Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, August 10, 2012

روژه اونوی ساينسي څېړنې (۲۳)



روژه اونوی ساينسي څېړنې (۲۳)

 
عبدالغفارجُبیر

۲۱: اوله هغه وروسته ئېځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔ (النازعات ۳۰، ۳۱)

هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشیاویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چې دهرژوندیشی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چې دایونړیوال ساینسی ، انسانیاومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه،هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چې دی خوری زیاتهبرخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔

وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کیګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چې له دې څخه وروسته انساندخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔

(Urea) څه شی ده؟

دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لویمحصول چې په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینهاولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔



(Creatinine)څهشی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چېدپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبهکیږی۔

دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې پهاخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه والهداوبوده لکه په سورت محمدکی چې راځی:

مثل دصفت بیان دجنت هغه چې وعده ئې کړی شوی ده لهپرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچې نه به وی بدخونده (بدلېدونکی پهمزه اوبوی کښې)اوویالې دی دشیدوچې نه به ویمتغیرې  خونددهغو،اوویالې دی له شرابوچېمزه ورکوونکی دی څیښونکوته، اوویالې دی له شاتو(عسلو) صفاکړشوی.اودوی ته به دغه(جنت) کی له هرډول میووڅخه، اومغفرت دی له ربه ددوی په شان دهغه دی چې تل دی پهاورددوږخ کښې اوپه وبه څیښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې ددوی.۔(سورت محمد ۱۵)

په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، کهموږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسینظام ته؛ هلته چې ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅهلیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅڅرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لریچې په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئېهیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګو(اسیا)ته راشواویاپه عمومی ډول سره وځمکې ته راشونوداهغهځمکه ده،چې ۱۲۴۰۰۰دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریتلومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځایدژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشویوای، اوحال داچې دادقران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکېڅخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربلځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، چې هرېسیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چې داپه ساینس سره څرګندیږی چېدځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم نقلا،

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی اللهعلیه وسلم وفرمایل چې (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔

په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:

دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چې دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چې دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟

یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې دژوندۍ ژونکې (حجرې)لپاره اړینه ده۔

یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چې دژوندارزښتناکه شی اوبه دی،اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څهلږفکروکړونوهمدااوبه چې دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړیږی،اوهرځای چې قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوریاوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چې اوبه دانسان د ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلیمحوردی۔

نوربیا...

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User