Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, November 19, 2011

ايټم ټيكنالوجي د قران په رڼا كې

 

 

ايټم ټيكنالوجي د قران په رڼا كې

 

قران مجيد كې راځي ] وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ (۱)[ الله رب العزت په قران كې فرمايي : مونږ اوسپنه نازله كړى په دې كې غټ طاقت ده .

وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ :
او د خلكو لپاره لويه فائده ده ، نن سبا وګورئ د اوسپنې نه څومره لوى فائدي خلك اخلي .

تورې ترې جوړوېږي ، اوس مزائل ترې جوړېږي ، ټينګ ترې جوړېږي ، جهازونه ترې جوړېږي ، ددېنه علاوه تاسو ګورئ د كور اسباب ترې جوړېږي ، نن سبا خاص كر سټيل ټيكنالوجي تاسو وګورئ ډېره مخكې ده ، دا ټول د اوسپنې نه جوړېږي ، كه څوك داسې ټيكنالوجي كې كار كوي ، او انسانو ده نفع لپاره وي ، داد اسلام خلاف كار نه ده .

ايټم

چې عربى كې ورته د ذره لفظ استعمالېږي
كه مونږ د قران مجيد مطالعه په زير او زور سره وكوو ، نو زمونږ هر مشكل الله رب العزت پكې حل كړي ، ايټم بم معنى د وړو زرو بم ، الله رب العزت په قران مجيد كې فرمايي : ] عَالِمُ الْغَيْبِ [ الله Y ته علم غيب ده يعنې الله رب العزت عالم الغيب ده بيا الله رب العزت فرمايي : ] وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء (۱)[ د الله رب العزت نه هيڅ شى پټ نه دي كوم شى چې په آسمانو كې دي ، او كوم شى چې په ځمكه كې دي ] وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ [ كه وړوكى شى ده ، او كه غټ شى ده ، الله رب العزت ته معلوم دي .
نن سبا كه مونږ وګورو د ټولو ملكونو بنيادي مقصد ايټم جوړول دي ، نو دې ايټم ته مثقال ذره وايي .
] وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ [ نه ! كه مونږ ايټم كې اليكټران ، پروټان ، او نيوټران ، واخلو نو دا په ايټم كې واړه شيان دي يا ددې نه واړه شيان واخلو چې هغه شعاوې دي كيمياوي شعاوې د اصغر مثال ده ، او بيا مخكې الله رب العزت فرمايي : ] وَلا أَكْبَرَ [ د اكبر نه مراد چې كله دا ذرات ايټمونه سره يوځاى كى ، او دې نه ماليكول يا مركب جوړ شي نو دېته اكبر وايي .
اكبر معنى غټ ، نو دى ذراتو نه هم يو غټ شى جوړ شي ، نو دېته اكبر وايي ، ماليكول دوه يا د دوه نه زيات ايټمونو مجموعي ته وايي .
يا د ] وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ [ يا د ] وَلا أَكْبَرَ [ نه مراد شهاب ثاقب هم كيداى شي ، نو ځكه الله رب العزت فرمايي : چې د الله رب العزت نه ، نه د ذرې نه وړوكى شى ، او نه غټ شى پټ ده ، تاسو هر وخت كې په فضا كې شهاب ثاقب هم ويني ، نن دور كې ساينس هم دا وايي چې په خلا كې د شهاب ډېر زيات ګذارونه كېږي او شهاب عام طور باندې ډېر وړوكى وي چې څو ملي متر وي ، او تاسو وګورئ څومره تېز سفر كوي ، چې په يو سيكنډ ) ثانيه ( كې ۱۵۰ كيلوميټر سفر كوي ، مګر ډېر خطرناك هم ده ، مګر الله رب العزت مونږ څنګه په آمان كړي يو ، بايد مونږ الله رب العزت ته ډېر شكر اداء كوو .
الله رب العزت د ځمكې نه تقريباً ۸۰ كيلوميټر نه بره يو فضاء جوړه كړى ده ، چې هلته شهاب راورسېږي ، خور شي ، منتشر شي ، او انسان ته كوم نقصان نه رسېږي ، خو انسان ته دا نه ده معلومه چې الله رب العزت څومره د خطرناكو شيانو نه محفوظ كړى دى ، بهر حال زما مطلب ايټم كې ده ، ايټم كې هم د انسانانو د فائدې لپاره ډېر شيان دي ، نو كه يو كس ايټم جوړوي د انسانانو د فائدې لپاره ، نو دا د اسلام خلاف كار نه ده .

كائينات څنګه پيدا شول

د اسلام او ساينس له نظره
سائنس نن دور كې وايي چې د آسمانو او ځمكو نه مخكې دا د يو ګيس په شكل وه ، بيا يوه غټه چاودنه ) دهماكه ( وشوه ، او دا هر څه مينځ ته راغله ، ما مخكې وويل كه زمونږ اسلامى سائنسدانان قران مجيد وګوري ددېنه علاوه نور ډېر معلومات به حاصل كى ، قران مجيد څوارلس سوه كاله مخكې مونږ ته ويلي دي ] ثُمَّ اسْتَوَى إِلَي السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ [ قران مجيد هم ديته دخان لفظ استعمال كړى ده ، او دخان دود ته وايي .
يعنې هوايى دود ، چې ورته ګيس هم ويلي شى ، نو قران مونږ ته دا مخكې ويلى وه ، او بل اوس سائنس وايي چې دا كائينات به وسعت پيداكوي ، قران مجيد هم مونږ ته څوارلس سوه كاله مخكې دا ويلى وه ] وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ (۱)[ آسمان مونږ په خپل طاقت باندې جوړ كړى ده ، او مونږ دا طاقت لرو چې مونږ دېته فراخي وركوو ، نو معلومه شوه چې دا كائينات به پراخوالى او وسعت پيداكوي .

او بله دا خبره مهمه ده

چې دا دنيا به ختميږي او قيامت به راځي
اوس سائنسدانان دا هم مني چې دا كائينات به ختمېږي دوى وايي يو غټه چاودنه ) دهماكه ( به كېږي او دا هر څه به له مينځه ځي ، چې مونږ مسلمانان ورته قيامت وايو ، الله رب العزت په قران مجيد كې فرمايي : ] إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ (۲)[ زلزلى خو ډېرې راځي ، خو د قيامت زلزله به يوه لويه عظيمه زلزله وي ، او دا هر څه به ختم شي .

لمر او سپوږمۍ د اسلام او سائنس له نظره

اوسنى سائنسدانان دا هم مني چې لمر او سپوږمۍ به خپله رڼا له لاسه وركوي
نو الله رب العزت مونږ ته په قران مجيد كې څومره مخكې ويلى دي ] وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (۱)[ او لمر د خپل مركز طرف ته روان ده داد الله رب العزت د علم حساب اندازه ده ، مستقر لفظ خپل يو ټاكلى ځاى يا وخت ته وايي ، نو لمر به هم خپل ټاكلى ځاى يا وخت پورې وي بيا به ختمېږي .
او الله Y بل ځاى فرمايي : ] وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِليَ أَجَلٍ مُّسَمًّي (۲)[ لمر او سپوږمۍ دواړه يې تابع ګرځولى دي ، او دا به جاري يعنې زى به تر يو نېټې معلومې پورې ، نو زمونږ مسلمانانو خو دا لا پخوا عقيده وه ، چې دا هر څه شى به ختمېږي او سائنس اوس وايي چې دا به ختمېږي ، او يوه غټه دهماكه به كېږي .

په مخلوق كې تصور او فكر اسلامي حكم ده

الله رب العزت په قران مجيد كې فرمايي : ] أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ (۳)[ تاسو نه ګورئ چې الله Y په آسمانو كې او په ځمكو كې څه پيدا كړى ] وَإِلَي السَّمَاء كَيْفَ رُفِعَتْ (۱)[ او تاسو آسمان ته نه ګورئ مونږ څنګه اوچت كړي ] وَإِلَي الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ [ او تاسو غرو ته نه ګورئ مونږ څنګه د ميخو غوندې لګولي دي ] وَإِليَ الأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ [ او تاسو نه ګورئ مونږ ځمكه څنګه غوړه ولې ده .
نو كه يو انسان په مخلوق كى ، غور كوي ، فكر كوي ، سوچ كوي ، داد الله   حكم ته لبيك ويل دي ، او داسې سوچ او فكر د اسلام خلاف كار نه ده


(۱)  سورة يونس ، پاره ۱۱ .
(۱)  سورة الذاريات ، پاره ۲۷ .
(۲)  بېشكه چې زلزله د قيامت يو شى دى ډېر لوى . سورة الحج ، پاره ۱۷ .
(۱)  سورة يس ، پاره ۲۳ .
(۲)  سورة فاطر ، پاره ۲۲ .
(۳)  آيا نظر نه كاوه دوى په سلطنت د آسمانو او ځمكو كې په هغه كې چې پيدا كړى الله Y له هر شى څخه ، سورة الاعراف ، پاره ۹ .
(۱)  سورة الغاشيه ، پاره ۳۰ .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User