ما پوښتنه داده :
څرنګه جی د لومړی شپیلی دپوکی سره ټول ذیروح موجودات له منځه ځی آیا خپله اسرافیل علیه سلام به هم مړکیږی اوکه جواب موهووی نودوهمه شپیلی څوک پوکوی .
مننه – محمد سميع عماد
څرنګه جی د لومړی شپیلی دپوکی سره ټول ذیروح موجودات له منځه ځی آیا خپله اسرافیل علیه سلام به هم مړکیږی اوکه جواب موهووی نودوهمه شپیلی څوک پوکوی .
مننه – محمد سميع عماد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الله جل جلا له فرمايي :
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ
فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ
اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ (68)
الرمز
تفسير انوار القرآن (تفسير ابن کثير ، فتح القدير او تفسير
منير ) ددې آيت په تفسير کې ليکي : دا همغه دوهمه (صعق ) شپلۍ ده .صعق
عبارت له فوري مرګ څخه دی کوم چې اسرافيل په هغه کې پوکی کوي او د هغې په
وجه د ځمکې او آسمان ټول اهل مړه کيږي ، بغير له هغو چې الله غوښتي وي .
(إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ )
په باره کې د مفسرينو څو قولونه دي اول :او هغه چې د دغه مرګ څخه استثنا
دي خپله اسرافيل عليه سلام دی چې وروسته به وفات مومي ، او په بل قول : دغه
استثنا شوي عبارت له جبرئيل ، ميکائيل اسرافيل او عزارئيل عليهم السلام
څخه دي په دليل د دغه حديث : عن أنس بن مالك
قال: قرأ رسول الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّم: ( وَنُفِخَ فِي
الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الأرْضِ إِلا مَنْ
شَاءَ اللَّهُ ) فقيل: من هؤلاء الذين استثنى الله يا رسول الله؟ قال: ”
جبرائيلَ وميكائيلَ, ومَلكَ المَوْتِ (انس رضی الله عنه وايي : جناب
نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغه ايت تلاوت کړ ، وروسته اصحابو و پوښتل :
يارسول الله هغه کسان چې الله استثنا کړي څوک دي ؟ و يې فرمايل : هغوی
جبرئيل، ميكائيل، اسرافيل و ملكالموت دي) .
او داسې روايت نقل شوی دی چې : وروسته به جبرئيل د دريو
فريښتو اسرافيل ، مکائيل او ملک الموت د روح په اخيستلو مأمور شي وروسته به
د جبرائيل عليه سلام روح خپله الله جل جلا له قبض کړي او رب (جل جلا له )
به تنها چې قايم او دائم ذات دی پاتې شي او دغه وخت به دری ځله ووايي :
لمن الملك اليوم؟ چا لره ده نن ورځ پاچاهي .
او خپله به ځواب وفرمايي : لله الواحد القهار (الله لره ده چې قهار دی ) .
بيا به تر ټولو لومړی اسرافيل عليه السلام ژوندی کړي او هغه ته به د شپلې پوکولو امر وکړي چې دا دريمه شپلې يا د بعث شپلې ده .
بل قول دا دي چې د استثنا څخه مراد شهيدان دي . (تفسير انوار القرآن )
و الله سبحانه و تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.