تر دې مهاله فېسبوک کي مو څو مطالب
خوښ(Like ) کړي دي؟
تېمورشاه يوسفزی - هرات
فېسبوک په اوسنۍ ټکنالوژي کي د اړيکو نيولو ،
بنډار کولو،د تبليغاتو د خپرولو ، د ملګرو د موندلو او داسي نورو ....
.لپاره ترټولو پرمختللې وسيله ده چي نن ورځ يې انټرنېټ ته لاسلرونکي خلک
کار وي، او هر ه ورځ يې مينه وال مخ پرډېرېدو دي.
نن ورځ د فېسبوک يو مطلب تاسو ته خپروو، هيله ده چي خوښ مو سي.
فېسبوک کي کله چي د کوم شخص يو مطلب، انځور ، خبر یا هم کوم بل شی خوښ سي ، د هغه څنګ ته د (Like) تڼۍ کښېکاږي، چي دغه مطلب زما خوښ سو؛ کېدای سي د ورځي ډېر مطالب تاسو خوښ (Like) کړئ ، خو آيا کولای سئ پسله مودې خپل د خوښ کړيو (Likes) مطالبو شمېر ټول يوه پاڼه کي پيدا کړئ ، چي څو دئ او کوم مطالب دي؟
د دې چار (کار) لپاره ستاسو پام و لاندني مطلب ته را اړوم .
لومړی : د (www.likejournal.com) ادرس په خپل بروسر کي ټايپ کړئ.

دوهم : کله چي ياده ویب پاڼه پرانيستل سوه ، د صفحې په منځنۍ برخه کي د Login with Facebook تڼۍ کښېکاږئ ، چي تاسو ته د فېسبوک ته د ننوتو کړکۍ پرانيزي.

درېيم : کله چي خپل فېسبوک ته ننوتاست د اپليکیشن د منلو لپاره د Allow تڼۍ کښېکاږئ.
اوس به ستاسو ټول خوښ کړای سويو مطالب شمېر اواړوند مطالب د همدې سایټ( Likejournal) پرمخ ښکاره کړي.

منبع : هریرودمجله

