Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, November 26, 2011

دمحرم مبارکه میاشت



بسم  الله الرحمن الرحیم

 مفتي ابویاسر

دمحرم  میاشت یوه  عظیمه   دقدراواحترام  میاشت  ده  ،په  دغه مبارکه  میاشت کې [چی په  اسلام  کې  بلکه  له اسلام  نه وړاندي  یې  هم خورا  ارزښت درلود ] دحضرت حسین  رضی  الله تعالی عنه دشهادت دردونکې واقعه  هم پیښه  شوي ، اسلامې تاریخ   له خپل  روښانواوبریمنو پړاوونو سره  کله  داسې یوه غمیزه هم ولري  ، خودغسي پیښې موږ ته  درس  راکوي  چي  اصلي  مسلمان  باید دغه  ډول  په دین  ، ایمان  ټینګ ، اوله حق څخه دفاع کونکې  وي ، هغوۍ  چې شهادت   افتخار ګڼي  دزوند تر وروستۍ سلکۍ  پوري   دظالم سره څه ډول  مبارزه کوي  ؟  موږ   باید ددغه صلیبي ،ازلي دښمنانواو سترو کفارو په وړاندي  هم  دخپل قوي ایمان په مټ  په دغه ډول  په زغرده  مقابله  وکړو،
خوافسوس  چي  مسلمانان  ددي په ځای  چي  اصلي  حقیقت له  واقعي څخه  اخذ کړي  نور هم  په داسې  رواجونو او اعمالو اخته شي  چي  په اسلام  کې  هیڅ  ځای اوحقیقت نه لري  ، ددي  په ځای  چي  له واقعي څخه په الهام سره یې اسلامي  جذبه  راویښه شي  ، اودخپل   هدف   لټون ته  ځان  چمتوکړي ،  نور هم په بله   ځي  او له  خپل  عقید ي  څخه لاپردی  کیږي ،
دغه  لاندي څوکرښې  دمحرم  دبختوري میاشتې  په  اړه  دي    په دي  هیله  چي  داصلي تشخص  لوري ته  مورهبري  وکړي  .
دمحرم دمبارکي میاشتي  فضایل :

دروژي فضیلت یې

له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت  ده چې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل  : درمضان  المبارک دمیاشتې وروسته  ترټولو غوره وقت  دروژي لپاره    دالله تعالی میاشت  محرم   ده . اودفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  ده .
کما في  الترغیب  ۱\۲۶۲  عن ابي هریرة رضی  الله تعالی عنه  قال  قال رسول الله صلی ا لله علیه وسلم  افضل الصیام  بعد رمضان  شهر الله  المحرم  وافضل  الصلوة  بعدالفریضة  صلوة اللیل  . رواه مسلم  وغیر .

دروژي  نیولولپاره  محرم یوه غوره میاشت ده

له حضرت علي  رضی  الله  تعالی عنه  څخه  یوه سړي  پوښتنه  وکړه :  چي  درمضان المبارک دمیاشتي وروسته  موږ ته  دکومې  میاشتې  دروژو نیولو امر   کوي  ؟ حضرت  علی  رضی  الله  تعالی عنه  ورته وویل  :  تر  اوسه  مي له  بل  تن څخه    دغه سوال  نه دی  اوریدلی  ،  مګر له  یوه  تن  څخه مي  واوریدل  چي دپیغمبرصلی  الله  علیه  وسلم  څخه یې  دغه  پوښتنه  کوله  ،  اوزه خپله   دپیغمبرصلی الله  علیه وسلم سره  ناست  وم   ، هغه سړي  وپوښتل  ای  دخدای  رسوله  درمضان المبارک  دمیاشتي  ترتیریدو وروسته  ته  موږ ته  دکومې میاشتې  دروژي  نیولو امرکوي ؟  پیغمبرصلی الله  علیه وسلم  ورته  وویل  : که  ته غواړي چي  روژه  ونیسې  نودرمضان  المبارک  دمیاشتې وروسته  د محرم  روژه نیسه    ځکه  هغه  دالله  تعالی میاشت  ده  ، اوپه  دغه  میاشت کې  یوه  داسې  ورځ  شته  چي  لوی خدای  دیوه قوم  توبه قبوله کړې  ،  اودنورو قومونو توبه  هم  قبوله  وي  .
کمافي  الترغیب  ۱\۲۶۲  وعن  علي رضی الله تعالی عنه  وسأله  رجل فقال :ایَُّ شهر تأمرني ان  أصوم بعد شهر رمضان ؟ فقال له  ماسمعت احدا یسأل عن هذا الارجلا سمعته  یسأل  رسول الله صلی الله علیه وسلم  وانا قاعد  عنه فقال یارسول الله ای شهر تأمرنې  ان اصوم بعد شهر رمضان  ؟ قال ان کنت صايما بعدشهررمضان  فصم  المحرم  فانه شهرالله  فیه یوم تاب الله  فیه علی قوم ، ویتوب  فیه علی قوم آخرین  .  رواه الترمذي

دمحرم دمیاشتې  هر روژه 

دیوي میاشتې  دروژو سره  برابره  ده

دابن  عباس رضی  الله تعالی عنه څخه روایت د ه چي  پیغمبرصلی  الله علیه وسلم  وفرمایل  : . . . څوک چي  یوه ورځ  دمحرم  میاشتې  څخه روژه  کړي  نو دهري  ورځې  په روژه   ددیرشو [یوي  میاشتې ]  دروژوثواب  ورکول  کیږي .
في الترغیب  ۱\۲۶۲ عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهما قال  :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من صام یوم  عرفة کان له  کفارة سنتین  ، ومن صام  یوما من المحرم فله بکل یوم ثلاثون  یوما  رواه الطبراني في الصغیر .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User