اسماء بنت يزيد د حضور نه پوښتنه وكړه
يوه ورځ نبي علیه سلام
ته يوه ښځه راغله ورته وايي يا رسول الله سړي زمونږ نه په نيكيو كې ډېر مخكې دي .
حضور علیه سلام ورته وايي هغه څنګه ؟ ښځه ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم
سړي تاسو سره جهاد ته ځي ټوله ــ ټوله شپه ددشمن په سرحدونكى پيره كوي ، مونږ كورو
كې دننه د بچو تربيت كوو .
هغوى ته ډوډۍ پخوو ، د هغوى
، د ځان ، د مال ، د عزت ، د آبرو ، حفاظت كوو ، مونږ دشمن په مقابله كې پيره نه
كوو د هغوى سره قتال نه كوو سړي مسجد ته ځي ، په جماعت سره لمونځ كوي ، مونږ كورو
كې لمونځونه كوو ، نو مونږ دې ثوابونه محرومه يو ، نو ځكه مونږ نه سړي ثوابو كې او
نيك كارو كې مخكې دي ، پيغمبر صلی الله علیه و سلم ورته وايي ډېر ښه سوال دې وكه (۱).
حضور علیه سلام ښځې ته جواب
حضورعلیه سلام جواب وركوي كومه ښځه چې د شپې په خپل كور كې د بچى د وجې نه اوچته
شي ، الله رب العزت د هغه مجاهد ثواب وركوي ، چې ټوله شپه دشمن په سرحد كې پيره كړي
وي ، هغومره ثواب الله رب العزت دې ښځې ته وركوي ، ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي
الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي ، او د دوى سر ه ثواب كى شريكه ده او كومه ښځه
چې په خپل كور كې لمونځ وكى الله رب العزت دومره ثواب وركوي چې يو سړي مسجد ته لاړ شي د جمعې سره او تكبير
اولى سره ، لمونځ وكى ، الله رب العزت دې ښځې ته دومره ثواب وركوي (۱).
وګورئ ! اسلام ښځې سره څومره
نرمى كړى ده ، د اسلام نه مخكې په قيصر او كسرى او ايران كې به ښځې د نفساني
خواهشاتو لپاره يوه ذريعه ګرځولى وه ، ښځې به په منډه يانو كې ودرولي وې خلكو به
سبزي او پوروټو په شان بولي په كولى ، چا به دوكانو كې په شيشو كې ودرولي وې خرڅه
ولي ، داده ښځو عزت وه داد ښځو آبرو وه .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.