Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, October 31, 2011

داعتكاف عوارض

 

داعتكاف عوارض

(1)اعتكاف كونكى داعتكاف نه بغيردشرعى اوطبعى ضرورت نشى وتلى شرعى لكه دجمعى مونځ اوطبعى لكه ډكښے ياتشى متيازى كول شو.
ولايخرج منه الالحاجة شرعية اوطبعية كالبول اوالغائط (كنز)
(2) كه اعتكاف كونكے دبيمارپرسى دپاره اوياجنازى دمونځ دپاره اويالاهوشوى سړى دخلاصولوبچ كولودپاره اويااوبوكښے ډوب شوى، په اوركښے دسوزيدونكے دبچ كولواوياجهاددپاره اودګواهى وركولودپاره اووتونواعتكاف ئى فاسدشو.
لوخرج لعيادة المريض اولصلوة الجنازة اولانجاء الغريق اوالحريق اوالجهاداولاداءالشهادة فسداعتكافه (تب).
(3)كه چرى جمات وران شو اويادمحلى خلق تس نس شويعنى محله ئى ختمه شوه اومعتكف بل جمات ته لاړونو اعتكاف ئى نه ماتيږى (تب) (والوالجية).
لوانهدم المسجد اوتفرق اهله فانتقل الٰي مسجدآخرلم يفسد.(تب) (والوالجية).
(4)كه چرى يوظالم اعتكاف كونكے په زورزياتى سره دجمات نه اويستلواوياپه خپل ځان ويريدواويادډاكوانونه په خپل مال ويريدو اوپخپله اووتلونواعتكاف ئى نۀ ماتيږى.
لواخرجه ظالم كرها اوخاف علي نفسه اوماله من المكابرين فخرج لايفسد(تب).
(5)كه چرى معتكف دخوړلويادڅكلو ياداودۀ كيدودخوب ياد اخستل اوخرڅولودپاره داعتكاف دځاى نه بهرته لاړونو اعتكاف ئى مات شو(تب).
(6)كه چرى مؤذن سړى اعتكاف كوواومناره دجمات نه بهروى نووتلى شى دغه معتكف داختراودجمعى دمونځ دپاره تلى شى په داسى وخت كښے به دجمات نه اوزى چه جامع مسجدته رسيدےشى اوڅلورياشپږركعته روستنى اوڅلورركعته مخكنى پكے اداءكولى شى.
له الخروج لصلوة العيدوالاذان لومؤذناوباب المنارة خارج المسجدوالجمعة في وقت يمكنه ان يصل الي الجامع ويصلي اربع ركعات قبل الاذان للخطبة وبعدالجمعة يمكث بقدرمايصلي اربع اوست ركعات (البحر)تب،الرد،والوالجية).
(7) كه چرى په معتكف باندے شيطان اودس واړولو (احتلام) نودلامبلودپاره وتلى شى.
له الخروج للاغتسال من الاحتلام (الرد).
(8) معتكف دحاجت انسانى دپاره وتلى شى كه بالفرض د وه كورونه ئى وويونزدے اوبل لرى اودے هغه لرى كورته لاړونوهم جائزدے .
(9)دمعتكف دپاره د(مبيع) كوم شى چه خرڅوى يائى اخلى جمات ته راوړل اوخاموش اوسيدل مكروه دے اودغه رنګ دنيكے دخبرونه علاوه نورى خبرى كول هم مكروهدے.
وكره احضارالمبيع والصمت والتكلم الابالخير(كنز).
(۱)فائده:په جمات كښے دنيكے دخبرونه علاوه نورى كول ګناه ده،نيكے داسى خورى لكه څرنګه اورلرګى خورى.
(۲) فايده:په جمات كښے ونى نالول (كرل) جائزنه دے.
قالواالكلام المبيع في المسجدمكروه يأكل الحسنات كماتأكل النارالحطب (البحر) لايجوزغرس الاشجارفيه. (الرد)
(10)معتكف لره پكاردے چه دقرآن تلاوت اودحديث اودعلم مطالعه اودرس كول اودنبى0دژوندحالات معلومول ا وپيغمبرانوعليهم الصلواة والسلام اودنيكانوخلقوقصى اوددينى مسائيلو ليكل لازم اوګنړى.
يلازم قرأة القرآن والحديث والعلم والتدريس وسيرالنبي0 وقصص الانبياء:وحكايات الصالحين وكتابة امورالدين (البحر).
(11)دمعتكف د پاره كوروالى (جماع) كول اودغه رنګ دجماع اسباب اختيارول حرام دے.
وحرم الوطؤ ودواعيه (البحر).
(12)په كوروالى سره اعتكاف باطل ګرزى برابره خبره ده كۀ قصدااوكه هيرسره وى اودورځى وى اوكه دشپى وى (البحر).
ويبطل بوطئه سواءكان عامدااوناسيانهارااوليلاً (البحر).
(13)دفرج نه (اندام مخصوص دزنانو) علاوه په بل ځاى كښے كوروالى كول ياښكلول (قبله) يالاس لګلول اعتكاف نه ماتوى البته كه چرى دے كارونوسره (انزال) اوشى يعنى منى خارج شى نوبياماتيږى.
الجماع فيمادون الفرج اوالتقبيل اواللمس لايفسد الااذاانزل (البحر).
(14)كه چرى معتكف دكوروالى متعلق سوچ اوفكر كولو اوانزال ئى اوشونواعتكاف ئى نه ماتيږى (البحر).
(15)كه چرى معتكف نه علاوه نورڅوك دجنازى دمونځ د كولونه وواويادده حق ضائع كيږى كه چرى دے پخپله حاضر نشى يايوسړى د غرق،لاهوكيږى اودده علاوه نورڅوك دبچ كولونه ددۀ نه وونوپه ده اعتكاف ماتول واجب دے .
قديجب عليه افسادالاعتكاف اذاتعينت عليه صلوةالجنازة اواداءالشهادة بان كان يتوي حقه ان لم يشهداولانجاء الغريق (البحر)
(16)روژه نيول صرف داعتكاف نذردپاره شرط دے دنورو دوو قسمينودپاره شرط نه دے.
الصوم شرط في الاعتكاف المنذورفقط دون غيره(البحر).
كه چرى يوكس اعتكاف نفلى اويااعتكاف مسنون كښے شروع اوكړه اوبيائى مات كړونوصرف دهغى ورځى اعتكاف به قضاء راوړى چه په كومه ورځ كښے ٍئى مات كړى وى ځكه چه هره ورځ مستقل اعتكاف وى.
فلوشرع في نفله ثم قطعه لايلزمه قضاء لانه لايشترط له الصوم علي الظاهر(تنوير)قوله اماالنفل فله الخروج اي الشامل للسنة المؤكدة (الي ان) فيقضي اليوم الذي افسده لاستقلال كل يوم بنفسه (ردالمحتارج۲ص)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User