په غير مدخوله باندې عدت نشته
پوښتنه :
دغيرمدخولې ښځې دطلاق په اړه
ستاسو څه قول دى ايا په هغې باندې عدت شته اوکه نه اوکه له اول خاوند يعنې طلاق
ورکونکې سره نکاح وکړه اياله هغه سره نکاح کول ورته روادي که هغه يو طلاق ورکړى
وي اويايي درې متفرق ورکړي وي اوکه نه دي
؟
ځوا ب : ( اقول وبه نستعين ) غيرمدخولې ښځې ته چې له
هغې سره يي نه خاوندوطى کړي وي اونه خلوت صحيحه که خاوندطلاق ورکړي نوپه هغې باندې عدت لازم نه دى لقوله
تعالى (فَمَا
لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ) (2) اوغيرمدخولې ته که درې متفرق طلاقونه
ورکړي نوهغه په لومړنې طلاق باندې بائنه کرحې دويم اودريم طلاق په هغې نه واقع کيږي(3) ځکه نواول خاوندته له هغې سره بي له حلالى نکا
ح کول صحيح دي هکذا في عامة کتب الفقه )

