Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 28, 2012

عجز دجناتو چې پخپله پرې اعتراف كوي



 

بيان دقسمونودمشركينو

 پوه شه چې مشركين په څلور قسمه دي .
(۱) مشركين باالعباد الصالحين
(۲) مشركين باالكواكب
(۳) مشركين باالملائك
(۴) مشركين باالجن
(۱) مشركين  باالعباد الصالحين
 داهر هغه چاته ويلى شي چې نيكان بنديګان اولياء كرام بزرګان پيران دالله(سره شريك اوبرخه دار ګرځوي او د دوئ تعظيم كوي پدې عقيده چې دهغه قبر شريف ته دهغه روح راځي  او مونږه هغه ته خپل حاجتونه پيش كؤو او هغه زمونږ ه  حاجتونه الله(ته پيش كوي او الله( د دوئ دعاګانې هسې نه غورځوي بلكه قبلوي يو انسان كه څومره دلوې درجې خاوندولي نوي خوبيا هم هغه الله(ته په هر مكان او هر زمان كې محتاج وي او دالله(دبندګيرى او احتياج د دام نه نشي وتلى هغه بيانبى، ولي، پير، بزرګ ، سيد، ملائك ، پيرايان  وغيره ولي نوي بلكه داټول دالله(بنديګان او هغه ته محتاج دي مشهور شاعراو صوفي عبدالرحمٰن بابا وايي.
څه حاجت دى چې دبل دركې غواړم :  په خپل كور كې همكنار دى رب زما : الله (فرمايي :
 اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ کَفَرُوْٓا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْٓ اَوْلِیَا۬ئَ اِنَّآ اَعْتَدْنَا جَھَنَّمَ لِلْکٰفِرِیْنَ نُزُلًا ([1])
ترجمه:  ايا ګمان كوي كافران چې ونيسي دوئ زما بنديګان زما نه علاوه په مدد او دوستئ سره يقينًا تيار كړى دى مونږه كافرانوته جهنم په ملمستېا كې:   الله(بل ځاى فرمايي : یٰٓاَیُّھَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَا۬ئُ اِلَی اللہِ وَاللہُ ھُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ([2])
ترجمه:  اى دټولو دنياء خلقو تاسو كامل فقيران محتاج يي الله(ته او الله(دى بې پروا ستايلى شوى ذات :  بل ځاى فرمايي چې: اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللہِ شُفَعَا۬ئَ قُلْ اَوَلَوْ کَانُوْا لَا یَمْلِکُوْنَ شَیْئًا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ([3])
ترجمه: ايا نيولي دي خلقو دالله(نه علاوه مددګاران ووايه اى نبى اګر كه داستاسي مددګاران هيڅ شى ما لكان ندې او نه په څه باندې پوهيږي.
مشركين باالكواكب
داهغه چاته ويلى شي چې نورسپوږمۍ ستوري دالله(سره شريكوي اوپه هغوئ كې دتصرف اوتاثير عقيده لري او دوئ دا عقيده هم لري چې دانسان نيك بختي اوبدبختي دستورو نه معلومېږي لكه نن سباء داعقيده دنجوميانو ده خو قران مجيد داسې عقيده باطله او پوچه ګرځولې ده  اوښكاره يي فرمايلي دي چې داټول دالله(عاجز مخلوق اودهغه دامر تابع (منونكي) دي الله فرمايي :  وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ([4])
ترجمه:  اوتابع كړيدي الله(نور اوسپوږمۍ دخپل حكم .
بل ځاى فرمايي: وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّھَا ([5])
ترجمه:  اونور روان دى دالله په امر هغه وخت مقرر دهغې ته.
بل ځاى فرمايي: لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلہِ الَّذِیْ خَلَقَھُنَّ اِنْ کُنْتُمْ اِیَّاھُ تَعْبُدُوْنَ ([6])
ترجمه:  اى خلقو نور اوسپوږمۍ ته سجده مكوئ بلكه هغه ذات ته سجده ولګوئ چې هغه دا نور اوسپوږمۍ پيدا كړي دي .
امام فخر الدين رازي ليكي :وكثير من الناس يعبدون الشمس والقمر والنجوم ويعتقدون انها حية عاقلة ناطقة ([7])
ترجمه:  ډېر خلق دنور او سپوږمۍ پدې عقيده عبادت كوي چې دا ژوندي دي اوعاقلي اوناطقي دي .
(۳) مشركين  باالملائك
داهغه چاته ويلى شي چې ملائك دالله(سره شريكوي اوبرخه داريي ګرځوي او مدد ګاريي  ګڼي  اوپه خپلو حاجتونو كې درته چغې وهي اورا مدد شه ورته وايي دا قسم مشركان په پخوازمانه كې په اميانو كې هم موجود وو : اوپه سائنسدانانوفلاسفه وو كې هم موجود وو چې دېته به يي جواهر مجرده انتظام چلونكى ده دنيا ويل د دې ته يي عقول هم ويل چې د دنياء نظام عقل عاشر چلوي او الله(معطل ناست دى (نعوذباالله من ذالك) اوحال داچې قران مجيد دټولو ملائكو عجز ذكر كوي چې دوئ دالله (مخلوق او دهغه د امر تابع دى الله(فرمايي: وَیَوْمَ یَحْشُرُھُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ یَقُوْلُ
لِلْمَلٰ۬ئِکَةِ اَھٰٓؤُلَا۬ئِ اِیَّاکُمْ کَانُوْا یَعْبُدُوْنَ قَالُوْا سُبْحٰنَکَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِھِمْ بَلْ کَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ اَکْثَرُھُمْ بِھِمْ مُّؤْمِنُوْنَ ([8])
ترجمه:  په هغه ورځ چې جمع كړي الله(ټول مخلوق اوبه وايي اى ملائكو دې خلقو ستاسو عبادت كولو ملائك به اووايي پاكي  ده تالره اى الله ته يي مدد ګارزمونږه بلكه دې خلقو خو دپيرايانو عبادت كولو اوپه هغوئ يقين اوباوريې لرلو.
بل ځاى كې الله(دملائكو عجز بيانوي :
وَالصصصفّٰتِ صَفًّاﭐﺫ فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًاﭑﺫ فَالتّٰلِیٰتِ ذِکْرًاﭒﺫ([9])
ترجمه: شاهد دي هغه ملائك چې صف جوړونكي دي په صف جوړولوسره او بيا شړونكي دي وريځو لره شړلوسره اولوستونكي دي د الله(ذكر لره په لوستلو سره(دا ټول پدې شاهددي) چې يقينًا دټولو معبود برحق يودى چې هغه الله تعالىٰ دى : بل ځاى ارشاد دى :
 وَکَمْ مِّنْ مَّلَکٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُھُمْ شَیْئًا اِلَّا مِنْۭ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللہُ لِمَنْ یَّشَا۬ئُ وَیَرْضٰی ([10])
ترجمه: ډير ملائك شته په اسمانونو كې چې فائده نشي وركولې شفارش  د دوئ مګر پس داجازې دالله(نه چالره چې الله(وغواړي اودهغه نه راضي وي  : بل ځاى الله(دملائكو نه عزت مند او اوچت فرشته دجبريل امين عجز بيانوي :
وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّکَ لَھ۫ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِکَ وَمَا کَانَ رَبُّکَ نَسِیًّاﮏﺆ ([11])
ترجمه:  مونږه نشو راكوزيدى ځمكې ته قدم هم نشو ايښودى مګر په اجازې ده رب ستا باندې دالله(په اختيار كې دى هغه چې زمونږه مخكې دي او هغه چې رستو دي ( يعنىٰ الله(عالم دماكان مايكون دى) اوهغه چې د دې ترمنځه دې رب ستا هيرونكې دهيڅ خبرې .
(۴) مشركين  باالجن
 داهر هغه چاته ويلى شي چې پيريان (جنات) دالله(سره حصه داران ګرځوي او عالم الغيب او مدد ګاران يي  ګڼي  .
قران مجيد په داسې عقيدې والاؤ باندې ردكوي او داثابتوي چې ټول جنات دالله(مخلوق او دهغه دامر تابع (منونكى) اوعاجز بنديګان دي او هيڅ قسم په غيب نه پوهېږي  په هرقسم غيب باندې پوهيدل داصرف دالله(صفت مختصه دى قران مجيد كې الله(فرمايي :
وَھُوَ اللہُ فِی السَّمٰوٰتِ وَفِی الْاَرْضِ یَعْلَمُ سِرَّکُمْ وَجَھْرَکُمْ وَیَعْلَمُ مَا تَکْسِبُوْنَ([12])
ترجمه: اوخاص الله(متصرف دى په اسمانونو او په زمكو باندې الله( پوهېږي ستاسو دزړونو په رازونو او په ښكاره ستاسوباندې او په هغه څه چې تاسو كوئ:
بل ځاى الله(دپېريانو عجز داسې بيانوي:
 وَجَعَلُوْا بَیْنَھ۫ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّھُمْ لَمُحْضَرُوْنَﯭﺫ ([13])
ترجمه: ګرځولى دى خلقو دالله(اوده پيريانو تر منځ خپلولئ اونسب اويقينًا پوهېږي پيريان پدې خبره چې دوئ به عذاب ته حاضرولى شي:
بل ځاى ارشاد باري تعالىٰ دى چې :
 وَّاَنَّا لَا نَدْرِیْٓ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِھِمْ رَبُّھُمْ رَشَدًاﭙﺫ ([14])
ترجمه:اويقينًا مونږه نه پوهېږو چې ايا دشراراده شوې اوكه دخير دالله(دطرف نه په ځمكه والو باندې:
داوو بيان دعجز دجناتو چې پخپله پرې اعتراف كوي نو ثابته شوه چې يو مخلوق خپله الله تعالىٰ ته محتاج وي او خپل عجز او بې وسي چې ښكاره كوي نو هغوئ څرنګه إله ګرځيدى شي اويا الله تعالىٰ سره شريكان جوړيدلى شي دا وتر دې ځايه دشرك او دمشركانو قسمونه چې دكومو پيژندل ضروري وتر څو ترېنه مسلمانان ځان وساتي اى الله مونږه ټول امت دمحمد رسول الله0دهر قسم شرك نه محفوظ كړې اوپه عقيدې دتوحيد راته مرګ نصيب كړي  امين:

 



[1] -الاية كهف (۱۰۲)
[2] -الاية فاطر (۱۵)
[3] -الاية الزمر (۴۳)
[4] -الاية وسط الاية الرعد(۲)

[6] -الاية حم  سجده (۲۷)
[7] -(ج۷۲۸
[8] -الاية السباء (۴۱)(۴۲)
[9] -الاية الصفت (۱-۲-۳
[10] -الاية النجم (۲۶)
[11] -الاية مريم (۶۴)
[12] -الاية انعام (۳)
[13] -الاية الصفٰت (۱۵۸)
[14] -جن(۱۰)

 

  1. ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
  2. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  3. آيا لمونځ خاص دمعراج په شپه فرض شوى دى ؟
  4. آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
  5. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  6. آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
  7. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  8. آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
  9. آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
  10. آيادالله Y ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟
  11. آياديوال چين دخلاڅخه ترسترګوکيږې ؟؟
  12. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  13. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  14. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  15. آیا د کافر غیبت روا دی او بل که د یو چا نوم وانه خیستل شی او غیبت یی وشی آیا دا هم په غیبت کښي راځی ؟
  16. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  17. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  18. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  19. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  20. احكام ساعت وتكمه هاي كه پالش طيلاء به اوداده شده باشد
  21. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  22. اخبارونو ، اونیزو، مجلو اونورو مطبوعاتو وارترمخه پیسي ورکول
  23. ادويه مسدود كننده حيض
  24. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  25. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  26. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  27. استعمال كريم وغيره براي پاك كردن موي
  28. استعمال موي مصنوعي
  29. استنجا كردن همراه كاغز
  30. اعلان كردن چنده يعنى خواست در مساجد
  31. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  32. امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي
  33. امام پسې الحمدلله ويل جايز دي او که نه ؟
  34. امام په رکوع كې وو چه يوسړى راغى نوهغه تکبير تحريمه سره درکوع ته لاړشي اوکه درکوع تکبير هم ووايي ؟
  35. امامت پرته له پټكي څخه ثابت دى او كه نه ؟
  36. انداختن هرقسم ادويه در فرج زنانه ناقض روزه ميباشد در فتاوي عالمگيره است
  37. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  38. اهم ترينه مسئله د توحيد ده (دوهمه برخه)
  39. اهم ترينه مسئله د توحيد ده (لومړی برخه)
  40. اورونه بلوی ټیرونه سوځی شریعت نبوی ﷺدی عمل ته په کوم نظرګوری ؟
  41. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  42. ايا اسلامي شرعيت له ښځو سره ظلم کړيدي؟
  43. ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
  44. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  45. ايا موندل شوى مال تاوان لري؟
  46. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  47. ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
  48. ايمان څنګه تقويه کړو ؟
  49. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  50. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  51. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  52. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  53. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  54. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  55. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  56. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  57. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  58. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  59. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  60. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  61. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  62. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  63. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  64. خريد فروخت باغات وميوه جات
  65. خصوصی نشریات
  66. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  67. خواب كردن در مساجد
  68. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  69. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User