Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 29, 2011

محرم او عاشورا د سنتو په رڼا کې

 

محرم او عاشورا د سنتو په رڼا کې



لیکنه: شیخ صالح منجد
ژباړه: سید مصطفی حماس

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد خاتم الأنبياء وسيد المرسلين وعلى آله و صحبه أجمعين و بعد:
إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ﴾ التوبة:36
وعن أبي بَكْرَةَ – رضی الله عنه – عن النبي – صلى الله عليه وسلم: السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ: ثَلاثَةٌ مُتَوَالِيَاتٌ ذُو الْقَعْدَةِ وَذُو الْحِجَّةِ وَالْمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ مُضَرَ الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ. رواه البخاري 2958
محرم ته له دې امله محرم وايي چې په تحريم باندې یې زيات تاکېد شوی دی، او دا چې الله تعالی فرمايي: فَلا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ. تاسو په دې مياشتو کې په خپلو ځانونو باندې ظلم او تيری مه كوﺉ.
دا ځكه چې دا مياشتې د نورو په پرتله ډيرې زياتې د درناوی او احترام وړ دي، او په دې کې ظلم او تيري كول د نورو میاشتو په پرتله ستره ګناه لري.
حضرت ابن عباس رضی الله د دې مبارك ايت كريمه په اړه داسې وايي: په دې ټولو مياشتو کې په خپلو نفسونو باندې تيری مه كوﺉ، او بيا په ځانګړې توګه په دغه څلورو مياشتو کې، نو ځكه یې دا څلور مياشتې له حرامو مياشتو څخه وګرځولې، او د دې حرمت او درناوی یې لوی ورګرځولو، په دې مياشت کې ګناه تر ټولو زياته او لویه ګناه شميرل کېدله، او د خير، ثواب او نيکۍ كارونه په کې سرته رسول هم همدومره زيات اجر او ثواب لري، لكه چې ګناه په کې زيات وبال لري.
امام قتاده چې مشهور عالم دی د دې ايت كريمه په تفسير کې داسې وايي: په دې مياشتو کې ظلم كول د نورو په پرتله ډيره لویه ګناه ده، او په دې مياشت کې صالح او نيك اعمال سرته رسول هم د نورو مياشتو په پرتله زيات د اجر او ثواب وړ بلل کېږي.
كه څه هم چې ظلم په هر حال لویه ګناه ده، خو يو شمير شيانونه ته الله تعالی يو خاص عظمت وركړی دی، لكه څرنګه چې الله تعالی د مخلوقاتو څخه يو شمير غوره كړي دي، لكه په ورځو کې د جمعي ورځ، په انسانانو کې پيغمبران، او په خبرو کې ذكر، په ځمكه کې جوماتونه، په مياشتو کې د رمضان او د محرم مياشتې، په شپو کې د قدر شپه ‎…
نو په كار ده چې د هغه څه درناوی او تعظيم وشي كوم چې الله معظم ورګرځول، نو د قوي ايمان غوښتنه هم دا ده چې د هغه څه زيات درناوی وشي چې الله تعالی یې عظمت كړی دی

په محرم مياشت کې د نفلي روژو فضيلت

له حضرت ابي هريره رضی الله څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: له رمضان نه وروسته تر ټولو غوره روژه، د الله د میاشتې محرم روژه ده. رواه مسلم
په دغه حديث شريف کې وايي چې شهر الله المحرم، د میاشتې نسبت الله تعالی ته شوی دی. دې ته د تعظيم او درناوی اضافت ويل کېږي، په دې اړه ملا علي قاري وايي چې له دې څخه مراد د محرم ټوله مياشت ده.
د رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له كړنو څخه دا څركنديږي چې هغه يوازي د رمضان مياشت په بشپړه توګه روژه نيولې ده، او دلته یې د محرم د مياشتې په اړه د روژي يادونه كړيده، دا په حقيقت کې د نوافلو لوري ته ترغيب او تشويق دی، نو مانا دا چې ټوله مياشت روژه نيول نه بلكه د دې میاشتې زياته برخه روژه نيول دي، او همدا راز له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه ثابت شوي دي چې هغه به د شعبان په مياشتې کې هم زياته روژه نيوله، او کېداي شي چې هغه مبارك د عمر په وروستيو کې د محرم د میاشتې فضيلت ته اشاره كړې وي.
الله تعالی ځینې ځایونو او وختونو ته فضیلت ورکړی دی. په دې اړه مشهور عالم عز بن عبد السلام رحمه الله وايي: د ځایونو او وختونو فضيلت په دوه ډوله دی، دنيوي فضيلت، او ديني فضيلت. دا د الله تعالی له لوري يوه لورينه ده چې په خپلو بندګانو یې كړې ده ترڅو په هغې کې د زياتو اجرونو او ثوابونو ترلاسه كولو فرصت ورته برابر كړي، نو دا په حقيقت کې د الله تعالی مهربانۍ ته راجع کېږي چې په خپلو بندګانو یې احسان كړي دی

عاشورا د تاریخ په پاڼو کې

له حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول اكرم الله صلي الله عليه وسلم چې كله مدینې منورې راغی، نو يهود یې وليدل چې د عاشورا روژه یې نيوله، رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې دا څه دي، هغوی وويل چې دا ښه ورځ ده، هغه ورځ چې الله تعالی بني اسرائيلو ته له خپلو دښمنانو څخه نجات وركړ، نو موسی عليه السلام د خوښۍ او شكرانې په توګه دا روژه نيوله. نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې زه د موسی عليه السلام په حق کې له تاسو ډير وړ يم چې زه هم روژه ونيسم، نو هغه صلی الله عليه وسلم روژه ونيوله او نورو ته یې امر وكړ چې روژه ونيسي. رواه بخاري
د امام احمد د روايت له مخې دا هغه ورځ ده چې د نوح عليه السلام كښتۍ د جودي په غره کښیناسته او نجات یې وموند، نو د شكرانې په توګه نوح عليه السلام روژه ونيوله.
د عاشورا روژه نيول د رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له بعثت څخه وړاندې د جاهليت په دور کې هم دود وو، له حضرت عايشې رضی الله تعالی څخه روايت دی چې وايي: د جاهليت په دوره کې به خلكو دا ورځ روژه نيوله.
اما قرطبي رحمه الله وايي: دا چې له اسلام څخه وړاندي قريشو دا ورځ روژه نيوله، ممكنه ده چې هغوی له دې شريعت څخه وړاندې شريعتونو ته ژمن او پابند وو، لكه د ابراهيم عليه السلام شریعت، او دا هم ثابته شويده چې رسول الله عليه وسلم به مخکې له دې چې مدينې ته هجرت وكړي، نو دا روژه به یې نيوله.
همدا راز چې رسول الله صلي الله عليه وسلم مدینې منورې ته راغی، نو يهود یې وليدل چې په دغه ورځ یې خوښي او خوشالي كوله. رسول الله صلی الله عليه وسلم یې د لامل پوښتنه وكړ، نو هغوی د ياد شوي حديث په يادونې سره ځواب وركړ، او صحابه وو كرامو ته د اختر لمانځلو په توګه د مخالفت امر وكړ.
لكه څرنګه چې د ابي موسی رضی الله دحديث له مخې دا څرګنديږي چې وايي: يهودانو به د عاشورا ورځ د اختر په توګه لمانځله، او د يو بل روايت له مخې وايي چې د خيبر يهودانو به دا ورځ د اختر په توګه ګڼلو، او ښځو به یې په دې ورځ زيورات استعمالول، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته داسې وويل چې تاسو يوازې په دې ورځ روژه ونيسئ. رواه البخاري
د حديث شريف له ظاهر څخه داسط ښكاري، چې په روژه باندې امر كول د دې مانا لري چې د يهودو مخالفت وشي، دا ځكه چې هغوی به دا ورځ اختر ګڼله، او د اختر په ورځ څوك روژه نه نيسي، بلكه ښه خوراكونه كوي او خوښي كوي،
دا د علامه ابن حجر د خبرو لنډيز وو چې وړاندي شو

د عاشوا د ورځي د روژې نيولو فضيلت

له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت دی چې وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم د عاشورا د ورځې په شان د هيڅ بلې كومې ورځې داسې په جدي توكه اراده نه كوله چې روژه ونيسي، لكه څرنګه یې د عاشورا ورځ ته ليوالتيا درلوده
همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د عاشورا د ورځې د روژې په نيولو سره زه هيله كوم چې الله تعالی به د تيركال ګناهونه پرې وبښي. رواه مسلم.
په حقيقت کې دا د الله تعالی يو لوی احسان او فضل دی په چې د يوي ورځې په روژه نيولو سره د يوه كال ګناهونه راته بښي، ريښتيا هم چې الله تعالی د لوی فضل او احسان درلودونکی دی.
عاشورا كومه ورځ ده
د لغت علما وايي او جمهور علما هم په دې نظر دي چې عاشورا د محرم د میاشتې لسمې ته وايي او تاسوعا د محرم د میاشتې نهمې ته وايي، او د احاديثو ظاهر هم په دې باندې دليل دی، او د لفظ اطلاق هم په دې مانا باندې تفسير کېدلای شي او د لغت د علماؤ هم همدا رايه ده
بله خبره دا هم ده چې دا نوم يو اسلامي نوم دی چې په جاهليت کې په دې نامه سره نه پيژندل کېدله. (كشاف القناع، دوهم جلد، صوم محرم)
ابن قدامه رحمة الله عليه وايي: عاشوار د محرم لسمه ورځ ده، او دا وينا سعيد ابن المسيب او امام حسن البصري هم كړيده، لكه څرنګه چې ابن عباس رضی الله تعالی روايت كړی دی چې وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم دعاشورا په روژې نيولو سره امر وكړ، او هغه د محرم لسمه ده. (رواه ترمذي

د عاشورا سره د نهمې ورځې روژه نيول هم مستحب دي

له حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله تعالی څخه روايت دی چې وايي: كله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د عاشورا ورځ روژه ونيوله، او د هغې په روژه نيولو یې امر وكړ، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم، ته صحابه كرامو وويل چې يا رسول الله: دا خو هغه ورځ ده چې يهود او نصارا یې تعٰظيم كوي. نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: كه ژوند وو په راتلونکې كال کې به انشاالله تاسوعا يانې نهمه ورځ هم ورسره ونيسو، هغه زياتوي چې راتلونکې كال چې راغی رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو. (رواه مسلم)
امام شافعي رضی الله تعالی عنه ويلي د محرم نهمه او لسمه ورځ روژه نيول مستحب كار دی، ځكه چې پيغمبر صلي الله عليه وسلم لسمه د محرم روژه ونيوله، او د نهمي یې نيت او اراده وكړه

د تاسوعا د روژې نيولو حكمت
 
ويلی شو چې د عاشورا ورځ څو مرتبې لري، هغه لږ مرتبه یې همدا ده چې يواځې په همدې ورځ روژه ونيول شي، او لوړه مرتبه یې دا ده چې نهمه هم ورسره ونيول شي، او څومره چې د محرم په مياشت کې زياته روژه نيول کېږي، په هماغه كچه یې اجر او ثواب هم زيات دی.
امام نووي د محرم د نهمې ورځې يا د تاسوعا د روژه نيولو حكمتونه داسې ياد كړي دي:
۱: لومړی دا چې پدې روژې سره به د يهودو مخالفت راځي.
۲: دوهم دا چې د عاشورا ورځې سره يوه بله ورځ هم د روژې په توګه وصل شوه، لكه څرنګه يوازې د جمعي ورځي د روژي نيولو څخه منع راغلې ده.
۳: دريم دا چې په دې برخه کې احتياط كول چې لسمه ورځي او نهمه ورځ روژه نيول هسې نه مياشت كمه شي، او دا خبره امام خطابي هم كړيده، اوهسي نه چې څوك په اشتباه کې واقع شي، نو نهم به په شمير کې د لسمي راشې، او دا په غلطۍ او اشتباه سره او كه دواړه ورځې ونيول شي، نو له دې شبهي هم د وتلو يوه لاره شته او تر ټولو قوي حكمت یې هم دا دی چې د اهل كتابو مخالفت وشي.
امام شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له اهل كتابو سره د تشبیه او ورته والي څخه منع كړيده، او دا په ډيرو زياتو احاديثو کې لكه د عاشورا د دې حديث په څير چې وايي: كه زه راتلونکی كال ژوندی وم، نو نهمه ورځ به هم روژه ونيسم (الفتاوي الكبری، شپږم جلد)
ابن حجر رحمه الله چې په دې حديث شريف باندې كومه تبصره كړيده داسې وايي: دا چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د نهمې ورځې اراده وكړه په دې مانا نه وه چې هغه به يوازي د محرم نهمه روژه نيسي، بلكه مانا دا چې هغه به یې له لسمې سره يوځای كوي، او له دوو وجو نه يو د احتياط له مخې، او بل دا چې د اهل كتابو مخالفت وشي. چې قوي احتمال هم دا دوهم دی

يوازې د عاشورا د ورځې د روژې نيولو حكم

امام ابن تيميه فرمايي: د عاشورا ورځ روژه نيول د تيركال ګناهونو كفاره ده، او كه يوازې همدا ورځ روژه ونيول شي نو مكروه كار هم ندی. (الفتاوي الكبري پنځم جلد)
او هم ويل شوي دي چې د عاشور ورځ كه د جمعي يا د شنبي د ورځي سره تصادف ولري، نو بيا هم نيول یې په كار دي،د يوازي د جمعي او يوازي د شنبي د ورځو روژه نيولو څخه منع راغلې ده، خو دا كراهيت هغه مهال له منځه ځي چې بله ورځ ورسره روژه ونيول شي، كه د يوې مشروعې روژې سره تصادف ومومي، لكه هغه څوك چې يوه ورځ روژه نيسي او يوه ورځ یې خوري، او يا د قضايي روژو نيولو سره تصادف ومومي، او يا د نذر په ځای كولو سره او يا لكه د عرفې او عاشورا سره، نو كوم باك نلري، همدا جمعه او شنبه هم روژه نيول كومه خبره نشته. (تحفه المحتاج، دريم جلد، باب الصوم تطوع، باب صوم يو السبت)
امام بهوتي رحمه الله وايي چې قصدا يوازې د شنبې په ورځ روژه نيول مكروه دي، او په دې اړه د عبد الله بن بشر رضی الله تعالی په حديث استدلال كړي دی چې وايي: تاسو د شنبي په ورځ روژه مه نيسئ مګر كه په تاسو فرض كړل شوه، دا ځكه دا هغه ورځ ده چې يهود یې تعظيم او درناوی كوي، نو په دې كار سره له دوی سره تشابه يا ورته والی راځي، او كه عادتا د شنبي ورځ د عاشورا او عرفې ورځې سره تصادف درلود نو بيا پروا نكوي، امام ابن تيميه رحمه الله وايي دا چې اودس، لمونځ، د روژې مياشت،د عرفې روژه، او يا د عاشورا ورځ د ګناهونو كفاره ګرځې، مراد ترينه واړه ګناهونه دي، نه لوی

كه په چا باندې د رمضان روژه پاتي وي

ايا هغه به د عاشورا روژه نيسي؟
علما په دې موضوع کې اختلاف لري چې ايا هغه كسان چې د هغو په زمه کې فرضي يا د رمضان مياشت روژې پاتې وي، نو هغوی نفلي روژه نيول څه حكم لري، نو د حنفي فقهې علما په دې اند دي چې كه يو چا د رمضان د روژو قضايي نه وي ادا كړي، كولای شي، چې نفلي روژه ونيسي، او دا كار پرته له كراهيت څخه. دا ځكه چې هغوی وايي قضا په فوري توګه ادا كول نه دي واجب، او شافعي مذهب او مالکې پيروان په دې نظر دي چې جواز لري خو د كراهيت سره، دا ځكه په دې كارسره د واجبو په اداكولو کې ځنډ راځي، او حنبليانو لا دا ويلي دي چې ترڅو چې هغه قضايي روژي نوي نيول شوي، نو نفلي روژې نيول حرام بللي دي، او په چا چې فرضی روژي وي، هغې ته د دې جواز نشته چې نفلي دې ونيسي، كه څه هم د فرضی روژو د نيولو لپاره وخت زيات وي، او په كار ده چې لومړی فرضي روژې ونيول شي. (الموسوعه الفقهيه جلد ۲۸، صوم التطوع)
نو د دې ياد شويو اقوالو په رڼا کې ويلی شو چې يو مسلمان بايد لومړی د رمضان د میاشتې په نيولو کې ځنډ ونكړي ترڅو په ډاډه زړه او په پوره اطمنان د عاشورا، عرفي، ذې الحجې او نورې نفلي روژې ونيسي

په عاشورا کې يو لړ بدعتونه

له امام ابن تيميه رحمه الله تعالی څخه پوښتنه وشوه، يو شمير خلك په دې ورځ سترګې توروي، غسل كوي، خوښي كوي، څو ډوله خواړه خوري،او لاس سره كوي، او داسي نور كړنې ترسره كوي نو ايا دا دودونه كوم اصل لري او كنه ؟
امام ابن تيميه رحمه لله ځواب وكړ چې په دې اړه هيڅ كوم داسې حديث ندی رانقل شوی چې دې ټكو ته دې جواز وركړی، او نه اصحابو او د نورو د دين لویو لویو امامانو دا كار كړيدی. په دې اړه نه كوم صحيح او نه ضعيف حديث روايت شويدی، خو متاخرينو يو شمير داسې موضوعي او له ځانه جوړشوي احاديث روايت كړيدي، لكه چې وايي په دې ورځ چې څوك غسل وكړي، نو ټول كال به ناروغه نه شي، او يا څوك چې زيات لګښت او خوراكونه وكړي، ټول كال به په رزق کې پراخي راشي، او دا ټول هغه دروغ دي چې د حديث په نامه په پيغمبر صلي الله عليه وسلم باندې تړل شوي دي

ابن تيميه د هغو بدعتونو په هکله

چې د امام حسین د شهادت

په پلمه پدې ورځ کیږي داسې وايي


نو بيا يوه داسې ګمراه، ظالمه، منافقه ډله او يا خو بې لارې او لار وركې ډله را پورته شوه چې د اهل بيت د دوستۍ او سكني توب څرګ
منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User