Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 14, 2011

د حضرت نوح علیه سلام متعلق معلومات

د حضرت نوح علیه سلام متعلق معلومات


 سوال: د حضرت نوح علیه سلام اصلي نوم څه دى؟
جواب: د ده د نوم په باره کې اختلاف دى، بعضو عبدالغفار او بعضو يشکر ښودلى دى)[1] ( او بعضو عبدالجبار ښودلى دى)[2] ( او بعضو ادريس ښودلى دى )[3] (  سوال: د حضرت نوح u لقب نوح ولي مشهور شو؟ جواب: د نوح  اصلي معنى ژړاده او چونکې ده به د خپل امت په گناهونو باندي ډير زيات ژړل په دي وجه د ده لقب نوح شو)[4] ( او يا دا وجه ده، چې نوح u به په خپل نفس باندي ژړل )روح المعاني( ځکه چې يو ځل د حضرت نوح u تيريدل په يو خارښ والا سپي باندي اوشو، نو نوح u په خپل زړه کې سوچ اوکو چې دا څومره بدشکله دى نو الله تعالى نوح u ته وحى راوليږله چې تا په ماباندي عيب لگولى دى، او که ځما په سپي باندي؟ آيا ته د ده څخه ښه پيدا کولى شي؟ حضرت نوح علیه سلام به په خپلي غلطۍ باندي ژړل)[5] (  سوال: د حضرت نوح علیه سلام ټول عمر څومره وو او کله چې نبوت ملاوشو نو د نوح u عمر څومره وو؟ جواب: د حضرت نوح u ټول عمر يو زر پنځوس ١٠٥٠) کاله وو، او کله چې نبوت ملاوشو نو د دغه وخت د عمر په باره کې اختلاف دى، بعضو پنځوس کاله وئيلى دى، او بعضو دوه پنځوس کاله او بعضو سل کاله ښودلي دي)[6] ( او يو قول د څلويښتو کالو هم دى )[7] ( سوال: حضرت نوح u ته کشتۍ جوړول چا ښودلي وو، او دا کشتۍ په څومره ورځو کې جوړه کړى شوي وه؟ جواب: الله تعالى حضرت جبرئيل u راوليږلو، هغو نوح u ته کشتۍ جوړول او ښودل او داکشتۍ په دوو کالو کې جوړه کړى شوه )[8] (  سوال: د حضرت نوح علیه سلام دکشتۍ اوږدوالى، پلنوالى، او لوړوالى څومره وو؟ او دا په څو منزلو باندي مشتمله وه؟ جواب: د دي کشتۍ اوږدوالى درى سوه گزه وو، پلنوالى ئې پنځوس گزه او لوړوالى ئي ديرش گزه وو او په دي کشتۍ کې درى منزله )چتونه( وو د ټولو څخه په لانديني منزل کې درنده گان )څيرونکې او ماتونکې ځناور( او د ځمکې چينجي وو، په دوهم  منزل کې څاروي يعني غوا، اوښ، ميږي )چيلئ( وغيره وو، او د ټولو څخه په پورتني منزل کې انسانان وو)[9] (. او بعضو د دي اوږدوالى ديرش گزه او پلنوالى پنځوس گزه او لوړوالى ديرش گزه بيان کړى دى، او داگز د لاس د اوږو پوري شمار کړى شوى دى )[10] ( سوال: په دي کشتۍ کې څومره سړي وو؟  جواب: د خلقو شمير بعضو اتيا ښودلى دى، چې په دي کې نيم سړي او نيمي ښځي وي، او بعضو اويا سړي او ښځي بيان کړي دي)[11] ( او بعضو نهه ښودلي دي چې درى خو د نوح u د اولاد څخه وو يعني حام سام او يافث او شپږ د دي څخه علاوه وو او بعضو نهه تعداد د نوح u  د اولاد څخه علاوه ښودلى دى)[12]( سوال: حضرت نوح u په کومه مياشت کې کشتۍ کې سور شوى وو، او کشتۍ په کومه ورځ او دريدله او څومره موده په دي کشتۍ کې پاتي شوى وو؟ جواب: دوى د لسم رجب څخه وروسته سواره شو او په لسم محرم داکشتۍ د موصل ښار په لوړ غره جودي باندي او دريدله او نوح u په دي کشتۍ کې شپږ مياشتو پوري سور وو)[13]( سوال: په کوم غره چې دا کشتۍ او دريدله د هغه لوړوالى څومره وو؟ جواب: د هغه غره لوړوالى څلويښت گزه وو  سوال: د دي طوفان څخه وروسته حضرت نوح u څومره کاله ژوندى وو؟ جواب: حضرت نوح u دطوفان څخه وروسته د صحيح قول مطابق شپيته کاله ژوندى وو )[14] ( او بعضو دوه نيم سوه کاله هم بيان کړي دي)[15] ( سوال: د حضرت نوح u د کوم زوى نسل د دنيا د کومي کومي علاقي خلق دي؟ جواب: د حضرت نوح u درى ځامن وو، حام، سام او يافث، دحام اولاد کې هند سندهـ او د حبشي خلق دي او د سام په اولاد کې اهل عرب روم او دفارس خلق دي او د يافث په اولاد کې ياجوج ماجوج تُرک او صعلاب دي )بستان ابوالليث(


[1] -( صاوي ٣ ١١٥ پ ١٨ حاشيه جلالين ص ٢٨٨) [2] - (حياة الحيوان ١- ١٢) [3] -(حيات آدم از مولوي محمد ميان صاحب ص ٧٤). [4] -(حياة الحيوان ١- ١٢). [5] - (صاوي ٣- ٣٣٣). [6] -(صاوي- ٣- ٢٣٣) [7] - (صاوي ٣- ١١٥). [8] -(صاوي ٣- ١١٦). [9] - ( جمل حاشيه، جلالين). [10] -(صاوي ٣- ١١٦). [11] -(صاوي ٣- ١١٦) [12] -(صاوي ٣- ٢٣٣پ ١٩). [13] - صاوي ٣ – ١١٦ په ١٨). [14] -( صاوي ص – ١١٥)

[15] -(صاوي ص ٢٣٣ پ ١٩).



انتباه اوخبردارې



د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User