په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
سوال
(۳۱۷) په مونځ وركولو
كښې دامام قراءت ويل اوځيني تكبيرونه په
دومره اوچت اواز سره ويلچه دجومات نه بهردسړك پورې واوريدل شي ،او بعضې تكبيرات دومره ورو ويلچه دويم ،دريم صف والا يي
هم وريدلىنه شي ،مثلا د ركوع تكبير په ټيټ اوازسره اودقومې تكبيرپه ډيرلوړ اواز
سره اودسجدو تكبيرپه ورو اودجلسي تكبيرپه اوچت اواز،داسې كول سنت دي اوكه بدعت
اوكه نورڅه دي ؟ آياپه دې ډولچه يوتكبير اوچت اوبل تكبيرورو په اوله پيړۍ كښې چا كړى دى ،كه نوي اختراع ده
،بينوا تؤجروا ؟
جواب:
امام لپاره دقراءت اوتكبيرونو په زوره ويلو كښې منځنۍ طريقه غوره كول پكاردي،اود
ضرورت په اندازه اواز اوچتول پكاردي،اودا
توپيردتكبيرونو په منځ كښېچه بعضې په ډي اوچت اواز سره ويل اوپه ځينو كښې د ضرورت اندازي نه هم كمى كول ناوړه اوبي اصله دى په
شريعت كښې ددې هيڅ اساس نشته (1)،يواځې
په سلام ګرځولوكې فقهاؤ داليكلي ديچه دويم سلام دي له اول سلام نه لږ په ټيټ اواز
سره وايي (كما
فى الدرالمختار وسن جعل الثاني اخفض من الاول الخ ) نو بغير له دې نه دبل كوم ځاى په لوړوالې كښې د درجو
توپيرنشته دى (2).
(1) ويجهر الامام وجوبا بحسب
الجماعة فان زاد عليه اساء (درمختار) وفى الزاهدي عن ابي جعفر لو زاد على
الحاجة فهو افضل الا اذا اجهد نفسه او اذى
غيره قهستاني ( ردالمحتار فصل فى القراءة ج ۱ ص ۴۹۷ ) وجهرالامام بالتكبيربقدر
حاجته لاعلام بالدخول والانتقال وكذا بالتسميع والسلام واما الموتم والمنفرد فيسمع
نفسه (درمختار قوله بقدرحاجته اللاعلام الخ وان زاد كره قلت هذا اذا يفحش الخ
والزائد على قدرالحاجة كماهو مكروه للامام يكره للمبلغ (ردالمحتار،باب صفة الصلوة
مطلب فى التبليغ خلف الامام ج۱ ص ۴۴۳ ) .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.