په دنيا پسې منډې وهونکی به سرګردانه او پريشانه وي

 

عن أنس بن مالك قال:- ” قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم: من كانت نيته طلب الاخرت جعل اللّه غناه في قلبه وجمع له شمله وأتته الدنيا وهي راغمة، ومن كانت نيت طلب الدنيا جعل اللّه فقره بين عينيه وفرق عليه شمله ولم يأته من الدنيا إلا ما قدر له”. (ترمذی ۲۵۸۳ ،دارومي ۳۶۹۴ او احمد ) .
ذکر ترمذی من كانت الآهرة همه جعل الله عناه فی قبله .
د انس ضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فريلي : چې د چا نيت د آخرت طلب وي الله تعالی به د هغه زړه د غنا نه ډک کړی (د زړه تسل او د مخلوق نه بې احتاجي به يې نصيب شي ) او د هغه پريشاني به لرې کړي او ذليله شوې دنيا به ده ته راځي او د چا چې نيت د دنيا طلب وي نو الله تعالی به د هغه په تندې کې د احتياج او پريشانی آثار پيدا کړي او حال به یې پريشانه وي (چه د هغه په وجه به ده ته تسلې او خاطر جمع هيڅ نه نصيب  کيږي ) او د منډو ترړو سره سره به ده ته دومره قدرې پيداکيږي څومره چې د ده دپاره مخکې ليکل شوې وي .
د دنيا د حرص زياتوالی :
ابن عباس رضي الله عنهما يقول: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: (لو كان لابن آدم واديان من مال لابتغى ثالثاً، ولا يملأ جوف ابن آدم إلا التراب، ويتوب الله على من تاب). (بخاری ۶۰۷۲ ) .
ابن عبارس رضی الله عنه وايي له نبی کريم صلی الله عليه وسلم مې آوريدلي چې فرمايل يی : کچرې د بنی آدم سره د مال دوه ډک ميدانونه يا درې وي نو هغه به دريم هم غواړي او د بنی آدم ګيډه يوازې په خاورو ډکيږي ، الله تعالی خو په هغه بنده عنايت او مهرباني کوي کوم چې د هغه رجوع د الله طرف ته وي .
د مال او دولت حرص په بوډاوالی کې هم ځوان وي :
عن انس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم يهرم ابن آدم ويشب فيه اثنان الحرص علی المال و الحرص علی العمر (بخاری او مسلم ) .
انس رضی الله عنه وايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چې سړی بوډا شي او د بدوالی د وجې نه د ده ټول قوتونه کمزوري شي خو په هغه کې دوه خصلتونه نور هم ځوانيږي د مال حرص او عمر زياتوالی .
د مال او قدرت محبت د دين قاتل دی
عن كعب بن مالك قال قال رسوالله صلي الله علِيه وسلم “ما ذئبان جائعان أرسلا في غنم بأفسد لها من حرص المرء على المال والشرف لدينه”. هذا حديث حسن صحيح (ترمذي 2483 )
كعب بن مالك رضي الله عنه واِيي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : هغه دوه وږي ليوان يا شرمخان چې په رمه کډ شي هغه دومره کډان نه تبا کوي لکه د مال او قدرت او مرتبې محبت چې دين تبا کوي .
منبع  آن لاين اسلامې لارښود