Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, July 15, 2013

د روژې کفاره څنګه ادا کيږي ؟




سلامونه او نیکی هیلی می قبولی کړی
الله پاک د تاسو ته د دی نیک او لوی خدمت اجر درکړی واقعآ چی تاسو خپلو مسلمانو وړونو ته ډیر لوی خدمت کوی او ستاسو دا خدمت د ستایلو وړ دی
ګرانه وروره زه یو څو پوښتنی لرم هیله ده چی د اسلام په ړنا کی یی را ته ځواب کړی تر څو زما نا ارام زړه په آرام شی
اوله پوښتنه می داده چی په غسل یا اوداسه کی په خوله او پوزه اوبه تیرول تر کومی حصی پوری دی زما دا پوښتنه ځکه پیداکیږی چی که په روژه مبارکه کی په چا غسل فرض شی نو دی به په خوله او پوزه اوبه غرغړه کوی او کنه او که یی غرغړه کړی نو روژه خو به یی نه خرابیږی نو که په غسل کی د پزه او خوله اوبو تیرولو په اړه پوره معلومت راکړی مهربانی به مو وی 
 
دوهمه پوښتنه می داده چی که څوک روژه په قصدی ډول وخوری اویا بل داس فاحش عمل پکی وکړی نو هغه شخص به بیا شپیته ورځی پر لپسی روژه نیسی او یا به شپیتو تنو مسکینانو ته یوه ورځ دری وخته ډوډی ورکوی او يا به یو مسکین کس ته شپیته ورځی دری وخته ډوډی ورکوی نو اوس که یو کس ددی جرم مرتکب شی نو دی کولای شی چی یو مسکین کس ته ددی شپیتو ورځو دری وخته ډوډی پیسی ورکری 
 
او آیا په شریعت کی کومه اندازه پیسی ټاکل شوی او کنه چی د یو وخت ډوډی لپاره مثلا څو روپی مسکین ته ورکړل شی تر څو ددی مجرم غاړه خلاصه شی او همدارنګه دا پیسی څه ډول کس ته ورکړل شی چی دا مسکین دی که چیرته زما دی سوال ته په تفصیل سره ځواب راکړی مهربانی به مو


Best Regards,
 
 
Abdullah
 

ځواب 
 
 بسم الله الرحمن الرحيم
 
 
 په غسل كښې خوله كنګالول فرض دي په داسې ډول  چه  ټولې خولي ته اوبه ورسيږي اوغړغړه كول سنت  ده خو چه  روژه يي نه وي نيولي ځكه  چه  په درمختار كښې دي وغسل الفم اى استيعابه الخ والمبالغة فيهمابالغرغرة ومجاوزالمارن لغير الصائم لاحتمال الفساد الخ فقط ([1])
 
په غسل كښې خوله دننه ترهغه حده پوري فرض ده كومه  چه  په اودس كښې سنت ده هغې ته كنګالول يعنى مضمضه وايي اودخولي په پورته كولوسره غړغړه سنت ده اوفرض نه ده كما فى الدرالمختار وسننه كسننه  ([2])
 
نوجبۍ  چه  دژبي  نه  اخواده  وينځل  يي په غسل كښې فرض نه دي فرض دومره دي  چه  په هغې اطلاق دمضمضې  كېږي 

 
مقصد د خبرې دا دې خوله وېنځل فرض  دې .او غړغړه کول سنت دې
په روژه کښی د ورځی فقط خوله وېنځل فرض  دې .
او غړغړه نه بغیر هم غسل درست دې
.
په روژه کې به په اوداسه او غسل کې د خولې او پوزې په مينځلو کې زياته مبالغه کول مکروه دي . ځکه په مبالغه سره ددې ويره شته چې اوبه د حلق نه لاړې شي .
فإذا استنشقت فأبلغ، إلا أن تكون صائما  (رواه أصحاب السنن) من فقه السنه .
هر کله چي استنشاق کوې په هغه کې مبالغه کوه مګر دا چې روژه وي ( په روژه کې به مبالغه نه کوي )
 
 
دوېم جواب
 
يوه روژه قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي
مثلاً که د يو کلو ګرام غنمو قيمت 25 افغانۍ فرض کړو نو 1.65×25=41 يوڅلويښت افغانې د فې نفر مسکين او غريب د پاره ورکول کيږي .
(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .
فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .
او کفاره ادا کول د ګناه څخه د نجات او خلاصون لاره ده
و الله اعلم
 
 
 

[1] - الدر المختارعلى هامش ردالمحتار سنن الوضوء ص۱۰۷ج ۱ ص ۱۰۸ج ۱ دغسل دفرائضوپه سلسله كې دصاحب درمختار الفاظ دادي الغسل الخ غسل كل فمه ويكفى الشرب عبالان السبح ليس بشرط فى الاصح (درمختار ) عبر عن المضمضة والاستنشاق بالغسل لافادة الاستعياب اوللاختصار كماقدمه فى الوضوء ( ردالمحتار )بحث الغسل ص ۱۴۰ ج ۱ ص ۱۴۱ ج۱
[2] - الدرالمختار على هامش ردالمحتار بحث الغسل  ص ۱۴۴ ج ۱ .
[3] -وفرض الغسل الخ غسل كل فمه الخ اوانفه حتى ماتحت الدثان وباقى بدنه ( الدرالمختار على هامش ردالمحتار بحث الغسل ص ۱۴۰ ج ۱ وحد المضمضة استيعاب الماء جميع الفم وحدالاستنشاق ان يصل الماء الى المارن كذافى الخلاصة ( عالمګيري كشوري باب الوضوء فصل ثانى  ص ۵ ج ۱.
[4] - الجنب اذاشرب الماء ولم يمجه لم يضره ويجزيه عن المضمضة اذا اصاب جميع فمه (عالمګيرى كشورى فرائض الوضوء  ص ۱۲ ج ۱ .
[5] - فرض الغسل الخ غسل كل فمه ويكفى الشرب عبا لان المج ليس بشرط فى الاصح الدر المختار على ردالمحتار بحث الغسل  ص ۱۴۰ ج ۱ وسننه كسنن الوضوء سوى الترتيب الخ ايضا ص ۱۴۴ ج ۱ .
[6] - وفرض الغسل المضمضة والاستنشاق وغسل سائر البدن ( هدايه فصل فى الغسل  ص ۳۶ ج ۱ ) .
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User