محترم دآن لان اسلامي سايت ته!
سوال مي داده جي دپراپرٹی کار کول په کميشن سره (په فیصدی)جایز دي كه يا ؟
او دواڑو حخه اخستل جایز دي كه يا ؟

مزمل – پاکستان

الجواب :

بسم الله الرحمن الرحيم
د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) له لارې د ځمکې د خرڅونکی او اخيستونکې يا کرايې واله څخه د کميشن اخيستل جواز لري (جديد فهي مسائل ج ۱ ص ۲۷۱ بحوله بداية المجتهد ج ۲ ص ۱۴۴ ) په شرط ددې چې معاملاتو کې صدق موجود وي ، چل او فريب نه وي .
يجوز للسمسار أن يأخذ أجرة على سمسرته ، من البائع أو المشتري أو منهما ، ويلزمه أن يصدُق ويبين .
رهنمای معاملات يا پراپرټي واله د خرچونکی د وکيل حیثيت لري چې په وکالت کې به امانت او صدق کوي د هغه څخه به د اصلي نرخ څخه علاوه څه شي نه اخلي او بل دا چې خپله د کمیشن اجره به ښکاره کوي چې د ځمکې دغه قيمت دی او دغه زما د رهنمای معاملاتو اجره ده ، او د شي غيب به نه پټوي کچيرې د ځمکې اسناد جلي وي رهنما واله به خلکو ته فريب نه ورکوي .
نور د کميشن کار بار او په هغه باندې اجره اخيستل د څلورو واړو مذاهبو په نزد رواه ده .
و قد نص جمع من الأئمة علی جواز السمسرة ، و جواز أخذ اجرة عليها (موسوعة الفقهية ۱۵۱/ ۱۰ )
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود