Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 22, 2010

اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي







افغانه د يرميا زوي او د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه د عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال وړنبي ځمو...نږ... پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل ويل. د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام لاوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي. پټان عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چه په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغشت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي. (منشي احمد جان) ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان ليکي چه د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپير علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چه د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو. مشهور تاريخ ليکونکښې هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبې چه سلطان سکندر په هندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ. د عيسي عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار طرف ته کوچ وکړ د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دې. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User