Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, November 20, 2011

نجاري كول هم د اسلام خلاف كار نه ده

 

مكينكل انجينرنګ

آهنګري

الله رب العزت په قران مجيد كې فرمايي : د داؤد په باره كې ] وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ (۱)[ او مونږ هغه ته اوسپنه نرم وله ، بل ځاى كې الله Y فرمايي : ] وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ (۲)[ نو اوسكه يو كس د اوسپنې نه د انسانانو فائدې لپاره يو شي جوړوي ، نو دا قسم انجينرنګ د اسلام خلاف نه ده .

همدارنګه سول انجينرنګ

دا بلډنګونه يا نور داسې شى جوړول او د هغې انجينري كول په اسلام كې جائز دى ، د بعضو رواياتو مطابق حضرت ذوالقرنين علیه سلام د الله رب العزت  پيغمبر ده ، هغه په دنيا كې يو دېوال وهلى ده ، قران مجيد كې راځي چې د دوه غرونو ترمينځ كې يوه لاره وه ، هغه لارې باندې به غله ، بدمعشان راتله ، ) جوج ماجوج ( او هغې قوم ته يې نقصان رسوه .
قوم حضرت ذوالقرنين علیه سلام ته وويل چې ددېنه خو مونږ ته د خلاصې څه لار وګوره ، حضرت سكندر وويل زه دلته يو دېوال وهم هغه دور كې دېوال د خښتو يا د كاڼو وهل كېده ، اوسپنه به چا نه استعمالوله ، مګر حضرت سكندر د اوسپنې دېوال وواهه ، قران د هغې ذكر كوي ] آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ (۱)[ تاسو ماته د اوسپنې تختې راوړى ، حضرت سكندر دېوال كې د اوسپنې ټوټې استعمال كړى .
نن دور كې تاسو وګورئ ! انجينران هم په دېوال كې يا وغيره كنكريټ كې اوسپنه استعمالوي دې ته سول انجينرنګ وايي دا په اسلام كې جائز ده ، د اسلام خلاف كار نده .

وډ انجينرينګ

نجاري كول هم د اسلام خلاف كار نه ده 

د حضرت نوح u نوم تاسو ټولو اورېدلى ده ، د هغه په باره كې الله رب العزت په قران كې فرمايي : ] وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا (۲)[ تاسو كشتى جوړه كى زمونږ په حضور او د سترګو مخكې .
بيا الله رب العزت ورته فرمايي : ] وَوَحْيِنَا [ او زمونږ د وحى مطابق ، تاسو وګورئ ! د قران هر لفظ څومره قيمتي ده ، نن سبا وګورئ چې په كومو كارخانو كې ، يا دفترونو كې ، يا نور ځايو كې ، كاريګر كار كوي ، هغې باندې نګران مقرر وي ، سپروائزر ، چې ورته وايي : هغه ګوري چې دا كار صحيح روان ده او كه غلط ، هغه سپروائزر د هغو كاريګرو ، او د هغوى د كار مشاهده كوي اوګورئ !
همدارنګه كاريګر د خپل مالك د امر مطابق شيان جوړوي نو تاسې كه دې آيت كې وګورئ ! الله رب العزت په خپله د نوح علیه سلام نګرانى كوي ] وَاصْنَعِ الْفُلْكَ [ تاسو كشتى جوړه كى ، ] بِأَعْيُنِنَا [ زمونږ د سترګو مخامخ ، او نګرانى مخامخ ، ] وَوَحْيِنَا [ او زمونږ د وحى مطابق زمونږ د هدايت مطابق ، نو تاسو وګورئ ! كشتى ښودلو والا الله رب العزت ده ، او نګرانى كولو والا هم الله رب العزت ده .
  چې يو پيغمبر د الله د امر مطابق نجاري كوي ، كشتى جوړوي ، نو كه نن همداسې يو انسان د نورو انسانانو د فائدې لپاره يو شى جوړوي ، نو دا د اسلام خلاف كار نه ده ، دېته وډ انجينرنګ وايي ، چې مونږ ورته نجاري ) تركاڼى ( وايو


(۱)  سورة سباء ، پاره ۲۲ .
(۲)  او ښودلى وه مونږ داودu ته جوړول د زغرو ، تاسې لپاره ، سورة الانبياء ، پاره ۱۷ .
(۱)  سورة الكهف ، پاره ۱۶ .
(۲)  سورة هود ، پاره ۱۲ .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User