Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 25, 2011

ښځو ته آزادي نه ده وركړى شوى ښځې په كورونو كې بندي شوى دي

  

ښځو ته آزادي نه ده وركړى شوى 

 

ښځې په كورونو كې بندي شوى دي


والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته !
الحمدلله وحده والصلوة والسلام على من لانبي بعده .
اما بعد 
فاعوذ باالله من الشيطن الرجيمط
  بسم الله الرحمن الرحيمط
 ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولي(۱) 
زما عزتمندو علماء كرامو او محترمينو مسلمانانو   نن صبا زيات خلك دا وايي چې ښځې زمونږ د معاشرې مظلوم ترين خلك دي ، د هغوى حقوق پائمال شوي دي ، ښځو ته آزادي نه ده وركړى شوى ، ښځې په كورونو كې بندي شوى دي ، مغربى ممالكو كې يورپ كې ښځو ته آزادى وركړى شوى ده ، هغوى ته حقوق وركړى شوى دي ، د سړو سره برابرى كړي دي ، نو ځكه هغو ملكونو ترقې كړى ده ، زه داسې جاهل خلكو ته وايم ، داسې بې فكره خلكو ته وايم : داسې بې وقوف خلكو ته وايم ، چې ځان ته به تعليم يافته ويښيار پوه وايي ، داسې خلكو ته وايم ، چې راشى وګورى چې دنيا كې كوم دين ، كوم مذهب ، كوم قانون ، كوم تمدن ښځو ته زياته مرتبه او حقوق وركړي دي .
زه وايم دنيا كې يو دين ، يو مذهب ، يو قانون ، يو تمدن ، دومره حقوق نه دې وركړى څومره چې اسلام ښځو ته مرتبه او حقوق وركړى دي ، راشئ چې وګورو قطع لحاظ د تعصب نه ، دنيا كې نورو مذهبونو نورو دينونو د ښځو څومره حق تلفى كړيده ، څومره ورسره نا انصافى كړي ده .
څومره ښځې ذليل كړي دي ، چا به ويل ښځه د شيطان ايجنټ ده ، چا به ويل د شر او فساد جرړه ده ، قديم يونان به ښځې ته د شيطان لور ويلى ، او يونانيانو به ويلى ښځه د نجاست يوه مجسمه ده .
ښځې به د وينځو په شان بازارو كې خرڅولى ، ميراث كې به كوم حق هم نه وركولو ، روميانو به ويلى ښځه د يو ځناور مثال لري ، خرڅول ، اخيستل داد ښځې نكاح شوه ، ښځه بلكل بالغ توب نه لري ، معمولي جرم ، معمولي قصور باندې به قتل كولى ، اهل عربو به خپلى لورګانې ژوندى ښخولى ، دا به ويلى چې صبا ددې غوښتو ته څوك راشى ، داد عربو د پوزې پرې كېدل دي .
يهودو ډېره موده په دې مسئله اختلاف وه چې ښځه انسان ده او كه نه ؟
د ډېر فكر او سوچ نه وروسته يهودو وويل چې ښځه انسان نه ده دا هسې يو انسان نما حيوان ده كه نه په اصل كې داد شيطان ترجمانه ده .
پخوا به په هندوستان كې داسې رواج وه چې د كومې ښځې خاوند به مړ شو ، نو هندوان خو مړي سوزوي ، نو هغه كونډه ښځه به هم ورسره ژوندى سوزوله ، داد ښځو سره همدردى وه ، داد ښځو حقوق وه ، داد ښځو آزادي وه .

د عيسايانو د ښځې باره كې فتوى

عزتمندو ! لږ زه توجه ستاسو غواړم .
عيسايانو ښځو ته كوم دقدر وكړى وه ، كوم عزت وركړى وه ، د عيسايانو فتوى واورئ !
عيسايانو د ډېر تحقيق او ريسرچ نه وروسته دا فتوى وركړه ، ۵۸۲ ع كې د خپلې يو كليسا نه ، او په دې فتوى يې لوى مجلس جوړ كړى وه ، او دا وويل : چې ښځه بيخې روح نه لري ، دا بې روح شى ده ، ددوى دغټو خلكو خبرې درته كوم ، تاسو د دوى غټو فلسفيانو او دانشو رو او پوه خلكو ، خبرې مطالعه كې حيران به شي ، فكر به تاسو ورته يوسى ، چې داسې غټ پوهان خلك او داسې وړې ــ وړې خبرې ، د هغو نه يو څو كسان درته ښايم .
يو حناء د دوى مشهور كس تېر شوى ده ، د هغه قول ده ، چې ښځه د شر او فساد لپاره يوه لور ده ، قديس برنا د دوى بل كس ده ، د هغه قول ده ، چې ښځه د شيطان ايجنټ او جاسوسه ده ، تاسو د سقراط تاريخ وګورئ هغه وايي دنيا كې چې څومره ذليل سړى وي د هغه تمام نتائجو نه ښځه جوړېږي .
قديس جان ډسپلن وايي ښځه د آمن دشمنه ده ، او د جهنم چوكېداره ده ، په خوا به د جاهليت دور كې به په ښځو ماهانه بيماري راغله هغه به د كور نه لري ځنګل ته شړه لي ، ډوډۍ به هم لري نه ورته لكه د سپيو په شان اچوله ، كه ستاسو دا خبره ذهن نه قبلوي تاسو ته زه د هغه جاهليت دور ، رسم ، رواج ، كلچر اوس هم په دې دور كې ښوداى شم ، تاسو ته به سوچ كې راځي چې دا به مونږ ته امريكې كوم ښار كې ښيئ .
نه درته امريكې كه ښايم
نه درته برطاني كې ښايم
نه درته فرانسې كې ښايم
نه درته جرمني كې ښايم
نه درته هالينډ كې ښايم
نه درته پولينډ كې ښايم
نه درته نيوزلينډ كې ښايم
راشه ستا په پاكستان كې درته ښايم
لاړ شه ! چترال كالاش درى ته ، هلته ورشه اوس هم د هغه جاهليت دور غوندې ښځې ماهانه بيماري باندې د كور نه باندې ځنګل ته شړي ، يو بله عجيب خبره داده ، چې خلك په مړي باندې غمجن وي ، او دوى د مړي كټ سره ډولونه او سازونه روان كړي وي .
د الله رب العزت شان ته ګوره ددې فتوى صادرولو نه وروسته چې ښځه كې بلكل روح نشته ، الله رب العزت نبي اخرالزمان حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم راولېږه ، حضور ښځه د هغه ذ لت كندې نه راوويسته ، او ښځې ته عزت وركه ، عظمت وركه ، رفعت وركه ، ښځه د تحت الثرى نه راوويسته ، فوق الثرى ته ، ښځه د مرګ نه راوويسته زندګى ته .

بهترينه متاع ددنيا ښځه ده

ولې حضور صلی الله علیه و سلم فرمايي : عن عبدالله بن عمرو بن العاص قال قال رسول الله صلی الله علیه و سلم الدنيا متاع وخير متاع الدنيا المراة الصالحة (مسلم)(۱) .
دنيا ټوله متاع ده ، او دنيا كې بهترين متاع نيك ښځه ده .
زما وروڼو ! نن دنيا باطل د اسلام دشمنان دا پروپاګند كوي ، دا تبليغات كوي ، اسلام ښځو باندې پابندى لګولى ده ، هغوى سره زمونږ بغير ته مسلمانان هم دا مني .
زه وايم راشئ د پردې فائده وګورئ ، اسلام ښځو لپاره د پردې حكم وركړى ده .
غيرمسلم د بې پرده ګى حكم وركړى ده ، راشه د پردې فائده وګورئ او د بې پرده ګى نقصان وګورئ !
سويډن د برطاني سره قريب ملك ده ، يو مالدار ملك ده ، مونږ دا سوچ كوو چې روپۍ به د كوم ځاى نه پيدا كوو ، هغوى دا سوچ كوي چې روپۍ به په كوم ځاى كې خرچ كوو .
صرف خورى او څكى ، كوم كس چې مزدورى او نوكرى نه كوي هغه ته ماهانه شل زره روپۍ  د حكومت له طرف نه وركول كېږي كور هم وركول كېږي ، چې مريض شي ، د دوايى خرچه ټوله حكومت كوي ، او جنسي خواهشات په دې ملك تردې حد پورې دې چې د ځناورو په شان ښځه او سړى په كوم ځاى كې ، په كوم وخت كې ، سره يوځاى كېږي ، هيڅ پابندى پرې نشته .
لږ توجه وكى
د سوچ خبره داده چې د ډوډۍ ، د جامو ، د كور فكر نه وي ، او د خواهشاتو مطابق زندګې تېروي نور غم يې څه شى ده ، لېكن بيا هم په دې ملك دوه خبرې عجيبى دي ، اول په دې ملك كې د طلاق مسئله ده ، طلاق په دې ملك په سل كې اويا فيصدو نه هم زيات ده .
دويم خبره داده چې په دې ملك كې خودكشي دومره زيات ده چې په ټوله دنيا كې دومره خودكشى نشته لكه په دې ملك چې ده ، داده بې پرده ګى او بې حيايى نتيجه ده ولې د زړه سكون نه وي ، او كوم ملك كې چې پرده وي ، سره ددې چې هغه ملك كې حكومت لباس هم نه وركوي ، ډوډۍ هم نه وركوي ، كور هم نه وركوي ، خو سلو كې اووه فيصده طلاق هم نه وي ، خودكشى هم نه وي ، ولې داسې خلك د اسلام پابنده وي ، نو فائده هم دا وي چې نه پكې طلاق وي ، نه پكې خودكشى وي ، كه ستاسو فكر ته دا خبره درځي چې داد تعصب په بنياد وايي : زه به د تعصب په بنياد وايم .

ګوربا چوف څه ته وايي

خو تاسو د ) ميخائل ګوربا چوف ( كتاب وګورئ !
ګورباچوف يو كتاب ليكلى ده ) پروسټرائيګا ( په نوم باندې دا كتاب ټولو بازارونو كې پيدا كېږي ټوله دنيا كې مشهور او شائع شده كتاب ده ، په دې كتاب كې ) ګوربا چوف ( د ښځو باره كې ليكلى دى ) 
Status of Women 
يعنې د ښځو حيثيت ( په نامه باندې خبره ليكلى ده ، او دا خبره صاف او واضح ليكلى ده ، چې زمونږ مغربى سوسائټى او آزادي ښځه د كور نه باندې ويستلى ده او د كور نه باندې وتل به څه ناڅه فائده به وي ، څه پيداوار كې به اضافه راشي .
ځكه ښځه هم كار كوي ، سړى هم كار كوي ، نو څه فائده كې اضافه والى راځي ، خو سره د اضافه والي ددې نتيجه راوځي چې زمونږ كورنى ماحول فيملي سيسټم تباه كېږي .
دا كورنى سيسټم تباه كېدل نقصانات د فائدې نه زيات دي ګوربا چوف وايي ښځه د كور نه وتل او بېرته په څه قسم راتلل باندې بايد سوچ وكوو ، ولې د كور تباه كېدل د قوم تباه كېدل دي ، دا خبرې ) ميخائيل ګوربا چوف ( خپل كتاب كې ليكلي دي ، كه څوك ګورى دا كتاب بازار كې پيداكېږي .

يو اعتراض او جواب

ددې نه علاوه يو بل اعتراض هم كوي ، چې اسلام ښځې ته نيم ديت وركړى ده ، سړي ته پوره ديت وركړى ده ، د شهادت ګواهى په وخت كې دوه ښځې د يو سړى برابر دي دلته هم نيمې دي .اوپه ميراث كى هم داسى دى .
عزتمندو ! كه لږ غور وكى ، دومره سخت خبره نه ده زه لږ تفصيل كوم كه چېرته قاتل مقتول په قصد سره مړ كى نو ديته ) قتل عمد وايي ( او كه چېرته په خطاء سره مړ شو نو ديته ) قتل خطاء ( وايي نو قتل عمد كې قصاص ده ، او قتل خطاء كې ديت ده ، كه چېرته خاوند مړ شي نو ښځې ته ديت وركول كېږي  او كه چېرته ښځه مړه شوه نو خاوند ته ديت وركول كېږي .
دويم جواب :- لږ زره سوچ وكى ، خاوند مړ شو نو د سړي خو پوره ديت ده نو دا ديت خو ښځې ته پاتې شو ، ځكه خاوند مړ ده ، مړى خو ځان سره قبر ته نه وړي ، نو ښځې ته پاتې شو ، نو اوس تاسو ووايي ښځې ته پوره ديت پاتې شو كه نه ؟
ځكه ښځې خو پوره ديت واخسته ، او كه ښځه مړه شي نو د ښځې ديت خو نيم ده نو دا ديت خاوند ته پاتې شو ، نو خاوند ته نيم ديت وركه كنه ؟ نو ووايي چې ښځې روپۍ ډېرې واخيستې او كه سړي ؟ نو چې ښځې روپۍ ډېرې واخيستى نو په كار خو داوه چې سړيو ويل چې زمونږ ديت نيم ده ، نو دا هسې يو غلط فهمې ده چې ښځو ته ورغوځولى ده .
دريم جواب : - د شهادت مسئلې ته راشئ ! دا شاهدى وركول دا هم آسان كار نه ده ، ولې نن صبا يو كس د چا په مخ كې قتل شي هغه شاهدى نه وركوي ، ځكه هغه ته دشمني خطروي ، د هغه د مال خطر وي ، د هغه د اولاد خطر وي ، د هغه د عزت خطر وي ، نو دا شهادت وركول دا هم په سړي باندې يو بوج وي  نو كه سړي شهادت وركى نو دا ټولې خطرې په ځان مني .
دوه ښځې د يو سړي برابر دي نو چېرته چې دوه ښځې شاهدي وركړى نو دا خطره د دوى مينځ كې نيمه شوه ، ولې دې ښځو سره څوك دشمني كوي نو دوه قومونو سره دشمني شوه ، او د سړي په شهادت يواځې يو قوم سره دشمني شوه ، نو ووايي بوج او تكليف په چا باندې زيات ده ؟ په سړي باندې زيات ده نو ښځې سره اسلام دومره نرمي كوي سره ددې هم بيا دوى اعتراضات كوي .

اسماء بنت يزيد د حضور نه پوښتنه وكړه

يوه ورځ نبي علیه سلام ته يوه ښځه راغله ورته وايي يا رسول الله سړي زمونږ نه په نيكيو كې ډېر مخكې دي . حضور علیه سلام ورته وايي هغه څنګه ؟ ښځه ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم سړي تاسو سره جهاد ته ځي ټوله ــ ټوله شپه ددشمن په سرحدونكى پيره كوي ، مونږ كورو كې دننه د بچو تربيت كوو .
هغوى ته ډوډۍ پخوو ، د هغوى ، د ځان ، د مال ، د عزت ، د آبرو ، حفاظت كوو ، مونږ دشمن په مقابله كې پيره نه كوو د هغوى سره قتال نه كوو سړي مسجد ته ځي ، په جماعت سره لمونځ كوي ، مونږ كورو كې لمونځونه كوو ، نو مونږ دې ثوابونه محرومه يو ، نو ځكه مونږ نه سړي ثوابو كې او نيك كارو كې مخكې دي ، پيغمبر صلی الله علیه و سلم ورته وايي ډېر ښه سوال دې وكه (۱).

حضور علیه سلام ښځې ته جواب

حضورعلیه سلام جواب وركوي كومه ښځه چې د شپې په خپل كور كې د بچى د وجې نه اوچته شي ، الله رب العزت د هغه مجاهد ثواب وركوي ، چې ټوله شپه دشمن په سرحد كې پيره كړي وي ، هغومره ثواب الله رب العزت دې ښځې ته وركوي ، ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي ، او د دوى سر ه ثواب كى شريكه ده او كومه ښځه چې په خپل كور كې لمونځ وكى الله رب العزت دومره ثواب وركوي چې يو سړي مسجد ته لاړ شي د جمعې سره او تكبير اولى سره ، لمونځ وكى ، الله رب العزت دې ښځې ته دومره ثواب وركوي (۱).
وګورئ ! اسلام ښځې سره څومره نرمى كړى ده ، د اسلام نه مخكې په قيصر او كسرى او ايران كې به ښځې د نفساني خواهشاتو لپاره يوه ذريعه ګرځولى وه ، ښځې به په منډه يانو كې ودرولي وې خلكو به سبزي او پوروټو په شان بولي په كولى ، چا به دوكانو كې په شيشو كې ودرولي وې خرڅه ولي ، داده ښځو عزت وه داد ښځو آبرو وه .
قربان د اسلام نه شم ، زار د اسلام نه شم .
اسلام ښځې ته حيثيت وركړى
اسلام ښځې ته څلور حيثيته وركړي دي .
كه ښځه ستاسو خور وي ستاسو آبرو ده
كه ښځه ستاسو لور وي ستاسو عزت ده
كه ښځه ستاسو په نكاح كې وي په تاسو باندې خرچه واجب ده
كه ښځه ستاسو مور وي د هغې قدمو لاندې جنت ده
نه ده ښځې كارخانې ته د تلو ضرورت شته
نه بازار كې كار كولو ته ضرورت شته
نه دفتر ته د تلو ضرورت شته
نه اين ــ جى ــ يو كې داخلي ته ضرورت شته
ټوله خرچه يې په خاوند باندې ده
ښځه دې په كور باندې ناسته وي ، خاوند به مزدورى كوي
ښځه دې د الله رب العزت ذكر كوي ، خاوند به مزدوري كوي
ښځه دې په نرمه بستره ناسته وي ، د قران تلاوت دې كوي
خاوند به مزدوري كوي
كه ګرمې كې وي ، كه يخنى كې وي ، كه باران كى وي
كه طوفان كې وي ، كه سختى كې وي ، كه هستى كې وي
د ښځې مكان ، د ښځې لباس ، د ښځې خوراك
په خاوند باندې واجب ده
د ښځې د كور نه وتلو ته ضرورت نشته
ولي الله رب العزت فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [ ښځه دې په خپل كور كې ناسته وې
څلور حيثيته اسلام ښځې ته وركړي دا څومره لوى حيثيت ده
اسلام وايي كه ښځه ستاسو مور وي د هغې د پښو لاندې جنت ده
خطيب وايي
كه مونږ ذكر كوو ، د جنت لپاره
كه مونږ لمونځ كوو ، د جنت لپاره
كه روژه نيسو ، د جنت لپاره
كه حج كوو ، د جنت لپاره
كه زكوة وركوو ، د جنت لپاره
كه خيرات وركوو ، د جنت لپاره
كه ګېره پريږدو ، د جنت لپاره
كه الله الله كوو ، د جنت لپاره
څوارلس سوه كاله مخكې رسول الله r د ښځې د پښو لاندې جنت ښودلى ده ، وايي كه تاسو جنت تلاش كوئ !
د مور د پښو لاندې جنت ده ،
وګورئ ! اسلام ښځې ته څومره حيثيت وركړى ده
څومره رفعت او بلندي وركړى ده

پيغمبر علیه سلام فرمايي

بل ځاى كې پيغمبر علیه سلام فرمايي : جاء رجل الى رسول الله من احق الناس بحسن صحابتي ؟ قال امتك قال ثم من ؟ قال ثم امك ، قال ثم من ؟ قال ثم امك ، قال ثم من ؟ قال ثم ابوك (۱).
حضور علیه سلام نه يو كس پوښتنه وكړه يارسول الله صلی الله علیه و سلم څوك زيات حقدار ده زما د حسن سلوك ؟
رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وفرمايل : مور ستا ډېره حقداره ده
هغه كس ورته وويل بيا څوك حقدار ده ؟
بيا رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وويل مور ستا
بيا هغه كس ورته وويل بيا څوك حقدار ده ؟
بيا رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وفرمايل مور ستا
بيا هغه كس ورته وويل بيا څوك حقدار ده ؟
بيا رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وفرمايل پلار ستا
وګورئ ! مور درې ځلې ښودلې ده ، پلار يو ځلې ښودلې ده
داده اسلام د ښځې سره نرمى ده
طبراني يو روايت نقل كړى ده ، جاء رجل الى النبي صلی الله علیه و سلم قال اريد الجهاد ، فقاله الرسول الله صلی الله علیه و سلم هل امك حية ؟ قال : نعم قال الزم رجلها فثم الجنت .
حضور صلی الله علیه و سلم ته يو كس د جهاد اراده وويل : حضور صلی الله علیه و سلم ورته وويل مور دې ژوندى ده هغه وويل هو !
حضور صلی الله علیه و سلم ورته وويل د هغې خدمت كو د هغې د پښو لاندې جنت ده
وګورئ ! اسلام ښځې ته څومره عزت وركړى ده
د پلار خدمت ورته نه دى ښودلى د مور خدمت ورته ښودلى ده
بل حديث شريف كې راځي : من كانت له انثى فلم يئدها ولم يهنها ولم يوثر ولده الذكر عليها ادخله الله الجنة .
د چا چې لور وي او ژوندى ښخه نه كړي
او نه د هغې توهين وكى ، نه ځوى ته په دې باندې ترجيح وركى ، نو الله رب العزت به داسې كس جنت داخل كى .
بل ځاى كې د حضرت انس بن مالك t فرمايي : قال رسول الله صلی الله علیه و سلم من عال جاريتين حتى تبلغا جاء يوم القيامة انا وهو هكذا وضم اصابعه .(۱)
حضور صلی الله علیه و سلم فرمايي : چاچې د دوه جنكيانو تربيت وكه تردې پورې چې بالغې شوې نو د قيامت په ورځ به زه او هغه كس به داسې راځو كوم قسم چې دا زما د لاس كوتې سره يوځاى دي .
حضرت انس رضی الله فرمايي : حضور صلی الله علیه و سلم خپله د شهادت كوته دې بلې مينځنى كوتى سره يوځاى كړه ، دا څومره د خوش بختى خبره ده ، چې د حضور صلی الله علیه و سلم سره يوځاى جنت كې وي .
وګورئ ! اسلام ښځې ته څومره عزت وركړى ده
څومره مرتبه وركړى ده
څومره وقار وركړى ده
څومره بلندى وركړى ده
دنيا كې كوم دين
كوم مذهب
كوم قانون
تر نن پورې داسې مقام نه دى وركړى ، كوم مقام چې اسلام وركړى .
خطيب وايي
اسلام ښځه د عزت په ځاى كېنولى
اسلام ښځه د حيثيت په ځاى كېنولى
اسلام ښځه د وقار په ځاى كېنولى
اسلام ښځه د محفل زينت يې نه ده ګرځولى
د كور زينت يې ګرځولى .
اسلام ښځه د نفساني خواهشاتو مركز نه ده ګرځولى
اسلام ښځه دنياوې هوس ذريعه نه ده ګرځولى
اسلام ښځه د بې حيايى او فحاشى اډه نه ده ګرځولى
اسلام ښځه د كور شمع ګرځولى
د كور ملكه ګرځولى
د كور بادشاه ګرځولى
اسلام ښځې ته بې غير د ضرورت نه ، د كور نه ، د وتلو ، او بازار ته د تلو ، اجازت نه دى وركړى .
ولې رب ذوالجلال فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [ .

يو بل اعتراض او جواب

بعضې خلك يو بل اعتراض هم كوي وايي چې اسلام سړي ته د طلاق اختيار ولې وركړى ده
ولې ښځې ته نه وركوه ښځه بېچاره كه مجبوره شي نو بيا به څه كوي
جواب واورئ ! لږ زره په سوچ كې شئ
اسلام ټول بوج د ښځې په سړي اچولى ده
د ښځې خرچه ټوله په سړي ده
ولې نن دا خبره جديد تحقيقاتو هم تسليم كړى ده چې ښځه فطري طور سره د سړي نه كمزوري ده ، ولې د ښځې ذهن هم كمزورى وي .
تاسو وګورئ !
ښځه چې كله غوصه شي يو دم ودريږې او خبرې شروع كى ، كله به كور طرف ته اشاره كوي ، دا څنګه كور ده چې زه پكې ګوزاره كوم ، دا څنګه جامې دي چې ما اغوستى دي ، ما به پلار كره داسې جامې سوال والا ته وركولى ، په داسې لوښو او كاسو كې به مونږ ډوډۍ نه خوړه ،
حالاًنكى داسې كور ، داسې جامې ، داسې لوښي ، به په ټول عمر نه يې كتلى بيا به هم خبرې كوي داد ذهن كمزوري وي .
جديد ډاكټرانو او سائنس دانو دا معلومه كړيده چې ښځې باندې حيض راشى نو ده دې بدن كې سستى راشي ، ذهن باندې كمزوري راشي ، او اكثره ښځې چې خودكشى كوي سل كې پنځوس فيصده په حالت د حيض كې وي .
يا په حالت د حمل كې وي ، يا په حالت د وضع د حمل كې وي ، يا په وخت د رضاعت كې وي .
دا ورځې په ښځه باندې ډېرې مشكلي وي ، نو د طلاق به څه خيال وساتى ، حكمت په دې كې څه ده چې د طلاق اختيار سړي سره ده ، په دې كې بېشماره حكمتونه دي ، يو درته وايم ، ښځه د سړي نه ډېر زر په جذباتو كې راځي ، او ډېره زر ناراضه كېږي ، كه لږ زره خبره د طبعيت مخالفه وي بس د كور نه وتلو ته تياره وي ، دا هم يو حكمت ده .
د علم التشريح محقيقينو دا خبره ثابت كړى ده چې د ښځې دماغ د سړي دماغو نه تقريباً لسونه ترسل ګرام كم دي .
تاسو وګورئ ! په يورپ كې طلاق لږ غوندې د ښځو په اختيار كې وركړى ، د هغې نتيجه داده چې سل كې پنځه اتيا فيصده درخواستونه د ښځو دي ، نو حكمت داده چې ښځه ډېر زر په جذباتو او غوصه كې راځي ، بيا د خاوند هغه ټول احسانات هېر كړي .

د طلاق يو خبر

يوه بله خبره واورئ ! څه وخت مخكې اخباراتو كې يو د طلاق واقعه راغلى وه يوې ښځې د طلاق اخستو لپاره درخواست عدالت وركړى وه ، قاضي ددې ښځې نه پوښتنه وكړه محترمې څه وجه ده چې د خپل خاوند نه طلاق اخلي اخر دومره كلونه دې ورسره تېر كړه خاوند دې دومره په تشويش او په تكليف كړيده ؟
ښځه جواب وركوي ، قاضي صاحب زما خاوند چې كله ويده كېږي نو خوب كې خرهار كوي او زما  بد تېرې راځي ، او بله مهمه خبره داده چې ما يو سپى ساتلى او زما ورسره ډېره مينه ده او هغه سپي زما د خاوند خوښ نه ده او بدى ترې راځي نو زه ځكه ترې طلاق اخلم .
خطيب وايي
په داسې ښځه دې د الله رب العزت لعنت وي
په داسې ښځه دې د الله رب العزت غضب وي
چې د سپي سره مينه كوي ، او د خاوند سره نه كوي
د كومې ښځې د خاوند آوازنه بد راځي
د كومې ښځې د خاوند چهرې نه بد راځي
په هغې به د الله رب العزت لعنت وي
په هغې به د الله رب العزت غضب وي
په هغې به د الله رب العزت تندر وي
هغه ښځه بې غيرت ده
هغه ښځه بې فته ده
هغه ښځه بې وقاره ده
هغه ښځه لعنتي ده
هغه ښځه جهنمي ده
بدترين د حلالو طلاق ده
سړي لپاره هم دا جائز نه ده چې بغير د ضرورت نه ښځې ته طلاق وركوي ( ابغض الحلال عندالله الطلاق ) (۱).
كوم شيان چې حلال دي هغه كې چې د الله رب العزت بد راځي د طلاق نه راځي ځكه په دې سره شيطان دومره زيات خوشحالېږي په بل شى باندې دومره زيات نه خوشحالېږي .
دى سره د دوه كسانو جدايى راځي ، زه خو وايم د دوه كسانو جدايى نه بلكې د دوه قومونو جدايى راځي ، بچى بې تربيت پاتې كېږي ، تاسو يورپ كې ګورئ ! د يو بچى هم د خپل مور او پلار سره محبت نه وي يو د طلاق مسئله ده ، دويم خبره داده چې دوى خپل بچى حكومت ته سپاري ، نو د مور د محبت نه محروم وي د مور د شودو نه محرومه وي ، بچى ته چې د مور شودو څومره ضرورت وي هغې نه زيات د بل شي ضرورت نه وي كله چې بچى لوى شى د مور قدر ورسره نه وي .
يو وخت داسې وي چې مور او پلار خپل بچى حكومت ته سپاري بيا يو وخت راشي چې بچى خپل مور او پلار حكومت ته سپاري ، د هغه ساتل ورباندې لوى بوج وي ، قربان د اسلام نه شم د مور او پلار څومره قدر ښودلى ده ، د مور او پلار چې څومره عمر زياتېږي هغومره قدر زياتېږي په ځامنو خرچه لازمېږي ، عزت زياتېږي .

يو بل اعتراض او جواب

يو بل سوال دوى كوي ، كه د ښځې طلاق ته ضرورت او مجبوري وه څه به كوي ، اسلام دې لپاره لارښودلى ده ، كه چېرته خاوند ظلم په كوي ښځه دې د عدالت دروازه وټكوي ، د خاوند ظلم نه به خلاصه شي .
مثلاً : خاوند ازديواجي حقوق نشي ادا كولى ، نو ښځه د نكاح فسخ كولو دعوه كولى شي .
يا خاوند لېونى وي ، د قاضي په ذريعه نكاح فسخ كولى شي ، يا خاوند نفقه نشي وركولى ښځه دې عدالت ته درخواست وركى ، چې خاوند ماته نفقه نه راكوي ، قاضي به مسئله حل كى ، يا دې خلع وكى ، اسلام ښځې لپاره څومره نرمى كړېده ، څومره حقوق وركړيدى ، بل دين ، بل قانون ، بل مذهب نه دى وركړى ، څومره چې اسلام وركړيدى .
دوى يو بل اعتراض كوي ، وايي ښځه چې كارونكى ، تجارت ونكى ، نو څه به كوي ، دې كې كونډې ښځې وي بې وسه ښځې وي ، بې بچو ښځې وي ، زه ورته وايم اسلام د ښځو د تجارت لپاره جواز وركړيده ، حضور صلی الله علیه و سلم خپله تجارت كړيده .
او د ټولو نه مخكې داسې ښځې سره نكاح كړيده چې هغه يوه كاميابه تاجره وه ، لېكن د ښځو د تجارت لپاره څه حدود شته .
اجنبي او پردى سړي سره سفر كول جائز نه دي
پردي سړو سره خلوت او مجلس جائز نه ده
بې پردى سفر جائز نه ده
د خپل ځان سنګارول جائز نه ده
يا بعضې نور شرائط
نو د اسلام حدود كى ښځې لپاره تجارت جائز ده .
او بله خبره داوه چې حضرت خديجه رضی الله عنها ته تجارت حضور صلی الله علیه و سلم به كولو ، خپله نه تله اوس هم ښځې خاوند ، يا ورور يا نور داسې تجارت لپاره لېږلي شي .
عزتمندو ! بعضې خلك دا وائي ښځې لپاره دفتر ته تګ بازار ته تګ ، مزدوري ته تګ جائز ده ، ولې بعضې بې وسه ښځې ، بعضې كونډې ښځې به څه كوي ، داسې مكار خلك ، داسې خبرې كوي ، راشئ چې نن فيصله وكوو ، ما خو مخكې وويل د اسلام حدود كې ښځه خپل كاربار كولى شي .
زه وايم كوم دفتر كې ، كومه اين جى يو كې كومه كارخانه كې ، كومه موسيسه كې ، كوم نرسنګ لپاره تا كونډه ښځه ، زړه او بوډي ښځه ، تا بي وسه ښځه ، تا بچو ولا ښځه نيولى ده ، تاسو وګورئ په هر دفتر كې ، په هره موسيسه كې ، په هر كارخانه كې ، په هر اين جى يو كې ، د څوارلس كلو نه تر اته لس كلو پورې جينكى ناستې وې ، هغه جينكى په سلو كې به يو دانه خوښه كړى وي ، د هغې حسن به كتلې وې ، د هغې جمال به كتلې وې ، د هغې به قد كتلې وي ، د هغې جسم به كتلې وي ، بيا به په دفتر كې مقررې كړ وي .
داسې ده كنه ؟ كه ستا په بې وسه ښځه ، په كونډه ښځه زړه درد كوي ، نو داسې چانډ ته څه ضرورت ده ، حسن ته څه ضرورت ده ، عمر كتو ته څه ضرورت ده ، قد كتو ته څه ضرورت ده ، تاسو وګورئ ! اكثر دفترو كې ښځه به پنځه فوټونه كمه نه نيسي ، دې ته څه ضرورت ده .
خطيب وايي
داسې مكار او فريب ګر خلك داده ښځو غمخوار نه دي
دا په حقيقت كې انسانان نه دي دا وحشي او شهوت پرست درنده ګان دي
دا انسانان نه دى ، داد ښځو سوداګردي
دا انسانان نه دى ، داد انسانيت په لمن يو بد داغ ده
دا انسانان نه دى ، داد كنسر او سرطان مرض ده
دا انسانان نه دى ، داد حيوان په شكل يو حيوان مفترس دى
داسې مكار خلكو سره
داسې فريب كار خلكو سره
داسې مكرجن خلكو سره ــ كومه ښځه كار كوي
هغه ښځه فاحشه ده
هغه فاجره ده
هغه فاسقه ده
هغه د ښځو په چهرو باندې يو بد داغ ده
هغه د شرم او حياء جنازه ده
او يورپ ولا مزاج خلكو
ښځه د كلبونو لپاره نه ده
ښځه د ډمتوب لپاره نه ده
ښځه د چكلو لپاره نه ده
ښځه د نڅاء او كډا لپاره نه ده
ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
دا هسې په خاوند باندې رعب ده
داسې ښځو لپاره كاربار ته څه ضرورت نشته ده
د ښځې نفقه يا په پلار ده ، يا په ورور ده ، يا په خاوند ده ، يا په ځوى ده ، دوى چې كوم كار كوي مطلق په خپل خاوند رعب اچوي ، داسې ښځې نه د الله رب العزت خوښى دي ، نه ده پيغمبر خوښى دي .
داسې ښځو نه دي نورې ښځې هم ستر او پرده كوي
ښځه خو اسلام د كور ملك ګرځولى
د كور بادشاه ګرځولى
د كور واكداره ګرځولى
د كور سرپرست ګرځولى
بې غير د ضرورت نه د كور نه د وتو اجازت نشته .
ولي الله فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [  .

زه چلنج وركوم

زه ټولې دنيا ته چلنج وركوم ، اسلام چې كوم عزت ښځې ته وركړى ، داسې دين ماته وښيئ چې د لور په تربيت كې ، د جنت ضمانت كړي وي ، چې نيكه ښځه ددنيا ښه مطاع ګرځولى وي ، مور ته اف قدري ويلو اجازت نه يې وركړى ، د مور د قدمو لاندې جنت ښودلي وي ، اسلام ښځې ته چېرته هم د حقارت په نظر نه دي كتلى ، د ښځې د خيټې نه انبياء پيدا شوى ، اصحاب پيدا شوي محديثين پيدا شوي ، مفسرين پيدا شوي.
اولياء پيدا شوى ، ده ښځې د واده نه مخكې نفقه په پلار ده د واده نه وروسته نفقه په خاوند ده ، په بوډاتوب كې نفقه په ځامنو ده ، كه چېرته ښځې ته اسلام د حقارت په نظر كتل د واده نه مخكې به د پلار نفقه په لور باندې وه ، د واده نه وروسته به د خاوند نفقه په ښځه باندې وي .
نو ځكه اسلام وايي : لور دې په كور وي پلا به كټي لور به خوري
ښځه دې په كور وي خاوند به كټى ښځه به خوري
مور دې په كور وي ځامن به كټي مور به خوري
نو ښځه دې ده كور نه نه وځي
ولې قران فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [ .

واخر دعوانا ان الحمدلله رب العلمينط



(۱)  ژباړه : او قرار اوسېږئ اې ښځو ! په كورونو خپلو كې او مه ښكاره وې ښائست خپل پردو سړو ته په شان ښكاره ونكو ، د ښائست ، د جاهليت د مخكينيو ښځو ، سورة الاحزاب ، پاره ۲۲ .
(۱)  مسلم جلد ۱ كتاب الطلاق ـ ۱۲ .
(۱)  د هغې ښځې نوم آسماء بنت يزيد انصاريه t وه ) سيرة حلبيه جلد ۱ ( .
(۱)  سيرة حلبيه جلد ۱ باب د ځناورو تسخير ۱۲ .
(۱)  بخاري ومسلم باب بروالدين ۱۲ .
(۱)  رواه مسلم باب فضل الاحسان الى البنات ۱۲ .
(۱)  رواه ابي داود ـ ۱۲ .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User