![hajj-pilgrim-ap.jpg-543](http://www.dawn.com/wp-content/uploads/2011/10/hajj-pilgrim-ap.jpg-543.jpg)
سعودي حکومت
دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده
دسعودي حکومت دخاص فرمان له مخي ټولی پاکستاني
ښځینه حاجیاني سږ کال دخاصو عبایو له اغوستلو څخه بغیر حج نه شي اداکولای.
دسعودي حکومت له لوري دپاکستان ملکي هوانوردي شرکت ته خبرورکول شوی دي،
چي ټولي هغه ښځینه حاجیاني چي دحج دمراسمو لپاره انتخاب شوی خاصي عبایی یی
نه وي په تن په الوتکو کی دسفرکولو اجازه ورنکړي.
سرچیني وایی سعودي چارواکو خبرورکړی دي، وایی هرهغه ملکی اوشخصي هوایی
شرکت چي پاکستاني ښځینه حاجیاني بغیرله عبایی(برقي) څخه سعودی عرب ته
لیږدوي ۵۰۰۰ زره سعودي ریاله به جرمانه شي، اوله دی سره سره به یی دحاجیانو
دوړولو اوراوړلو خدمت هم معطله شي.
دغه قدم له هغه څخه وروسته واخیستل شو، کله چی تیره ورځ په یوه
پاکستاني پرواز کی ښځینه حاجیاني له عبایاوو (برقو) څخه بغیر وسعودي عرب ته
لیږدول شوی وي، سعودی چارواکو په کلکه له پاکستاني حکومت څخه غوښتی دي چي
دښځینه حاجیانو لپاره دحج دمراسمو دخاصو جامو ددرلودلو اوپه تن کولو باندي
سخت ټیګاروکړي.
بخت الرحمن بخت
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.