د
F4
key
تڼۍ کاروني
د F4 تابع چي دکيبورډ په لوړنۍ برخه کي قرار لري، کولای سي څو کارونه اجراء سي.

لومړی: د يو پروګرام د تړلو لپاره تري کار اخيستل کيږي .
بېلګه: تاسو يو ورډ پډ يا کوم بل پروګرام راخلاص کړئ اود خلاصېدو وروسته د alt+F4 تڼۍ کښېکاږئ.
دوهم: کله چي ورډ يا اکيسل پروګرام (ياهم کوم بل پروګرام) کي موڅو صفحې راخلاصي کړي وي، د هري صفحې د تړلو لپاره يې د Ctrl+F4 تڼۍ کښېکاږئ، پر ځای د دې چي ټول پروګرام وتړي يوازي هغه صفحې چي تاسو راخلاصي کړي وي تړي.
درېيم: د کمپيوټر د بندولو (Shutdown) لپاره هم تري کار اخيستل کيږي، البته د دې لپاره تاسو بايد ټول پروګرامونه وتړئ او وروسته د Alt+F4 تڼۍ کښېکاږئ.
څلورم : کله چي په اکسيل فايل کي کار کوئ، د F4 په کښېکاږلو سره کرسر (Cursor) لومړۍ خوني ته منډه کوي



