دټولومصيبتونو دعلاج دعا
اَللّٰهمَّ
اَحْسِنْ عَاقِبَتَنَا فِيْ الْاُمُوْرِ
كُلِّهَا وَ اَجِرْنَا مِنْ خِزِيِّ
الدُّنْيَا وَعَذَابِ الاٰخِرَةِ ([1])
ترجمه :اى الله ! زمونږ
انجام ښه كړه په ټولو كارونو كې اومونږ وساته ددنيا دشرم او داخرت دعذاب نه .
فايده
: حديث كې راځي چې څوك دا دعا ووايي نومړبه شي خومصيبت به ورته ونه رسيږي يعنې ترمرگه
به دبلا گانو نه خلاص وي .
اوپه بل روايت كې داسې راغلي
دي .
اَللّٰهمَّ اَحْسِنْ عَاقِبَتِيْ فِيْ الْاُمُوْرِ كُلِّهَا وَ اَجِرْنِيْ مِنْ خِزِيِّ الدُّنْيَا
وَعَذَابِ الاٰخِرَةِ
ترجمه :اى الله !ځما انجام
ښه كړه په ټولو كارونو كې اوما وساته
ددنيا دشرم او داخرت دعذاب نه .
ددعا آداب
ددعا دكولو اوغوښتلو نه مخكې
بايد يوڅو آداب په نظركې ونيول شي ،كوم چې د دعا دقبليدو دپاره مهم اوبنيادي بلل كيږي
1.دحرام خوراك اولباس نه خامخا ځان ساتل ،ځكه چې دحرام خور دعا اوعبادت
نه قبليږي .
2. په
اخلاص سره دعا غوښتل .
3.ددعا كولونه مخكې څه صدقه اوخيرات وركول چې دايو بهتر عمل دى .
4.كه داوداسه سره دعا وشي نوښه به قبوله شي.
5.په دعا كولوكې دقبلي په طرف كيناستل .
6.ددعا دشروع نه مخكې دالله تعالى حمدونه اوصفتونه كول اوددعا په اول
اوخركې درود لوستل.
7.ددعا په اخركې )امين ( ويل .
8.دعا په ډيرې عاجزۍ سره غوښتل چې ددعا غوښتلو په وختكې غافل نه وې
بلكې متوجه وي .
9.ددعا غوښتلو په وخت كې ژړل.
10.
الله تعالى
ته دهغه داسماء حسنى اوصفات وسيله كولوسره ،لكه ياغفور يارحمن ياسلام ياغني ،
يانور دالله تعالى صفات شول.
11.
په دعا كې
هغه الفاظ خصوصى استعمالول كوم چې مشتمل دي دالله ' اسم اعظم لره ،دارنگه هغه الفاظ استعمالول كوم
چې دنبى 0 نه نقل دي.
12.
دعا په
يقين سره غوښتل .
13.
دعا رغبت
اوشوق سره غوښتل.
14.
دعا كولو
په وخت كې نا اميدي نه اختيارول .
15.
هره دعا درې
درې ځلي غوښتل .
16.
په دعا كې
جتلي اوعجله نه كول ،مثلاچې دعاكونكى داسې
ووايي چې ډيري دعا گانې مې وكړې خوقبولې نشوې نودى هم دعا پريږدي ،بلكې داسې دي نه
كوي .
[1] - احمد ، مستدرك
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.