Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, April 8, 2011

د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده



د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده


ژباړه: وحيد الله اباسين

سوال: زما ترټولو خوښ کار د عشقی کتابونو او ناولونو مطالعه کول دی چی په هغو کې د هلک او نجلۍ ترمنځ د نا مشروع اړيکو او دهغو د عشقي او نا مشروع احساساتو څخه په ډاګه څرګندونه شوې وي. خو زه د دې فلمونو له کتلو سربېره لمونځ‍ هم اداکوم او د حجاب او پردی خیال هم ساتم او دالله تعالی ویره می هم په زړه کې شته او تقوی هم لرم او زه له هیڅ کوم یو ځوان سره اړيکې هم نلرم، خو زه یوه دعشقی احساساتو لرونکې نجلۍ یم، سندري اورم او عشقي فلمونه ګورم، سره له دې چې همدا فلمونه او ناولونه زما د سرګردانۍ او اروايي پرېشانۍ سبب هم دي. په دې هکله که مهرباني وکړئ او د قرآن او حديث په رڼا کې راته لارښوونه وکړئ؟

ج. ش. مصر

ځواب:


لومړی د عشقي ناولو او کيسو خبره:

دعشق او محبت کيسې، داستانونو او یا ناولونو لوستل ډیرزیات زیانونه لري، په ځانګړي ډول که د دې کيسو او فلمونو لوستونکی يو ځوان هلک يا نجلۍ وي.

ددی ډول ناولونو او کيسو لوستل د شهوانی غریزې د را پاریدلو سبب ګرځي اوډیر ناوړه او بد خیالونه په ذهن کی پیدا کوی اویا یی تقویه کوی اوپه پای کی بیا په دی ډول ناولونو او کيسو کی د ناول هیرو يا قهرمان (هلک يا نجلۍ) سره له زړه څخه مينه پيدا کېږي او په دې توګه د دوی له کړنو څخه د تقليد او پېښې کولو احساس راپارېږي.

او اسلامی شریعت او نظام خو بیا د حرام لورې ته سوق کوونکي وسايل هم منع کړي دي او حکم کوي چې نامحرم سړی او ښځه بايد د يو بل سره د مخامېدو په حال کې سترګی ښکته کړي، او د ښځو سره د خلوت څخه یی هم په کلکه منع راوړې ده او همدارنګه دخبرو کولو په وخت يې ښځې د نرمې او مينه ناکې لهجې له کارولو څخه هم منع کړې ده ځکه د نامحرمو ښځو نرمه او پسته لهجه د نارينه د شهوت د پارولو سبب ګرځي او دا بيا فحاشۍ ته لار هواروي.

دی ډول کيسو او ناولونو لوستل د شریعت مخالف یو عمل دی، او دا ځکه چی په دې کې له نارينه وو سره د اړيکو پيدا کولو او د هغوی د راجلبولو لپاره ډول ډول فاسدې لارې چارې ښوول کېږي، او نه يوازې دا، بلکې د مینی او محبت فاحش ډولونه اوپه حرام ډول د ملاقاتونو او کتنو ډولونه هم په ډیرمهارت سره د فاسدو لیکوالانو لخوا وړاندې کېږي تر څو د ټولنې ځوان نسل د بې لارۍ او فحاشۍ لورې ته سوق شي.

دويم د موسيقۍ او عشقي سندرو خبره ده.

پاروونکي موسیقي اوریدل حرام ده، ځکه چی ددی د حراموالي په اړه په ډیرو احادیثوکی یادونه شوې ده.

درېيم د عشقي فلمونو خبره ده.

د عشقي فلمونو دلیدلو په اړه هم همغه حکم دی کوم چی د عشقی ناولونو د لوستلو په اړه دی، بلکې فلمونه خو لا زيات مضر او مفسد او په ټولنه کې د اخلاقي فساد ترويجوونکي دي. ځکه فلمونه بيا دغه ډول حالات (د هلک او نجلۍ تر منځ د ناروا تماسونو د ټينګېدو لارې چارې) په انځوریز ډول وړاندې کوي او د فلم ليدونکي دا حالات په خپلو ژونديو سترګو ګوري، او په دا ډول فلمونه کې بيا ستر او حجاب هم نه وي، بلکې د نجونو د بدن هغه ځايونه هم ښکارېږي چې په قطعي توګه کتل ورته حرام او ناروا دي.

په فلمونو کې د فاجرو اعمالو مطالبه هم کېږي او عموما داسی موسیقي لري چی په اوریدو او کتو سره یې شهواني غریزه را پارېږي او ځوانان د فحاشۍ خواته رابولي چې د فلم دا فاسد اړخ بيا له هېچا څخه پټ نه دی.‌ اوس نو د حيرانتيا خبره نه ده چې د دغسې فلمونو د کتلو لامله دې ځوانان سرګردانه شي او پرېشانه شي.

نو نتېجه دا شوه چې د عشقي ناولونو لوستل، د فلمونو کتل او موسيقۍ اوريدل حرام دي او د لويو ګناهونو د دروازې حيثيت لري، او د دغو ګناهونو د ارتکاب عواقب بيا ډېر خطرناک دي.‌

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله سبحانه وتعالی د ادم په اولادی باندې د زنا برخه لیکلی ده چی هغه به ورته رسیږی نو دسترگو زنا لیدل دی (نامحرمې ښځی ته) د ژبې زنا خبری کول دی (له نامحرمی ښځی سره) نفس بیا د دغو غوښتنو خواهش کوي او فرج ددی ټولو تصدیق کوي یا یی ردوي.

صحيح بخارى حديث نمبر ( 6243 ) صحيح مسلم حديث نمبر ( 2657.

د مسلم په یو روایت کی داسي راځی چې د ادم به اولادی باندی د زنا له آمله د وجود په هرې برخې باندې څه ناڅه برخه لیکل شوې ده ، نو دسترګو زنا لیدل دی ( نامحرمی ښځی ته)، د غوږونو زنا اوریدل ( دنامحرمی ښځی د اواز)، د ژبی زنا خبری کول (دنامحرمی ښځی سره)، د لاس زنا نیول (دنامحرمې ښځې)، د پښو زنا تلل (دزنا لپاره) ، زړه بیا ددی غوښتنه او خواهش کوی او بیا ددی ټولو تصدیق (منل) یا تکذیب (ردول) د تناسلی غړو لخوا کېږي.

نو که چیرته تاسې د دې حديث په اړه غور او فکر وکړئ، خپله مساله به درته واضح شي. د کومو فلمونو يادونه چې تاسې کړې وه د هغو کتل د دغه حديث په رڼا کې وګورئ او بيا خپله قضاوت وکړئ. د دا ډول فلمونو کتنه او يا د ناولونو لوستله د سترګو، غوږونو او خولې له زنا پرته بل څه نه دي. طبيعي ده چې زړه هم د دغو فلمونو څخه په تاثر کې غواړي چې همدا کړه وړه خپله انسان عملي کړي. نو الله دې موږ له دغو ګناهانو څخه وژغوري.

تاسوته باید څرګنده وی چی د هر حرام عمل ژرترژره پریښودل ضرور او واجب دي، او د ګناه نه وروسته بیا ګناه کول د زړه د توروالي سبب ګرځي، لکه چې په لاندې حديث کې نبي عليه السلام فرمايي:

کله چی یو بنده د ګناه یو عمل سرته رسوی نو ددغه بنده په زړه باندې ددغه عمل له امله یو تور ټکی لګول کېږي او کله چی دا بنده دغه عمل ترک کړی او دزړه په صدق سره توبه وباسی نو زړه یی بیرته پاک شی او که چیرته بیا دوهم ځل لپاره همدغه دګناه عمل سرته ورسوي نو بیا په دغه توروالي کی اضافه والی راځي ان تر دې چی ټول زړه ورباندی تورشي او دا هماغه زنګ دی چی الله تعالی ورڅخه په قرآن کی یادونه کړې ده چې: بلکې دهغوی په زړونو باندی زنګ لګیدلی دی او دا دهغوی دخپلو کړو له امله دی.

سنن ترمذى حديث نمبر ( 3334 ) سنن ابن ماجہ حديث نمبر ( 4244 ) علامہ البانى رحمہ اللہ دا حديث حسن ګڼلی.

او داخبره هم په یاد لرئ چی هرکله یو مسلمان د الله تعالی درضا دلاسته راوړلو لپاره یو ناوړه او بد عمل ترک کړي اولاس ترې واخلي، الله تعالی ورته ضرور د هغی بدل (انعامات ) ورکوي. نو ځکه څومره ژر چې کیدای شی ددې عمل څخه دزړه له کومی توبه وباسي او دا ډول حرام کارونه او اعمال ترک کړي، او خپل ځان په داسی کارونو او اعمالو کی مصروف کړی چی ستاسی ددنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځي زیات وخت دقرآن پاک تلاوت کوي او ورسره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ، د امهات المومنین او دصحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم د سیرت مطالعه کوی. او د مفيدو تقریرونو او درسونو اوریدلوته مخه کړي ترڅو د الله تعالی یاد او دآخرت ویره ستاسو په زړونو کې پیداکړي او په دی ډول تاسی له حرامو څخه ځان لیری وساتي.

الله تعالی دې موږ او تاسو ټولوته په سمه لاره د تللو توفیق راکړي. آمین

واللہ اعلم .
اصلاح انلاين نه په مننه :سرچينه: اسلام سوال او جواب 

وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : [ كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا مدرك ذلك لا محالة : العينان زناهما النظر والأذنان زناهما الاستماع واللسان زناه الكلام واليد زناها البطش والرجل زناها الخطا والقلب يهوى ويتمنى ويصدق ذلك الفرج أو يكذبه ] متفق عليه . وهذا لفظ مسلم ورواية البخاري مختصرة

1622. Abu Hurairah (May Allah be pleased with him) said: The Prophet (PBUH) said, "Allah has written the very portion of Zina which a man will indulge in. There will be no escape from it. The Zina of the eye is the (lustful) look, the Zina of the ears is the listening (to voluptuous songs or talk), the Zina of the tongue is (the licentious) speech, the Zina of the hand is the (lustful) grip, the Zina of the feet is the walking (to the place where he intends to commit Zina), the heart yearns and desires and the private parts approve all that or disapprove it.''
[Al-Bukhari and Muslim

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User