Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 4, 2011

وژاړه،وژاړه او وژاړه!!

وژاړه،وژاړه او وژاړه!!



قاضی محمد حسن اسلامی

کندى رح وايې: دالله تعالى د عذاب   له ويرى تويې شوى اوښکى د جهنم د اور غرونه ويلى کوى او جهنمي دريابونه وچوي.
عبدالله ابن عمرو بن العاص فرمايې:
که  دڅښتن تعالى له ويرى مې يوه اوښکه له سترګو راتويې شي دا مى تر دې خوښه ده چه زر ديناره صدقه کړم.
مالک بن دنيار صيب وايې: پخپلو کمزوريو او خطاؤو ژړل او اوښکې تويول ګناهونه داسې رژوي لکه د منى طوفانې باد چې وچې پاڼي تويوى.
يزيد رقاش ته چې کله مرګ راغی، په ژړا شو او په چيغو چيغو کې يې وويل: ای يزيده! چې مړشې بيا به څوک درته لمونځونه کوي؟ څوک به درته روژې نيسي؟ څوک به وي چې د ګناهونو بخښنه درته له الله تعالی نه وغواړي، بيا يې دشهادت کلمه وويله اوساه يې ورکړه.
هارون الرشيد ته چې کله مرګ رانږدې شو ، ټولې لښکرې ،وسلوال قطعات د حشم او دبدبې سره ورته راټولې شوې، ده چې ورته وکتل ويې ويل: ای هغه ذاته چې پادشاهي دې زوال نلري، رحم وکړې په هغه چاچې پادشاهي يې  د زوال خزان راروان دی، بيا په ژړا شو او په سلګوسلګو کې يې ساه ورکړه.
حسن بن عرافه وايې ما د هاون زوی يزيد سره په واسط نومى ځاى کې وليدل د هغه ډيرى ښکلى ښايسته او تيزى سترګي وي.
لږ موده وروسته مې بيا پداسې حال کې وليد چې د سترګو ديد ئې له لاسه ورکړى وو ماترى وپوښتل : ابوخالده ! په هغه ښايسته سترګو دى څه وشول؟
هغه په ځواب کې راته وويل:ذهب به بکاء الاسحار  (هغه دسحرى ژړا راڅخه يوړى).
هوکى د نيمى شپى سجدى، استغفار او په خپلو خطاګانو پښمانى، اوښي غټي غټي اوښکي تويول،  دانسان د دنيوى او اخروى مستقبل هغه توښه ده چې ارمان يې پکاردى.
او له الله تعالى نه يې غوښتنه پکار ده چې مؤمن انسان ته يې ورپه برخه کړى:
درنو وروڼو او خويندو!
ډير مو وخندل خو د زړه له خپګانه پرته بل څه يې را په برخه نه کړل ډيرى ټوکى مو وکړې، خو پرته له دى چې خپل وقار مو پکې بايلود بل څه مو ترى سود نکړل ، ډيرې بې پروايې مو وکړى او ځان ته مو ضرر ورساوه.، ډير غفلت مو وکړ نو ډير وروسته پاتى شو.
په مادى لحاظ خو سوال نه پيداکيږي.
په معنوى او دينى لحاظ يې هم له مفلسۍ سره مخ کړى يو، چا او چا خو به څه سپيره ډالر ګټلى وى که له ايمانه خلاص وي دچا يې څه !!!
چابه نړيوال شهرت ياښه يا بد !!! ترلاسه کړى وي ولې زه اوته . هو ځان يادوم او تاچې داسلام دعوا لرو.
دايمان ډبرى په سينه وهو،ځان مجاهد، مهاجر بولو.
ځانونه داسلام دعوتګران او خدمتګاران بولو څومره به د اسلام په غوښتنه برابر تللى ؤ؟څومره به پيغمبر په لاره سم تللى ؤ ؟ څومره به د دين سره په خپل احساس ، شعور اوعمل اوسيدلى ؤ. څومره به مو درحمان منلى وي؟
څومره به مو دشيطان مخالفت کړى وي.
اندازه را واخله متر يې کړه که په هغې نه برابريږي په فټ او يا په انچ يې اندازه کړه که په هغه هم نه کيږي، کم وي په سانتى متر اوملى متر خو يې وګوره.
که په سير او کيلو نه کيږي په خورد يې وتله او که هغه هم نه وي مثقالونو ته يې واچوه!!!!
بيا راته رښتيا ووايه چې څومره وختلى!!!
خير دى ماته مه وايه زه هم تا ته د ويلوجرئت نه لرم .
خو راځه لږ خپل ګريوان ته سرونه ښکته کړو
لږ ژور پکې وګورو چې څه مو کړى؟ څه کوو؟
که ضميرونه مړه نه وي احساس وژل شوى نه وي . وجدان څه بيدارى او ګرمى ولري.
نوخامخا به راته ووايې چې د اسلام په لاره کې د سرښندنې او وينو تويولو ميړانه خو  دې ونه کړه ،د مالي قربانۍ دې هم څه پته نه لګي ، بدن دې هم ستړی او خولې نشو ، ژبه دې هم چيرې د خير په کار او دعوت ونه چليده ، قلم دې هم مات او ګوډ شو نو راځه  وژاړه , وژاړه او  وژاړه!!!


منبع : صلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User