Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 1, 2011

دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟


دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
ژباړه : ډاکټر عبدالوحيد (منصور)

دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
ا يا تراوسه مو فکر کړى چې ولې له امتحانه ويريږئ ؟
ايا تراوسه موله ځان سره فکر کړئ چې له امتحانه ستاسې دويرې علت څه دئ؟
ايا لدې ويرې نه دخلاصون په هکله مو څه فکر کړى؟
ټول شاګردان له امتحانه په ويره او ډار کې وي ،ددې ډار ترټولومهم علت دامتحان هغه نتيجه ده چې يا خودشاګرد دمحبوبيت ،شهرت اوتشويق اويا هم برعکس دناکامى په صورت کې دتهديد ،تحقير اوشرمندګۍ باعث ګرځي.
دامتحانونو په رارسيدوسره اکثريت شاګردان دامتحان په ډاراخته کيږي هميشه په نا آرامي اوتشويش کې وي چې هسې نه چې ټول زده کړې شيان مې له ياده ووځي .
له امتحانه ډيره ويره او ډار کيداى شي ددې باعث وګرځي چې شاګرد زده کړي شيان له ياده وباسي اوبلاخره ياکمې نمرې يوسي او ياهم له ناکامى سره مخ شي.
له امتحانه دويرې اوډار نښې :
له امتحانه دويرې اوډار ځينې نښې دادي : دسر خوږ ، دسر ګرځيدل ،دبدن ګرموالى ،سالنډي ،دلاسونو او بدن خولې کيدل، دزړه ضربان زياتيدل ، دآواز او دبدن لړزيدل .
ولې شاګردان له امتحانه ويره او ډار لري ؟
لاندې علتونه ددې باعث کرځي چې شاګردان دامتحان په ډار اخته شي :




څنګه کولى شو دامتحان ويره او ډار کنترول کړو ؟
١- دمکتب لخوا په شاګردانو زور راوړل . ٢- دکورنيو لخوا په شاګردانو له حد نه زيات فشار راوړل او هر وخت له امتحانه دهغوى ويرول . ٣- شاګردان ددرس او مطالعې لپاره منظم اوپرلپسې پروګرام نه لري . ٤- دشاګردانو کورنى له امتحانو مخکې هغوى ته په منظمه توګه د درس پروګرام نلري .
ددې لپاره چې له امتحانه ويره او ډار ونلرئ نو لاندې ټکو ته پام وکړئ:
١- منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ ::
سره لدې چې ټول پدې پوهيږي چې دامتحان دشپې درس هومره ګټور نه وي لکه چې مخکې منظم او دتقسيم اوقات مطابق درس ويل شوى وي ، ولې بيا هم اکثريت شاګردان دا کار کوي .
پکار ده له امتحانو مخکې منظم ورځنى تقسيم اوقات ولرئ او ورځنې درسونه تعقيب کړئ ، دامتحان شپې ته دټولو درسونو پريښودل ستاسې دپريشانى او ډار باعث ګرځي .
٢- دامتحان په دوران کې پوره خوب او ا رام وکړئ :
دامتحانونو په دوران کې دزيات درس ويلو له انله دماغ ستړى کيږي اوکافي استراحت او آرام ته ضرورت پيدا کوي ، همدارنګه له خوب سره ذهن بيا تازه کيږي او دحفظولو لپاره تياريږي .
نوکه دامتحان نتيجه مو ښه غواړئ په کار ده چې دخوب او آرام وخت مو منظم وي ،کوښښ وکړئ دامتحانو په شپو کې وختي ويده شئ حتى که امتحان مو دماسپښـن لخوا هم وي .
همدارنګه په کورونو کې بايد درس او مطالعې ته مناسب او آرام ځاي برابر شي ، کورني جنجالونه دشاګردانو ذهني حالت ګډوډوي او دښې زده کړې مخه نيسي.

په خوړو کې زيادت يا کموالى پر بدن ناوړه اثرات غورځوي ، دامتحانونو په جريان کې خواړه ستاسې په کاميابى باندې مستقيم تاثير لري ځکه تر څو مناسب اوضروري خواړه ستاسې دماغ ته ونه رسيږي ذهن مو نشي کولى څه ياد کړي. نوضرور ده چې له تازه سبزي او ميوې نه استفاده وکړئ او که په کافي اندازه دغه خواړه نشى ترلاسه کولى نو دمولټي وټامين ګولىو څخه ګټه واخلئ ، ددې لپاره چې
دامتحان پر وخت کافي انرژي ولرئ نو امتحان ته له تګ نه مخکې په کافي اندازه قند( خواږه ) لرونکي خواړه وخورئ.
٣- مناسب خواړه وخورئ :
٤- حرکت او خوځښت ولرئ :
ځينې شاګردان عادت لري چې دامتحانو په راتګ سره ځان په يو اطاق پورې محدو کړي اوله ګرځيدو اوبيرون راوتلو ځان ساتي کله چې په دوامداره توګه په ساعتو ساعتو له حرکته پاتې شئ نو دماغ مو هم ساکن کيږي نو که غواړئ څه ياد کړئ پکار ده چې څه ناڅه ورزش وکړئ لږ ترلږه قدم ووهئ يا شنې او سرسبزه منظرې وګورئ
.

له امتحانه مخکې او هم دامتحان پروخت اکسيجن ستاسې ددماغ دسم کار کولو لپاره ضرورى دى نوکوښښ وکړئ چې په آرامه اوژوره توګه ساه واخلئ لدې سره به ووينئ چې کرار کرار ستاسې ويره ختميږي او ذهني آرامتيا احساسوئ.
٥- په ژور تنفس سره ځان ارام کړئ :
همدارنګه دلاندې ټکو عملي کول هم ستاسې د ډار دختميدو او په امتحان کې دکاميابيدو باعث ګرځيداى شي :
١- په ټاکلي وخت دامتحان صحنې ته په آرامى سره حاضر شئ او په ناوخته راتګ سره ځان ته لاسې ويره مه پيداکوئ .


٢ – ټول هغه شيان چې دامتحان لپاره پکاريږي له ځان سره يوسئ. ٣ – دامتحان کومې لارښوونې چې تاسې ته کيږي هغو ته توجه وکړئ. ٤ - ددې لپاره چې دوخت له کمبود سره اخته نشئ درکړل شوي وخت ته پام وکړئ . ٥ – ذهن مو دهر ډول سوالونو حلولو ته آماده کړئ ، دامتحان پروخت يو ځل سوالونه ولولئ او مخکې لدې چې ځواب يې وليکئ اول په ځواب باندې ځان قانع کړئ . ٦ – اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ ورپسې متوسط او په آخر کې سختو ته شروع وکړئ. ٧ – دپارچې په ورکولو کې عجـــله مه کوئ ، که له ټاکلي وخت نه مو مخکې سوالونه حل کړل پارچه يوځل بيا وګورئ .
په امتحان کې د ويرې او ډار پرځاى آرام واوسئ
سره لدې چې دامتحان ويره او ډار سرنوشت ټاکونکې ده خو پوهان پدې عقيده دي چې شاګردان ، معلمان ، اداره او دشاګردانو مور او پلار کولى شي ددې ډار په کمولو کې موثر رول ولوبوي .
ددوى رول په لاندې توګه يادولى شو :
هغه څه چې په شاګردانو پورې اړه لري :
١ - دامتحان لپاره جسمي آمادګي هم دروحي آمادګي په څير ضروري ده ، لوږه ، تنده ، دداسې کاليو اغوستل چې ديخني يا ګرمي په وړاندې مناسب نه وي ، يا دامتحان دصحنې سوړوالى يا ګرموالى اويا هم نوره فزيکي خرابتيا ددې باعث ګرځي چې شاګرد ذهني حالت ګډوډ شي او دامتحان په هکله دتشويش باعث شي.

.
هغه څه چې په استادانو يا دمکتب په ادارې پورې اړه لري :
٢ - همدارنګه ځينې شاګردان ددرس دزده کړې سمې طريقې نه پيژنې نو بايد کوښښ وکړي چې دهر مضمون د زدکړې آسانه لار پيدا کړي او پدې هکله له خپلو استادانو او مشرانو نه مشورې واخلي .
دمکتب اداره او معلمين کولى شي درسونو ته دشاګردانو په تشويق او هڅولو سره دهغوى په کاميابي کې مهم رول ولوبوي ، همدارنګه معلمين کولى شي د شاګردانو دروحيي په تقويه کولو سره له هغوى نه دامتحان ويره او ډار لرې کړي او ورته ووايي چې امتحان دمعلم دزحمت او کار ارزيابي ده تر څو يو معلم وويني چې ده څومره خواري او زحمت کړى ،
خو برعکس په امتحان سره دشاګردانو ويرول او هغوى ته امتحان يو بلا ښکاره کول او کله کله هم شاګردانو ته چلينج ورکول اويا بېځايه سختي کول په شاګردانو کې دامتحان ويره او ډار منځته راوړي .
هغه څه چې دشاګردانو په کورنيو پورې اړه لري :
لدې څخه سترګې نشي پټيداى چې دشاګردانو په کاميابي او ناکامي کې کورنى مهم او اساسي رول لوبوي ،کورنى کولى شي په سم قدم پورته کولو سره خپلو بچو ته دکاميابي دروازې پرانيزي او په غلطو او ناسمو اقداماتو سره دهغوى دناکا مي او بربادي باعث وګرځي .
دکورنى لخـــــــوا دښو نمرو دترلاسه کولو لپاره دشاګرد له وس او توان نه پورته طمع کول دشاګرد ذهني حالت ګډوډوي .
ځينې کورنى له نورو شاګردانو سره خپل بچيان مقايسه کوي او خپلو بچيانو ته دپيغور او طعنې په شکل نور شاګردان ور يادوي بغير لدې چې داستعداد تفاوت ، شخصي علاقه او امکانات په نظر کې ونيسي ، ددوى داکار ددې باعث ګرځي چې شاګرد دخجالت او سپکاوي احساس وکړي او داچې دخپلې کورنى دا بې ځايه آرمان نشي پوره کولى نو دشرم او حقارت له احساس سره کرار کرار له درس او مکتب نه زړه تورى شي ،
خـــــــــــــــــــو برعکس له شاګردانو نه دهغوى د وس او توان په اندازه دنمرو او کاميابي طمع او توقع کول ، له نورو سره دهغوى نه مقايسه کول او هغوى ته طعنې او پيغورونه نه ورکول ، دکاميابي لور ته د هغوى تشويق اوهڅــول حتى په ډيرو ضعيــــفو شاګردانو کې هم دکاميابي لور ته د کوښښ هڅه او احساس را پيداکوي او دامتحان ويره او ډار ترې ختموي . نو پکار ده چې کورنى دخپلو بچيانو له وس او توان نه باخبره وي او دهغوى د وس په اندازې توقع ترې ولري .
هغه شاګردان چې د مکتب ، کورنۍ او امتحان تر فشار لاندې وې نو دامتحان ويره او ډار ورسره پيدا کيږي او زياته ضربه وينى آن تر دې چې مخکې له مخکې يې ناکامي په ځان منلي وي .
دامتحان په دوران يا له امتحانه مخکې په ځينو کورنيو کې سم نظامي حکومت اعلان شي ، شاګرد مجبور وي چې شپه او ورځ په ساعتو ساعتو له دمې او وقفې پرته درسونو ته واړوي او دهغوى تفريح او دمې ته هيڅ پام نه کيږي ، دوى فکر کوي چې شاګرد بايد لکه يو ماشين داسې شپه او ورځ لګيا وي حال داچې شاګرد په ډير درس ويلو له ذهني ستړيا او خستګي سره مخ کيږي او هرڅه ورنه ګډوډيږي چې دا کار له امتحان نه ددوى دويرې او ډار باعث ګرځي .
خو برعکس متاسفانه په ځينو کورنو کې دشاګردانو دامتحان په هکله هيڅ توجه نه کيږي ، شاګرد ټول وخت خپل سر ته پريښودل شوى وي او چې امتحانونه راورسيږي نو ددرسونو دزياتوالي له وجهې په شاګرده باندې دامتحان ويره او ډار غلبه وکړي او منفي نتيجه لاسته راوړي .
ځينې کورنى فقط مکتب ته دشاګرد په ليږلو سره ځان خلاص ګڼي او نور هيڅ د مسؤليت احساس نه کوي او وايي چې شاګرد بايد خپله ځان ورسوي او مونږ نشو کولى له هغه سره په مصروفيدو ځان له کار او روزګاره وباسو .
دامتحانو پر وخت له کوره دمور اوپلار لرې والى هم په شاګردانو بد اثر غورځوي نو دامکان په صورت کې بايد مور اوپلار په کور واوسي او له خپلو بچو سره نرمه او ښه رويه وکړي .همدارنګه مور او پلار بايد دامتحانو په شپو کې خپل بچيان دشپې له بېځايه مجلسونو، تلويزيون او کمپيوټر ته له زيات کيناستلو ¸ له مبايل سره زيات مصروفيدلو او داسې نورو اضافي کارونو نه منع کړي .نوکچيرې شاګردان ، دهغوى کورنى ، دمکتب اداره او معلمين ټول په شريکه پورتنيو لارښوونو ته په پام سره خپل مثبت رول ولوبوي نو له شاګردانو نه به دامتحان ويره او ډار لرې شي آرام او ډامن امتحان به ورکړي اوپه زړه پورې پايله به ولري.

 منبع:استاد روهی

  1.   د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  1. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  2. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  3. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  4. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  5. د نوروز لمانــځل حـرام دي
  6. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  7. د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
  8. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  9. د يتيمانو حقوق
  10. د يس د مبارکې سورة ژباړه او لنډ تفسير
  11. د يو کم سل کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه
  12. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  13. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  14. د پلاستيکي يا د ښايست د پاره عملياتو حکم څه دی ؟
  15. د په دارځړول شويوکسانود ژوند وروستۍ جملې
  16. د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
  17. د ژوند دردونکي
  18. د ښځو د تراويح لمونځ (قرضاوي)
  19. د ښځې او خاوند تر منځ د خوشحالۍ راز
  20. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  21. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  22. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  23. د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
  24. د کشف القبور په اړه معلومات راکړﺉ
  25. د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟
  26. د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه
  27. دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي
  28. دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل
  29. داته كلن هلك اذان څه حكم دى؟
  30. داختردمونځ طريقه
  31. داخلاص فايدے په آخرت كښى
  32. داذان دكلمو دځواب څه دليل دى؟
  33. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  34. داذان ځواب په خوله واجب دى اوكه په عمل ؟
  35. داستاذ حقونه
  36. داستخاري دعا
  37. داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
  38. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User