Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 4, 2011

په اسلام کې هم ښځه او نر مساوي دي خو…

 

په اسلام کې هم ښځه او نر مساوي دي خو…


عبدالهادي مسلم
 
لويديځوالو د اسلامي هېوادونو د اشغالولو لپاره د نورو ګڼو بهانو تر څنګ یوه بهانه دښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول ګڼي، او دعوه کوي چې په دې هېوادونو کې له ښځو څخه د دوی حقوق سلب شوي او ازادي ترې اخستل شوی ده.
د لويديځوالو او يا له لويديځ فرهنګ او هويت څخه اغېزمن کسان همېشه په خپلو ويناوو، شعارونو کې د ښځې او نر د مساوات خبره کوي او ښځه د ژوند په چارو کې له نر څخه يو ملي متر هم وروسته نه ګڼي او دعوه کوي چې ټول هغه کارونه چې سړي يی کولی شي بايد ښځو ته هم و سپارل شي او ښځې يی هم بايد وکړي.
يو شمېر لويديځې کړۍ د ښځو د حقوق او د نر سره دمساواتو د الفاظو څخه د سوء استفادې  په کولو سره غواړي مسلمانې خويندې د فحشاء  او بې دينۍ لور ته را کش کړي.
له همدې لامله نن سبا په لويديځو هېوادونو کې ښځې کولی شي له نورو ښځو سره ازدواجي اړيکي ولري او يو بل واده کړي، تر څو ښځې هم د دوی په اصطلاح د سړي په ډول حق ولري.
غواړي د ښځې او نر د حقوقو د مساواتو په شعار سره ښځه هر ډول بې بندوباريو، ديني او ټولنيزو قيدونو څخه ازاده وګني او هر هغه څه چې زړه يې غواړي او هر چېرته يي غواړي ترسره کړي.
د ښخې او نر د مساوات نه په استفادې سره غواړي د ښځې د کار ساحه دومره پراخه کړي،چې په ټولنه کې له دې لارې هر ډول فساد او بد اخلاقۍ ته لاره هواره شي.
غواړي په دې سره ښځه او نر په ميراث کې د يو ډول حق مالکان وګڼي او په دې ډول د الله تعالی احکام تر پښو لاندې کړي، په داسې حال کې چې خالق دخپل مخلوق لپاره داحکامو په وضع کولو کې تر انسانانو ډېر پوه او ډېر پرې مهربانه دی، خالق په خپل لاس دپيدا شوي شي په اړه ډېر معلومات لري او په پايلو يې ډېر عالم دی.
د ښځو دحقوقو او د نر سره د مساوات په برخه کې اسلام هم له هغه لومړي سره او له هغه وخته چې ښځه يواځې د شهواني الې په توګه (چې اوس هم په لويديځ کې په همدې ډول ترې استفاده کېږي) استعمالېدله ټينګه او کلکه مبارزه کړې ده، دا هغه وخت و چې د ښځينه اولاد په لرلو سړي شرمېدل او له زېږون سره سم يې د ټولنې دا مظلوم قشر خښاوه، هغه وخت چې د حيض په وخت کې يې ښځه له ځانه ډېره لرې ساتله او د يو حيوان په ډول سلوک يي ورسره کولو، دا نو هغه وخت و چې ښځې د شهوت سړولو لپاره يواځينۍ آله، د سړي د خدمت لپاره مزدوره او د کور د کارونو د سمبالولو لپاره خادمه ګڼل کېده.
اسلام په هماغه سخت وخت کې د ښځې د اصلي حقوقو د اعادې لپاره مبارزه پيل کړه، الله تعالی د خپل کتاب په هر ځای کې چې سړي ياد کړل نو ښځې يې هم يادې کړې او ښځه يې د سړي سره په يو قطار کې ودروله هغه حقوق چې يو سړی يي په اسلامي ټولنه کې لري ښځه يې هم لري. په ګڼو ځايونو کې يې وفرمايل چې د  الله تعالی له عذاب او اور څخه د ځان ساتلو تر څنګ بايد خپل اولادونه او اهل هم وساتئ، يعنې که چېرته درسره د ځان غم و  او د خپل اهل غم درسره نه و نو الله تعالی به درڅخه خامخا پوښتنه کوي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د ښځې په اړه خپلو ملګرو امت او پيروانو ته همېشه د ښځې سره د نېکو سلوکو د کولو امر وکړ او همېشه يي غوښتنه دا وه چې د ښځو په حق کې له خدای څخه و وېرېږئ او آن د خپل عمر په آخري کال او د مسلمانانو په تر ټولو ستره غونډه کې يې هم د ښځو په اړه ځانګړې يادونه وکړه او سړي يي متوجه کړل چې له دوی سره نېکه رويه وکړي.
د تعليم په برخه کې يې خلک ووېرول چې لکه څنګه چې سړی د دين د زړه کړې حق لري دا ډول ښځه هم د دين د زده کړې حقوق لري او که چا هم له ښځې دا حق واخست نو د سزا او جزا په ورځ به الله تعالی د ښځې د پنځو نزدې کسانو سره په دې اړه سخته محاسبه وکړي.
اسلام ښځه او نر په حقوقو کې مساوي ګڼلي دي او د هغوی تر منځ مساوات يي هم په ګوته کړی دی لکه:
په حقوقو او مسؤليتونو کې مساوات
لکه څنګه چې په ټولنه کې يو سړی څومره حقوق لري هماغومره ښځه هم حق لري، لکه الله  تعالی چې فرمايي (ولهن مثل الذي  عليهن باالمعروف) يعنې ښځې په سړي  دومره حق لري لکه څومره يې چې سړی په ښځه لري (ابن اکثير 1/363).
د عقايدو او احکامو په برخه کې مساوات
په قرآن کريم کې چې کوم احکام د سړيو لپاره ذکر شوي دي هغه د ښځو لپاره هم دي پر سړيو پنځه وخته لمونځ فرض دی ښځې هم بايد پنځه وخته لمونځ وکړي، همدا ډول زکات، روژه، حج او نور.. لکه الله تعالی فرمايي إن المسلمين والمسلمات والمؤمنين والمؤمنات والقانتين والقانتات والصادقين والصادقات والصابرين والصابرات والخاشعين والخاشعات والمتصدقين والتصدقات والصائمين والصائمات والحافظين فروجهم والحافظات والذاكرين الله كثيرا والذاكرات أعد الله لهم مغفرة وأجرا عظيما
په پورته آيت کې الله تعالی د سړيو له هر کارسره ښځه هم ياده کړې يعنې سړي او ښځې دواړه دا پورته ياد شوي کارونه بايد ترسره کړي.
په اهليت کې مساوات
د هغو شيانو چې سړی يې اهل دی ښځه يې هم اهل ده، سړی ملکيت لرلو اهل دی، ښځه هم کولی شي، خپل ځانګړي مالي ملکيت ولري، خپله د خپل مال په اړه تصميم نيولو واک لري، په خپل مال کې د تصرف حق لري، همدا ډول لکه څنګه چې سړي په ميراث کې د برخې اخستلو حق لري دا ډول ښځې هم په ميراث کې حق لري او د ميراث د ترلاسه کولو اهل دي لکه چې الله تعالی فرمايی (للرجال نصيب مما ترك الوالدان والأقربون وللنساء نصيب مما ترك الوالدان والأقربون).
په مرتبه او درجه کې مساوات
په اسلامي ټولنه کې چې سړی څومره د عزت او احترام ساتلو مرتبه لري ښځه هم هماغومره او آن په ځينو ځايونو کې له سړيو څخه  هم پورته مرتبه لري لکه د ابوهريره رضي الله عنه په حديث کې چې فرمايی : عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: جاء رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله ! من أحقُّ الناس بحسن صحابتي؟ قال: “أمّـك”، قال: ثم من؟ قال: “أمّك”، قال: ثم من؟ قال “أمّـك”، قال ثم من؟ قال: “أبوك”
همدا ډول په يو بل حديث کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی د هغه  چا پوزه دې په خاورو خړه شي چې مور او پلار او يا يو له هغوی څخه  په زوړ والي کې ورسره وي (او دا يي خدمت ونه کړي او له همدې لامله) جنت ته داخل نه شي.
په علم او زده کړه کې مساوات
لکه چې مخکې مو هم يادونه وکړې، په اسلام کې د ښځې په زده کړه  هم پوره تاکيد شوی دی او آن په دې اړه د ښځې تر ټولو پنځه نزدې کسان د دين د نه ورزده کولو له لامله د دوزخ په اور وېرول شوي دي، همدا ډول په يو حديث کې راغلي دي چې رسول  الله صلی الله عليه وسلم  د شفاء په نوم يوې مېرمنې ته امر وکړ چې حضرت حفصې رضي  الله عنها ته يو څه وزده کړي او همدا ډول د بخاري او مسلم د يو حديث مفهوم دی چې: يو وار يوه ښځه نبي عليه السلام ته راغله او ورته يې وويل: سړو ستا څخه خبرې يادې كړې، زمونږ لپاره هم يوه ورځ وټاكه ترڅو ستا خبرې واورو او زده يې كړو، نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې: په فلانۍ ورځ راټولې شئ نو هغوى به رايو ځاى كيدې او نبي عليه السلام به ورته ښوونه  كوله.
له دې ټولو سره سره د ښځې يو شمېر وجايب هم دي چې اسلام هغه د ښځې د اصليت د خوندي کولو او هم په ټولنه کې د هغې د حرمت د ساتلو او د عزت د خوندي کولو لپاره هم پر ښځو او هم پر سړيو وضع کړي  دي، تر څو د مسلمانانو په ټولنه کې هم دښځې حيثيت خوندي شي او هم په دې ټولنه ټولنه له فساد څخه پاکه وي، لکه د حجاب رعايت، له نامحرمو سره له اختلاط نه ځان ساتل، په هغه ځایونو کې چې د فساد ويره وي کارنه کول، له کوره بې ضرورته نه وتل، د خاوند عزت او احترام کول او داسې ګڼ شمېر نور…

منبع : صلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User