بِسْمِ اللّٰه الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ ظ
اسلامي اداب
په اسلام كې د ژوند انه ځانيز او ټولنيز اداب :
دادابو پېژندنه:
اداب
د ادب جمع ده او ادب د پوهي ، فرهنګ ،پيژندني ،غوره دود او ښه خوي په معنى وو راځي
همدغه راز د غوره او ستايل شوي وينا او کړني استعمال د غوره خويونو پر ځاي کولو او
د بدو څخه د ځان ژغورلوته هم داب وا يې ،په بل عبارت د هر شي د حد ساتني او رعايت
کولو ته ادب وايل كېږي ، او دلته د ادابو څخه زموږ مطلب هغه غوره اومنل شوي دودنو
او قو عددي چې د ټولو متمدنو او مهذبو خلکو مخصوصاً دمسلمانانو دژوندانه په ټولوکړنو
لکه ناسته ولاړه ،خبرو اترو،خوړلو څښلو،لېدل و کتلو او د معاشرت او ټولنيز ژوندانه
په نورو ټولو چاروكې ضروي ګڼل كېږي او دهمدغو ادابوپه وسيله د يو مهذب او وحشي
انسان تر منځ امتياز او توپير راځي اودهغو د پرځاي کولو په اثردانسانانو په ټولنيز
ژوندانه كې ښکلا خوند او مزه پيدا كېږي او د نورو په نظر كې درانده ، لايق او مهذب
ښكارېږي همدغه رازنورهغه ځانيز اداب چې بايد يوريښتنى مسلمان يې د خپلو ټولو کړنو
او خپل نيت ،دالله تعالى او دهغه د کلام[قران]او د استازي او د خپل ځان او د
نوروخلکوپه هکله مراعات کړي ، دغه ځانيزاوټولنيزاداب داسلام د سپيڅلي دين دلوړو
لارښود نو دبهير په ترڅ كې په روښانه ډول بيان شوي اوداسلام سترلارښود حضرت محمد 0 په خپلو قولي او عملي لارښودنو كې د
مسلمانانو لپاره د هغو ډېره ښکلې نمونه قائمه کړي ده .
نوهر
مهذب انسان او رښتني مسلمان بايد په دغو ادابو باندي د ځان د سمبالولو وياړ لاسته
راوړي چې د هغو د جملې څخه يې ځينې دلته د دي کتاب د ځواک او زغم په تناسب بيانوو،
د
مطالبو په تصنيف او ترتيب كې يې دوه نکتې په نظر كې نيول شوي دي يوه يې د موضوع اصالت
، اهميت او درناوي .
او
بله يې د ځانيز او ټولنيز تر منځ او بياد هريوه په خپل منځ كې تدريج، پدي معنى چې
د سريزي پسې د نيت ادابو ته د لومړيتوب حق ورکړي شوي
ځکه
چې نيت د ټولو کړنو بنسټ دي ورپسي د اهميت او درناوي په اساس د الله تعالى ، د
الله تعالى د کلام او استازي سره يې ادب بيان شوي او بيا د ځانيزو او ټوليزوادابو
تر منځ تريوي د اهميت او د ژوندانه په ډ اندازي پورې ډګر كې يې د تحقيق او عمل په
لحاظ د تدريج مراعات سوي دي .
انتباه اوخبردارې
د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.