Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 22, 2010

وړيا حج او عمره

زاهدجلالي 

حج چې د اسلام د مبارک دين يو له مهمو او اساسي ارکانو څخه دى او د ځينو شرايطو لاندې په مسلمانانو د لمانځه په څير فرضيږي، متاسفانه پدې وروستيو کې دا فريضه زموږ په بېسواده ټولنه کې او حتى په ځينو ...پوهانو کې هم د توربورۍ او رقابتونو قرباني شوې. بې له دې چې دوې په دې وپوهيږې چې الله جل جلاله د حج په اړه څه وايې؟ حج يې په چا فرض کړى؟ او په کومو شرايطو بايد حج وشي، حج ته ځي.زموږ په افغاني ټولنه کې اکثريت د حچ په ارزښت او اسلامي اهميت نپوهيږي، ځکه خو څوک حج ته د تلو اراده نلري او که څوک يې اراده وکړي او حج ته تلل غواړي هم د توربورۍ او رقابت لپاره د حج د فريضى د اداکولو لپاره زړه ښه کوي، دا زموږ په ټولنه کې عام شوې چې که کوم څوک حچ ته ځي نو نور خلک په ځانګړي ډول هغه څوک چې له دوي سره رقابت لري، ديته هڅيږي چې د حج لپاره د سعودي عربستان چکر ووهي.دا که کوم څوک يا د نوم لپاره يا د خداى لپاره حج ته ولاړ شي، د ده سره نور کليوال هم په دې فکر کې کيږي چې فلانى او فلانى د حج لپاره کعبې ته ولاړل او زه پاته يم؟ زه خو هم له هغوي څه کم نه يم، زه ولې حج ته ولاړ نشم؟. داسې يو رقابتي فکر دوی ديته هڅوي چې حج ته ولاړ شي، بې له دې چې په دې وپوهيږي چې د حج ته تلو وړ دى او کنه؟ او يا حج پرې د اسلام له نظره فرض شوى دى او کنه؟ حج ته ځي، همدا رقابت دى چې ډيرى داسې خلک هم پيدا کيږي چې پيسې قرض او پور کوي او حج ته پري ځې ترڅو دا رقابت پوره کړي.کله چې زموږ خلک پيسې قرض کوي او حج ته پرې ځي بايد دا هيره نکړي چې الله تعالى فرمايې: (ولله على الناس حج البيت من الستطاع اليه سبيلا ومن کفر فان الله غني عن العالمين) سورت: ال عمران آيت: ٩٧.ژباړه: او دپاره د الله (جل جلاله) پر خلکو باندې حج د بيت الحرام دى د هغه چا لپاره چې طاقت او مالي قدرت ولري د دې فريضې د اداء کولو لپاره. او هغه مالدار کس چې مخ اړوي او يا کافر شي په تحقيق سره الله (جل جلاله) ډير غني دى تر خپلو مخلوقاتو.همدا لاملونه دي چې زموږ حاجيان نه له حج څخه لازم درس اخلي، نه د کعبې د ليدو په خوند پوهيږي او نه هم د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت ورته کوم ځانګړي اهميت لري. ډير کله داسې هم شوي چې زموږ حاجيان د حج لپاره سعودي ته تللي، خو په حج نه پوهيږي او هلته داسې کارونه کوي چې نه په حج کې شته او نه هم په اسلام کې. داسې ډيرې عجيبې او نا اشنا کېسې زموږ حاجيانو له ځان سره د حرم له ديار څخه راوړي چې په اوريدو به يې حيران شى.ماته يو داسې سړي چې دا ډير کلونه د حج په موسم کې په مکه کې د حاجيانو سره کار کړى وويل چې زموږ يو افغان چې له خپلې مور سره حج ته راغلې و، د سر خرييلو پر مهال يې د خپلې مور سر هم پرې خرييلى و!!!، دا يوه کيسه نده داسې په زرګو
حج او يوې عمرې اجر او ثواب په لنډه او آسانه طريقه ترلاسه کړئ

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User