Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 14, 2011

د حضرت آدم علېه سلام په هکله معلومات


 

د حضرت آدم علېه سلام په هکله معلومات

 

 سوال: د حضرت آدم u د پيدائش ورځ کومه ده؟
 جواب: د صحيح مسلم شريف په روايت کې دي، چې په لمر راختونکو ورځو کې د ټولو څخه بهتره ورځ د جمعي ده، په دي ورځ حضرت آدم u پيداشو، او هم په دي ورځ جنت ته داخل کړى شو، او هم په دي ورځ د جنت څخه رابهر کړى شو، او هم په دي ورځ به قيامت راځي )[1] ( ١٢٧). او يو قول داهم دى، چې هم په دي ورځ د حضرت آدم u وفات اوشو)[2] (
 سوال: حضرت آدم u په جنت کې څومره کاله او سيدلى دى؟
جواب: امام اوزاعي د حضرت حسان بن عطيه t څخه نقل کړي دي چې: ١ـ حضرت آدم u په جنت کې سلو کالو پوري مقيم وو ٢ـ او په يو روايت کې داويا کالو ذکر دى )حيات آدم( ٣ـ عبد بن حميد د حضرت حسن په طريق سره روايت نقل کړى دى، چې حضرت آدم u په جنت کې يوسل او ديرش ١٣٠ کاله او سيدلى دى)[3] (.
 سوال: کله چې الله تعالى حضرت آدم u ته )اَهْبِطُوا مِنْهَاجَمِيعاً( او فرمائيل: چې تاسو ټول د جنت څخه کوز شى نو د دي کوزيدو حکم آدم u
سره بل چاته وو، او څوک څوک په کوم کوم ځاى کې کوز شو؟
 جواب: دا حکم حضرت آدم u سره حضرت حواء، ابليس او مارته هم وو، او د دوى د کوزيدو په ځاى کې اختلاف دى، حضرت حسن بصري رح فرمائي چې حضرت آدم علیه سلامپه هندوستان کې کوز کړى شو، حضرت حواء په جده کې، ابليس په ديسمسان کې )چې دا د بصري څخه د يو څوميلو په فاصله کې دى( او مار په اصبهان کې کوز کړى شو، او حضرت سدي رح )چې ډير جليل القدر مفسر دى( فرمائي، چې حضرت آدم u په هندوستان کې کوز کړى، شو حضرت ابن عمر t فرمائي چې آدم u  په صفا باندي او حضرت حوا په مروه باندي کوز کړى شو)[4](
حضرت ابن عباس y فرمائي چې د هندوستان په يو غره باندي چې د هغه نوم، نوذ، وو حضرت آدم u کوز کړى شو، او حضرت حوا په جده کې کوزه کړى شوه )[5] (
سوال: حضرت آدم u  د جنت څخه کوم څيزونه له ځان سره راوړي وو؟
جواب: حضرت آدم u د جنت څخه نهه٩ څيزونه له ځان سره راوړي وو ١ـ حجر اسود چې دا د واوري څخه هم زيات سپين وو. ٢ـ د جنت د ونو پاڼي يا د گلونو پاڼي ٣ـ امسا چې د جنت د آس  د وني څخه جوړه وه، ٤ـ بيلچه ٥ ـ کږۍ )کوداله(.٦ـ د چلغوزي )يا د سروه( او د چيرو ونه ٧ـ سندان  )يوه درنه اوسپنه چې لاندي پرته وي) ٨ تبر ٩ـ چمټا (چې د گرم څيز نيولو لپاره پکار راځي)[6] (
 سوال: حضرت آدم علیه سلام دنيا ته د راتلو څخه وروسته کومه ميوه د ټولو څخه مخکې او خوړله؟ جواب: حضرت آدم u په ميوو کې د ټولو څخه وړاندي بيره او خوړله )[7] (
  سوال: حضرت آدم u بيت الله دکومو کوموغرونو د کاڼو څخه د هغي تعمير جوړکړو.  
جواب: حضرت آدم u د پنځو غرونو د کاڼو څخه کعبه شريفه جوړه کړله: ١ـ طورسينا ٢ـ طور زيتون ٣ـ جبل لبنان ٤ـ جبل جودي ٥ـ او د دي ستني ئي د حراء د غره د کاڼو څخه جوړي کړلي)[8] (
سوال: د حضرت آدم u قد څومره وو؟
جواب: د حضرت آدم u قد شپيته لاسه )شرعي گزونه( وو)[9] (
سوال: حضرت آدم څومره عمر ژوندى وو؟
جواب: ١ـ د آدم u عمر نهه سوه او شپږ ديرش ٩٣٦ کاله وو )[10] (
 ٢ـ دوهم قول دا دى، چې د آدم u عمر نهه سوه او څلويښت کاله وو)[11] (
 سوال: د وفات په وخت د آدم u د اولاد شمير څومره وو؟
 جواب: د آدم u د اولاد شمير څلويښت زره وو چې په دي کې لمسي کړوسي ټول شامل دي )حيات آدم ماخوذ از ابن کثير، ص ٩٦( سوال: د حضرت آدم u وفات په کوم مقام باندي اوشو؟
جواب: په نوذ، نومي غره باندي د ده وفات اوشو، چې دا په سري لنکا کې واقع دى)[12] (
سوال: د حضرت آدم u د جنازي لمونځ چا کړى وو، او څومره تکبيرونه ئې وئيلي وو؟
جواب: حضرت ابى بن کعب فرمائي، چې د حضرت آدم u په وفات کيدو باندي ملائکو تشريف راوړلو، چې هغو غسل ورکو، او حنوط خوشبوئي اولگوله، يوه ملائکه وړاندي شوه، د حضرت آدم  علېه سلام اولاد او باقي ملائکي شاته او دريدلي، او د جنازي لمونځ اوشو بيا ملائکو د لحد قبر او کنستلو، او دفن ئې کو، او دوهم قول دا دى، چې حضرت جبرئيل u حضرت شيث u ته اوفرمائيل، چې ته د جنازي لمونځ ورکړه، نو شيث u د جنازي لمونځ اوکو، دحضرت آدم u په جنازه کې د وئيلو شوو تکبيرونو شمير ديرش ٣٠ دي، چې دا صرف ددوى په اعزاز او جلالت شان کې او ويلى شو)[13] (
سوال: د حضرت حوا د خيټي څخه څومره بچي پيداشو؟
جواب: ١ـ ابن جرير طبري فرمائيلي دي، چې د حضرت حوا د خيټي څخه څلويښت بچي پيداشو ٢ـ او دوهم قول دا دى؟ چې ١٢٠ بچي پيداشو)[14] (
 سوال: هغه څيزونه کوم کوم دي، کوم چې د حضرت آدم u څخه جاري شوي دي؟  جواب: د ټولو څخه مخکې چې د حضرت آدم u د خولي څخه کومه خبره وتلي وه هغه )الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ( وو،)[15]( د ټولو څخه مخکې حضرت آدم u خپل سر او خرولو )بغية الظمان( د ټولو څخه مخکې حضرت آدم u چرگ او ساتلو ځکه چې کله چرگ د آسمان څخه دملائکو د تسبيح آواز اوري نو تسبيح وائي نو د چرگ  په تسبيح وئيلو به آدم u هم تسبيح وئيلي )[16] (
سوال: هبة الله چې د دي معنى )د الله Y ورکړه( ده د چالقب دى؟
جواب: دا د حضرت شيث u لقب دى ځکه چې کله قابيل، هابيل قتل کو نو حضرت جبرئيل u زيرى ورکو چې الله Y د هابيل )کوم چې شهيد شوى دى( په بدله کې شيث u درکو)[17] (
سوال: قابيل، هابيل په کوم ځاى کې قتل کو؟
جواب: ابن کثير وئيلي دي، چې د دمشق په شمالي لور کې د قاسيون غره سره يو غار دى، چې هغه ته، مغارة الدم، وئيلى شي، د اهل کتابو وينا ده چې دلته قابيل، هابيل قتل کو)[18] ( سوال: د حضرت ادريس  علېه سلام  اصلي نوم څه دى او ده ته د ادريس وئيلو څه وجه ده؟ جواب: اصلي نومي ئې اخنوخ دى، او ادريس ورته په دي وجه وئيلي شي، چې دى د ټولو څخه وړاندي د کتاب درس ورکو)[19] (
 سوال: د حضرت ادريس  علېه سلام څخه جاري شوي څيزونه کوم کوم دي؟ جواب: د ټولو څخه وړاندي قلم سره حضرت ادريس u ليکل اوکړل د ټولو څخه وړاندي د علم نجوم علم لرونکى حضرت ادريس u دى)[20] ( په تفسير خازن کې دي چې حضرت ادريس جامي گنډونکى )خياط( وو، او حضرت ادريس u د ټولو څخه وړاندي گنډلي شوي جامي اغوستي دي. د دي څخه وړاندي به خلقو څرمن اغوستله )[21] ( د ټولو څخه وړاندي اسلحه جوړونکى او دښمنانو سره جنگ کونکى حضرت ادريس u دى)[22] ( او د ټولو څخه وړاندي د مالوچو جامه حضرت ادريس u واغوستله )[23] ( د ټولو څخه  وړاندي د حضرت ادم u په اولاد کې نبوت حضرت ادريس u ته ملاوشو )[24] (


[1] -(حيات آدم ماخوذ مسند احمد و ابن کثير، ١
[2] - (طبقات ابن سعد، ١- ٨ بحواله حيات آدم).
[3] -(ابن کثير عربي ١ ١٢٦).
[4] - تفسير ابن کثير، ص ١٢٦).
[5] -(حيات آدم).
[6] -(حيات آدم ماخوذ از طبقات ابن سعد).
[7] - (نشرالطيب ص ١٩١).
[8] - (حيات آدم ص ٦٦ ماخوذ ابن سعد).
[9] -(حياة الحيوان).
[10] -(حيات آدم ماخوذ از ابن کثير).
[11] -)حياة الحيوان ص- ٤٢٦(.
[12] -(حيات آدم ص ٦٧).
[13] -(طبقات ابن سعد، ١- ١٥ بحواله حيات آدم ص ٧٥).
[14] -(حيات آدم، ص ٦١).
[15] - (بغيه الظمان في اول ماکان)
[16] -(بغية الظمان ص ٣٥).
[17] -(ابن سعد، ص ١٤ بحواله حيات آدم ص ٥٩).
[18] - (حيات آدم ص ٧٢).
[19] -(صاوي، ٣- ٤١).
[20] - (جلالين ص ٥٠٣)
[21] - (تفسير خازص- ٢٣٨)
[22] -( خازن ص ٢٣٨)
[23] -(محاضره ص ٢٧ بحواله بغية الظمان)
[24] - محاضره ص ٢٣ په پورتنى حوالي سره.

 


  1. د موبایل د بیټړی پټ برق/چارج
  2. د نوروز لمانــځل حـرام دي
  3. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  4. د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش اخلي
  5. د يتيمانو حقوق
  6. د يوه اعرابي پوښتنې
  7. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  8. د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
  9. د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي
  10. د ژبې وړیا آنلاین ژباړن
  11. د ژوند دردونکي
  12. د ښځې او خاوند { زوجينو } حقوق
  13. د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
  14. د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه
  15. دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي
  16. دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل
  17. داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
  18. داسې ساعت جوړ شوى چې په اوبو کار کوي
  19. دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
  20. داوبوڅكلو اداب
  21. داوده كيد دوعا
  22. دتاریــخ په اوږدو کــښی دافغــان پـــوځ پوځی ښونی اوروزنی ته یو ځغلنده نظر
  23. دجنازی احکام
  24. ددنیا ترټولو ګران بیه ګاډی جوړ شو
  25. ددوعاكولو اداب
  26. درواغ په دماغو کې خپل ځاى لري
  27. درېمه حصه :د مكي فتحه:
  28. دسامسنګ موبائل پټ کوډونه
  29. دسهار اذان څه وخت كول په كاردى ؟
  30. دسهاراوماښام دعاګانى
  31. دشيدو سكلودوعا
  32. دعاګانې 'قبليږي
  33. دغورا خلکو غوره وينا
  34. دفترونو کې نارينه او ښځي
  35. دقبرله عذاب څخه دخلاصون لاري
  36. دقرآن شريف دتلاوت په وخت چې اذان واورې نوڅه كول په كاردي
  37. دقضائي مونځونو لپاره داذان اوتكبيرڅه حكم دى او دسړي اوښځې يو حكم دى او كه جداجدا؟
  38. دقيامت د ورځي د راتلو کوچني نښي
  39. دمسلمانانوکارنامی
  40.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User