ستاسو ماشوم له خپل وخته مخکې خپلې پيسې خلاصې کړې چې دغه کار حتماً کوي نو هغه ته په نرمه ژبه دپيسو دمصرف چل ورزده کړئ او له هغه سره مرسته وکړئ چې
په خپلې تیروتنې پوه شي خوتل داسې مه کوئ او هغه مه عادت کوئ چې نورېې اقتصادي کشالې اوارې کړي اوله مالي کړکیچه ېې وژغورئ .که داسې وشي دجیب خرڅي دورزلواهمیت له منځه ځي .دماشوم دعمر په اساس هغه ته دجیب خرڅئ ورکړئ دعمر په زیاتیدا سره پيسې ورزیاتې کړئ .دماشوم دحقیقي اړتیا له مخې هغه ته پيسې ورکړئ .دپیسې په هکله آزادانه خبرې اوبحث وکړئ په دې اړه مه ویریږئ مثلاً که هغه وايي چې باید زما جیب خرڅی زیات شي په دې اړه له هغه سره په آزادانه توګه دهغه داړتیاوو په هکله خبرې وکړئ .که ستاسو ماشومان جیب خرڅي ونه غواړئ غالباً داپه دې معني ده چې له ستریدا ویره لري او پر خپل نفس باور نه لري له مور او پلاره غوښتنه ترهغه ډيره آسانه ده چې مسولیتونو ته اوږه ورکړي غوره ده په دې ېې پوه کړئ دغه پيسې که سم لګوئ دهغه په کار ویاړئ په یاد ولرئ هیڅکله هغه په ځآي فیصله مه کوئ پریږدئ چې په خپله فیصله وکړي که تیروتنه وکړي بیاهم دهغه لپاره ډيره ګټه لري 


منبع :تاند


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User