Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 6, 2011

د اصحاب فيل واقعه

د اصحاب فيل واقعه

+ 0
 
makkah2
مكه مكرمة
د دې كيسې خلاصه داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې په يمن كې د نجاشي نماينده و، وليدل چې عرب كعبې شريفې ته د حج لپاره ځي، نو ده په صنعاء كې يوه لويه كليسا جوړه كړه او غوښتل يې عرب هم دكعبې په ځاى د دې كليسا حج وكړي. د ابرهه دا خبره د بني كنانه يوه سړي واوريده، نو د شپې په تياره كې كليساته ننووت او قبله يې په مردارۍ ورته ولړله. ابرهه چې له پيښې خبرشو، ډير په غوسه شو، شپيته زره پياوړى لښكر يې د مكې په لور روان كړ ترڅو كعبه شريفه ونړوي، ورسره (9) يا (13) فيلان هم وو، پخپله په يوه لوى فيل سپور و. وخوځيدل ترڅو مغمس نومې منطقې ته ورسيدل، هلته يې لښكرې برابرې كړې، فيلان يې اّماده كړل اومكې ته د ننوتلو په تكل كې شول، خوكله چې د مزدلفې او منى مينځ كې د محسر سيمې ته ورسيدل، فيل يې چو شو، او د مكې په طرف ئې قدم نه اوچتاوه، بل هرطرف ته به يې چې روان كړ يوځل به په منډو شو، خو چې د كعبې په طرف به يې مخ شو په ځاى به څملاست. دوى په همدې حالت كې وو چې الله تعالى يوسيل مرغان ورباندې وګمارل، او هغوى يې په پخو شويو ګټو وويشتل، او په دې سره الله تعالى هغوى لكه ځپل شوي او خوړل شوي بوس داسې وګرزول. دې مرغانو له ابابيل او قمري سره ورته والى درلود، اوږدې مښوكې، نري وزر او پيرړې لكۍ يې درلودې، له هر مرغه سره د نخود د دانې په اندازه درى درى ګاټي وو چې يوه به يې په مښوكه او دوى نورې به يې په منكوگلو كې نيولې وې، په هر چا به چې دا ګاټى (وړوكې تيږه ) ولګيده اندامونه به يې پرې شول او مړ به شو، ټول پدې ګاټو ونه لګيدل خو هغوى له ډيرې ويرې په هره خوا منډې وهلې، يو بل يې تر پښو لاندې كاوه، كه كتل به دې هرې خواته او په هره چينه به د دوى مړى پراته وو. ابرهه پخپله په يوه داسې مرض ګرفتار شو چې دګوتو سرونه يې ولويدل او ترڅو چې صنعاء ته رسيده نو يو بې بڼكو چرګوړى ورنه جوړ شوى و او هملته يې سينه دوه پړكې شوه ، زړه يې ترې راووت او مردار شو.

قريش د دې لښكرو له ويرې خوړونو، غارونو او د غرو سرونو ته تللي وو، او كله چې الله تعالى هغه لښكر دړې وړې كړ نو دوى بيرته ډاډه خپلو كورونو ته راوګرزيدل). دا پيښه د زياتره تاريخ پوهانو په نظر د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مبارك ميلاد پنځه پنځوس (55) ورځې مخكې د محرم په مياشت كې واقع شوې ده، چې دا نيټه د (571م) كال د فبروري مياشتې د وروستيو او يا د مارچ له لومړيو سره سمون خوري.

دا پيښه په حقيقت كې يوه مقدماتي او تمهيدي نښه وه چې الله د خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او خپل كور (بيت الحرام) لپاره ښكاره كړه، ځكه وينو پداسې حال كې چې د بيت المقدس اوسيدونكي مسلمانان دي خو مشركين او د الله تعالى دښمنان ورباندې مسلط كيږي لكه په (578م) كال كې د بخت نصر حمله او (70م) كال كې د روميانو سيطره، خو كعبه شريفه سره لدې چې اوسيدونكي يې مشركان وو نصرانيان چې هغه وخت مسلمانان وو تسلط نه شي ورباندې موندلى.

د دې پيښې خبر د وخت په ټوله متمدنه نړۍ كې خورشو، ځكه هغه وخت حبشې له روميانو سره نژدې اړيكې درلودې، فارسيانو خو د دوى هر څه تر نظر لاندې لرل او په كمين كې ورته ناست وو، او دا يې كتل چې روميان او ملګري يې څه كوي او له څه سره مخامخ كيږي، او همدا وجه وه چې پدې پيښه پسې فارسيان سملاسي يمن ته راغلل. هغه وخت د متمدنې نړۍ مشري له روميانو او فارسيانو سره وه. دې واقعې دنيا حيرانه كړه، د هر چا توجه يې د بيت الله شريف مقام او درجې ته راواړوله، او دا يې ورته وښودله چې يوازې همدا خونه ده چې الله تعالى ورته قدر او شرف وركړى دى، او يوازې همدا د تقديس وړ ده، نو كه د دې مقدس ځاى كوم اوسيدونكى په نبوت مشرف كيږي، نو دا د همدې پيښې غوښتنه او مقتضى ده. او پدې سيمه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ظهور په حقيقت كې د الله تعالى هغه حكمت په ګوته كوي كوم چې پدې پيښه كې يې د همغه حكمت په اساس مشركين پر نصرانيانو باندې پداسې طريقې سره برلاسي كړي وو چې د اسبابو له دايرې نه لوړه او اوچته وه. عبدالمطلب لس زامن درلودل چې نومونه يې دا دي: حارث، زبير، ابو طالب، عبدالله، حمزه (رضي الله عنه)، ابولهب، غيداق، مقوم، صفار، عباس (رضي الله عنه). او دا هم ويل شوي چې يوولس زامن يې درلودل او ((قثم)) نوم يې ورسره زيات كړى دى. ځنى وايي: ديارلس زامن يې وو او هغوى د عبدالكعبه او حجل نومونه ور زيات كړيدي، او دا هم ويل كيږي چې عبدالعكبه همدا مقوم، او حجل همدا غيداق و او د قثم په نامه يې زوى نه درلود، خو لوڼې يې شپږ وې او نومونه يې دا دي: ام حكيم (البيضاء)، بره، عاتكه، صفيه، اروى او اميمه
 
منبع:نن ټکی آسیا

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User