Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, November 20, 2011

د عقبه بن نافع د ځنګل ځناورو ته اعلان



د عقبه بن نافع د ځنګل ځناورو ته اعلان

زما عزتمندو ! حضرت عقبه بن نافع
د افريقې په ځنګل كې د اسلامي لشكر لپاره د يو مركز جوړولو فيصله وكړه
چې وې كتل په هغه ځنګل كې هر قسم ځناور موجود وه ، هغه موذى او انسان خوړونكى حيوانات موجود وه چې د انسان ليدو سره انسان باندې حمله كوي ، حضرت عقبه بن نافع سره يو عظيم اسلامي لشكر ده ، دې ځنګل كې د لشكر پاتې كېدو ضرورت ده ، حضرت عقبه بن نافع دې مسئلې لپاره د مشورې مجلس جوړه كه  چې دى ځناورونه څنګه نجات حاصل كى

يو مجاهد مشهوره وركړه ، چې په دې لشكر كې څومره صحابه دي ، ټول راټول كه ، او حكم ورته وكه ، چې هغوى په دې ځنګل كې آوازونه وكى ، اې ! د ځنګل اوسېدونكو ځناورو ! دې ځنګل ته د مسلمانانو مجاهدينو ضرورت ده او دا مونږ د اسلام دشمنانو خلاف استعمالوو تاسو دې ځاى نه لاړ شى ، ولې تاسو نه مونږ ته خطر ده ، حضرت عقبه بن نافع ټول هغه صحابه راټول كړه ، كوم چې لشكر كې وه ، هغوى ته وويل : مونږ دلته يو مركز ته ضرورت لرو خو لېكن دلته لوى مشكل داده ، چې دې ځنګل باندې د ځناورو قبضه ده ، ټول لوى ــ لوى موزي ځناور پكې اوسېږي ، او كوم وخت پورې چې دلته ځناور اوسېږي ، نه مونږ مركز جوړولى شو او نه به مونږ ته كوم آرام او سكون وي ، تاسو مهربانى وكى دعا وكى چې الله 
زمونږ دا مشكل او مسئله حل كى ، او تاسو دې ځنګل كې ځناورو ته آواز وكى چې دې ځنګل ته زمونږ ضرورت ده ، تاسو لاړ شئ !
صحابه ؤ چې د خپل امير حضرت عقبه بن نافع خبر واورېده ځنګل طرف ته مخونه كړه  ټولو آوازونه او نعرې كړي په اوچت اواز سره وويل

 
ايها الحشرات والسباع نحن اصحاب رسول الله 
فارجعوا فانا نازلون فمن وجدناه بعد قتلناه
 
اې د ځنګل ځناورو مونږ د رسول الله صحابه يو ، زمونږ لپاره دې ځنګل ته ضرورت ، مونږ تاسو ته حكم كوو ، چې تاسو دې ځاى نه لاړ شئ او مونږ راځو ، او كه دېنه وروسته ستاسو كوم ځناور مونږ ولېده مونږ به هغه قتل كوو ، كله چې د اصحابو آواز د ځناورو غوږو ته ورسېده ، د ځنګل تمام ځناور د ځنګل نه روان شول ــ سبحان الله 

خطيب وايي
هر ځناور خپل بچى د ځان سره روان كړي
بعضو ځناور خپلو اوږو باندې كېنولي
بعضو سينو پورې نيولې
زمريان هم روان دي
پړانګان هم روان دي
شرمخان هم روان دي
ګدړان هم روان دي
لړمان او ماران هم روان دي
ټول وحشي او موذي ځناور روان دي
ځنګل خالي كوي ، ولې خالي كوي ؟
د مجاهدينو ضرورت ده
د صحابه ؤ ضرورت ده
د مسلمانانو ضرورت ده
د كفر مقابلى ته راوتلي
د شرك مقابلى ته راوتلي
في سبيل الله راوتلى
واه ــ د نن عصر نوجوان مجاهده
قهرمان مجاهده
دلاور مجاهده
زړور مجاهده
ته مايوسه نه شي
ته غمجن نه شي
ته خفه نه شي
ته هم په زړه ورتيا كې
بهادري كې
قهرمانى كې
د ابوبكر شاګرد يي
د عمر شاګرد يي
د عثمان شاګرد يي
د علي شاګرد يي
د معاويه شاګرد يي
د خالد بن وليد شاګرد يي
د عكرمه شاګرد يي
د سعد شاګرد يي
د جعفر شاګرد يي
د عقبه بن نافع شاګرد يي
د عقبه په آواز ځنګل نه ځناور وځي
ته خپل ايمان مظبوط وساته
ته خپله عقيده مظبوطه وساته
تاته به هم د ځنګل ځناور سلامونه كوي
ځايونه به خالي كوي
ولې ته هم يو اسلامي مجاهد يي
يو خبره بله كوم
چې ستا دا مجاهدانه تكبير وي
د الله اكبر آوازونه وي
انشاء الله ــ انشاء الله د تكبير په زور
د الله اكبر په زور
دا ټول ځنګلى
غرونه
دشتي او ميرې
ښارونه
آبادي
د شرك او كفر نه خلاصېږي ، ټول ووايي : انشاء الله ــ انشاء الله 



اللهم المحفظنا المجاهدين فى كل مكان ــ اللهم النصرنا المجاهدين فى كل مكان ــ اللهم الرزقنا شهادة ــ يا رب المجاهدين ــ آمين .
والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته !

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User