سلامونه
ستړی مه شیې
په دار الافتا کې څوک شته
بوښتنه داده یوې میرمنې مطرح کړي
چې د وریځو دو یښتانو کمول او یا ویستل څه حکم لري

مجيب لحاظ


ځواب
 
بسم الله الرحمن الرحيم

 

 د ښځو ځانګړي احکامو نادره لړۍ

د ورځو ايستلو، خال وهلو احکام :

د ورځو د ويښتانو ايستل د مسلماني ښځې لپاره حرام دي . دغه کار که په هر شکل سره صورت ونيسي  لنډول وي او يا ايستلو وي دغه ټول حرام دي همدارنګه د ښايست او زينت د پاره د غاښونو سوانول په غاښونو کې فاصلې جوړل حرام دي او همدارنګه خال وهل حرام دي.
او په داسې کسان د خدای جل جلا له لعنت دی :
لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .
د لعنت کليمه د سختې کبيره ګناه د پاره استعماليږي چې په دغه نا رواه پېشن او سينګار کې ناروا سينګار کوونکي ښځه او آرايشګاه دواړه شامل دي .
په اصل کې دغه کار د الله جل جلا له په پيدايښت کې تغير راوستل دي چې داسې کول حرام دي .
له بده مرغه نن ورځ ډيری ښځې په دغه خطرناک مرض او کبيره ګناه باندې اخته دي ، تر دې حده چې د ورځو ايستل يي دورځنيو واجباتو يو جز ګرځولی دی . خو که داسې وي چې خاوند خپلې ښځې ته د ورځو په ايستلو امر وکړي نو ښځې ته نه ده رواه چې د خپل خاوند امر پر ځای کړي ځکه چې دا په ګناه کولو باندې امر کول دی .
        آن لاين اسلامې لارښود
 






  1. المعجم المفهرس للتراكيب
  2. بد نظرئی او عشق مجازی: پشتو
  3. تقسیم میراث عجیبه طریقه : سافٹ وير
  4. ثلاثون قصة بلسان محمد صلى الله عليه وسلم
  5. خپله عقیده واخله: پشتو:
  6. د اسلام دری اساسی اصول: پشتو
  7. دګران نبی عليه السّلام خواږه سنونه
  8. د بدعاتونه کرکه وکه: پشتو:
  9. د خالق او مخلوق تر منځ د واسطی پیژندل: پشتو:
  10. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  11. د لمانځه زده کړه: پشتو:
  12. د مسلمان ساتنه په قرآنی او نبوی اذکارو کی: پشتو:
  13. د مسلمانی ښځی خاصو احکامو ته یوه پاملرنه{پشتو}
  14. دښځومالی حقوق:میراث{پشتو}
  15. عقیدوی خطاګانی: پشتو:
  16. قرآنی آیات تلاش اولټون
  17. قرآنی آیات یا جمله یوحدیث یادحدیث الفاظو دلته تلاش اولټون کولی شی
  18. قران مجيد ترجمة:تفسير:English
  19. قران مجيد ترجمة:تفسير:English{2}
  20. كتابونه مطالعة كه دلته
  21. Pashto Bay Pardagi Ki Tabahkariyan
  22. الطبخ الجزائرى القسنطينى .. 400 أكلة منوعة
  23. القاموس الوحید
  24. كتب السنة التسعة
  25. مشکل اعراب القران
  26. مهم درسونه{پشتو}
  27. نوې اوجدید كتابونه په مختلفو موضوعاتو
  28. یوبهترین اسلامی سافٹ وير